ټاکنیز کمپاینونه ولې کم رنګه دي؟

0 655

بشير يوسفزوى –

سږکال هم د نورو کلونو په څېر یو نیم درجن کسانو ولسمشرۍ ته ځانونه نومولي دي، مګر سږکال ټاکنیز کمپاینونه د نورو کلونو برعکس کم رنګه دي. د دغې کمرنګۍ څو دلایل دي:

لومړی او عمده دلیل یې دادی چې سږکال دوی د ولسمشر غني پر وړاندې په هر لحاظ ځانونه کمزوري ګڼي او دوی دا منلې چې ټاکنې خامخا ولسمشر غني ګټي، نو له دې امله دوی ټاکنیز کمپاینونو او مصارفو ته چندان زړه نه ښه کوي. ممکن ځینې ووایي چې ولسمشر غني خو تېر ځل هم نوماند و، ځواب یې دادی چې تېر ځل ولسمشر غني او د ده کړنې او خدمتونه عملا خلکو نه وې لیدلې، ځینې ویل بې حوصلې، ناروغ او قهرجن دی، ځینو به ویل عمرخوړلی دی. چا به ویل له بهر څخه راغلی د ټولنې او خلکو په نبض نه پوهېږي. ځینو به ویل چې غني ټول عمر په بهر او پوهنتونونو کې په استادۍ او نورو کارونو تېر کړی، نو ممکن ولسمشري اول ونه ګټي او که یې وګټي، نو تر څو میاشتو به زیات دوام ونه کړي، مګر کله چې ولسمشر غني وګټله او په سختو شرایطو کې یې د جنګ د مدیریت ترڅنګ په نورو برخو کې هم پام وړ کارونه او پرمختګونه وکړل، نو د ولس زړه او باور یې ترلاسه کړی او په همدې خاطر به دا ځل په لوی تفاوت او غوڅ اکثریت ټاکنې ګټي.

د کمپاینونو د کم رنګۍ دویم دلیل دادی چې دا ځل د نورو کلونو غوندې پرېمانه بهرنۍ پیسې او همدارنګه په داخل کې ونډونه او فساد نشته چې له هغه ځایه پیسې راواخلي او په خپلو کمپاینونو یې ولګوي، نو په دې خاطر اکثره نوماندان کرار په کورونو کې ناست دي.

دریم دلیل یې دادی چې اکثره هغو کسانو ځانونه نوماند کړي، چې نه رایې لري او نه هم په خلکو کې محبوبیت لري، دوی یوازې د ځان مطرح کولو او پیسو ترلاسه کولو لپاره ځانونه نومولي دي. دوی هره لحظه دېته په تمه دي چې ګټونکی نوماند ورسره معامله وکړي. نغدې پیسې ورکړي او یا هم په راتلونکي کې ورته کوم وزارت، ولایت او یا سفارت ورکړي او دوی یې په ګټه تېر شي.

ښاغلی اتمر خو لا وار دمخه د خپلمنځي اختلافاتو له امله له زوره ولوېده، نو اوس به یا د ولسمشر غني په ګټه تېرېږي او یا به هم کرار په خپل کور کېني او ننداره به کوي. اصل مبارزه او سیالي به د ډاکټر عبدالله او د ولسمشر غني ترمنځ وي. مګر دا مبارزه او سیالي به ځکه ولسمشر غني په اسانۍ سره  ګټي چې عبدالله د ملي یووالي حکومت کې پنځوس سلنه سهم درلود او په حکومت سم نیمایي ور شریک وو، مګر نه یې کوم کار کړی، نه یې کوم خدمت کړی او نه هم د هیواد د ابادۍ او روښانه راتلونکي لپاره کومه طرحه او برنامه هم نه لري، نو څو کلیشه یي او نمایشي خبرې او جملې یې زده دي چې په ځینو غونډو او څرګندونو کې یې بیا بیا تکراروي. له دې ور اخوا هیڅ هم نه لري، نو په دې خاطر د ولسمشر غني کمپاین ښه روان دی او که خدای کول ټاکنې به هم ګټي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply