افغانان مفشن نه، مفکر ولسمشر غواړي

0 539

محمدروښان ښاد-

افغانستان څلوېښت کالو جګړو او بحرانونو سخت ځپلی دی او له همدې امله په هر اړخیز ډول زیات کار او زیار ته اړتیا لري او د دې لپاره افغانان د ډاکټر عبدالله عبدالله په څېر مفشن نه، بلکې د ډاکټر غني په څېر مفکر ولسمشر غواړي.

دلیل یې دادی چې د ډاکټر عبدالله عبدالله  یوازې د یوې نکټایي او یا یو جوړ بوټونو بیه زموږ د هیواد د څو سرتېرو د څو میاشتني معاش برابره ده. افغانستان په اوسني وضعیت کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د لباس لوړه بیه نشي ورکولی او بله دا چې نوموړی د هیواد د ابادۍ او له اوسني وضعیت او بحران څخه د وتلو لپاره هیڅ ډول طرحه، برنامه، فکر او پوهه نه لري، ځکه په تېرو پنځو کالو کې یې هیڅ نه دي کړي او نه یې هم په اوسني کمپاین کې داسې طرحه او برنامه وړاندې کړې چې د هیوادوالو  توجه، باور او ملاتړ دې ور خپل کړي.

پر ډاکټر عبدالله عبدالله یوازې عقده من، په فساد کې ښکېل، کینه کښ، له واک څخه شړل شوي او پخواني جنګسالاران او د مافیا غړي ورټول دي او دوی فکر کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې به د دوی پر مټ واک ترلاسه کړي، مګر د واک اصلي سرچینه افراد او اشخاص نه، بلکې د افغانستان عظیم ولس دی او د ولس ملاتړ مشروط دی. ولس په ټاکنو کې برنامې، فکر او لیدلوري ته رایه ورکوي.

بل لورته ولسمشر غني د فقیرۍ او ملګنۍ ژوند لري، موږ ولیدل چې په تېرو پنځو کالو کې نه د هغه لباس تغیر وکړ، نه یې کرتۍ او بوټونه بدل شول او نه یې هم چلند کې چا داسې بدلون ولیده چې د وطن په زیان دې وي. د دې ترڅنګ نوموړی نه یوازې ملي فکر او د هیواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره ګټورې طرحې او برنامې لري، بلکې ډاکټر عني دا وړتیا هم لري چې بین المللي فکر او نظریه په ملي فکر بدل کړي او بیا د هیوا د د ابادۍ لپاره ورڅخه استفاده وکړي.

په تېرو پنځو کالو کې ولسمشر غني اساسي بنسټونه ورغاول او لا یې هم د هیواد لپاره کړي کارونه او پرمختګونه د هیچا له سترګو څخه پټ نه دي، نوموړی نه یوازې د راتلونکو پنځو بلکې د راتلونکې درې سوه کالو لپاره طرحه او برنامه لري. مګر د دغو برنامو د تطبیق لپاره  د ولس غوڅ ملاتړ ته اړتیا ده، ترڅو ولسمشر غني د بریا ترڅوکۍ ورسوي، د اجرائیه ریاست د لغوې زمینه برابره کړي او په ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره د هیواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره د ولسمشر غني ګټورو طرحو تطبیق ته لاره  هواره  کړي، نو په دې خاطر عام ولس د مفشن عبدالله نه، بلکې د مفکر غني غوښتونکي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply