ټرمپ ولې سولي خبرې لغوې کړې؟ او په اړه یې غبرګونونه څه دي

0 555

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

 

مقدمه

په داسې حال کې چې طالب پلاوي له امریکایانو سره تقریبآ یو کال مخامخ خبرو چې په ۹ پړاونو کې تر سره شوې، دواړو لوریو د ښه پرمختګ او وروستي توافق څخه خبره کوله.

ښاغلي ټرمپ د شنبې په مازدیګر (سپټمبر اوومه) په ځینو پرله پسې ټوېټونو کې وېلي په پام کې ده، چې سپټمبر په اتمه په کمپ ډېوېډ‌کې له طالب مشرانو او جمهو رئیس محمد اشرف غني سره وګوري خو په سبا یې په ناڅاپي ډول سره په کمپ ډېوېډ کې د طالب مشرانو او افغان ولسمشر سره لیدنه لغوه کړه، د دې لیدنې د لغوه کولو سربېره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو درولو امر یې هم وکړ؛ ځکه چې دې ډلې په کابل کې د هغه برید مسؤولیت منلی چې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل. آیا ریښتیا لامل یې د کابل وروستۍ خونړئ چاودنې وې، او که بل څه؟ د خبرو په لغوه کېدو سره غبرګونونه څه ؤو، ټرمپ ولې خبرې لغوې کړې آیا د خبرو بندېدل به جګړه ګرمه کړي او څه کول پکار دي په دې تحلیل کې پرې شننه شوې.

په دوحه کې د افغان سولې پړاوونو ته ځغلنده کتنه

په دوحه کې د افغان طالبانو او امریکايي لوري ترمنځ تقریباً نهه پړاوه خبرې اترې ترسره شوې، او د دې خبرو اترو په ترڅ کې په دوحه کې د افغان مشرانو او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو کولو زمینه هم برابره شوه، چې افغان لوریو د ستونزو پر شریکولو او پر ګډه یې د حل لارو په لټولو سره مخامخ وغږېدل. په وروستي نهم پړاو کې طالب مشرانو او د امریکا له لوري زلمي خلیلزاد د سولې هوکړې د وروستۍ کېدو په اړه د پام وړ پرمختګ په اړه څرګندونې ترسره کړې. د افغان سولې مسوده لومړی په پښتو او بیا دري او انګریزي ژبو ته وژباړل شوه. او دواړو لوریو ویل چې ټیمونه یې د هوکړې په تخنیکي برخه کار کوي او د سولې هوکړې نور کارونه پای ته رسېدلي. آن تردې چې د هوکړه‌لیک د لاسلیک کېدو پر وخت د ضمانت  کوونکو هېوادونو نومونه هم یو څه رسنیز شول، او په ټوله کې د سولې نهم پړاو په دوحه کې د دواړو لوریو ترمنځ د یو کامیاب او بریالي پړاو په حیث راڅرګند شو.

ټرمپ ولې له طالبانو سره خبرې لغوې کړې

سخته برېښي، چې د ټرمپ د وروستیو ټویټونو تر شا هغه ریښتینې عوامل په نښه کړو، چې له کبله یې ده له افغان طالبانو سره د سولې خبرې اترې وڅنډولې. خو بیا هم په دې تړاو یو شمېر عوامل شته دي، چې هم هیله بښونکي دي او هم هیله رژوونکي دي.

لومړی؛ د خبرو اترو له تمولو او څنډولو څخه د سولې په خبرو اترو کې د فشار د آلې په توګه ګټه اخیستل. د ټرمپ له دې وړاندې هم له شمالي کوریا سره د خبرو اترو پرمهال دغه تاکتیک غوره کړی ؤو.

دویم؛ په امریکا کې د اوسني تړون پر ماهیت د زیاتېدونکو نیوکو څخه ځان خلاصون. په امریکا کې له وروستیو څو اوونیو راهیسې له افغان طالبانو سره د سولې پر تړون ډېرې نیوکې کېږي په دې آخرو کې ګانګرس زلمي خلیل زاد ته درېیم ځل لیک واستوه او له ده نه یې د طالبانو سره د خبرو وضاحت وغوښت که چېرې وضاحت ورنکړل شو نو دوی به بدیل لاره غوره کړي همدارنګه  په افغانستان کې د امریکايي سفیر  لیک  چې هغه غوښتنه کړې وه چې د امریکایانو وتل باید د سولې له راتګه وروسته وي، نه د سولې له راتګه مخکې. په ټوله کې د ټرمپ سره د سې ای اې، دفاع وزارت، ګانګرس او ملي امنیت سلاکار جان‌بولټن چې ډېر ګمان کیږي په همدې موضوع پخاطر ټرمپ له ده غوښتنه وکړه چې استعفاه وکړي او له دندې ګوښه کړی شو هغه مسایل دي چې امکان لري په دې خاطر ټرمپ له طالبانوس ره خبرې لغوې کړې وي.

درېیم؛ دا هم له امکانه ليرې نده چي ټرمپ خپل موقف يوځل بيا بدل او د سولي د مذاکراتو ځنډيدلی بهير بيا پيل او عاجلي يي پايلي هم اعلان شي.

څلورم احتمال؛ داسې انګېرل کیږي چې طالبانو نه غوښتل چې توافق نه مخکې له ټرمپ سره وګوري او غوښتنه یې دا وه چې له توافق وروسته کېدای شي په درېيم ځای کې له ټرمپ سره وګوري.

پنځم احتمال؛ د توافق د ځای او وخت په اړه د دواړو لوریو مخالفت هم امکان لري چې د خبرو د لغوه کېدو سبب شوی وي.

د خبرو د لغوه کېدو پر وړاندې غبرګونه

طالبان: طالبانو له امریکایانو سره د سولې د خبرو لغوه کېدو ته په خپل لومړي غبرګون کې ویلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې پرېکړې تر ټولو لوی تاوان به پخپله امریکا ته رسېږي. دوی تر پرونه له امریکایانو سره خبرې کولې او دا خبرې په یوه ښه فضا کې روانې وې. اعلامیه کې راغلي، د ولسمشر ټرمپ له دې اعلانه ښکاره شوه چې امریکایان پر جنګ باور لري، خو بله خوا طالبان خپلو خبرو ته ژمن دي. په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو جهاد به دوام لري او د امریکایانو د سر او مال تاوان به نور هم زیات شي. طالبان وایي دوی پر خپل دریځ باور لري او پوهېږي چې امریکایان به هم بېرته همدې دریځ، یعنې د سولې خبرو ته راځي.د طالبانو اعلامیه کې ویل شوي دي چې زلمي خلیلزاد په اګست میاشت کې د دوی مشرانو ته واشنګټن ته د سفر بلنه ورکړې وه، خو دوی له امریکایانو سره د خپلمنځي هوکړې تر لاسلیکه دا سفر ځنډولی ؤو.

افغان حکومت: بله خوا افغان حکومت په خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې: په هېواد کې د سولې په روان بهیر کې د طالبانو روانه جګړه یو لوی خنډ ګڼي، چې واقعي سولې ته د رسېدو لپاره باید طالبان جګړه ودروي، اوربند وکړي او له افغان دولت سره مخامخ خبرې وکړي. افغانان او افغان دولت د ‘تلپاتې او باعزته’ سولې غوښتونکي او د سولې هلو ځلو ته ژمن دي. د ارګ په خبرپاڼه کې له امریکايي چارواکو او نورو متحدینو غوښتل شوي چې د “تلپاتې او باعزته” سولې په راوستلو کې په ګډه کار وکړي. همدارنګه په اعلامیه کې راغلي چې حکومت د را روانې تلې میاشتې پر شپږمه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کوي چې راتلونکې اداره هم په “بشپړ دقت او تدبیر د سولې روان بهیر مخ ته یوسي”.

امریکایي چارواکي: د ټرمپ له دې اعلان وروسته چې دی به په کمپ ډېوېډ کې له طالب مشرانو سره وګوري په دې اړه یې د اکثرو امریکایي چارواکو غبرګون راپارولی ؤو چې ټرمپ د هغه چا سره ګوري چې د سپټمبر د ۱۱ مې حملې په تر سره کولو کې یې همکاري کړې. همدارنګه ډېری امریکایي چارواکي له طالبانو سره د خبرو مخالف ؤو. چې د ټرمپ په دې کار سره د دوی داخلي مخالفتونه کم شوي دي.

همدارنګه د خبرو د لغوه کېدو په اړه د سیمې هېوادونو هم خپل غبرګون څرګند کړی دی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي،  چې د افغانستان لانجه د جګړې له لارې نه شي حل کېدای. همدارنګه یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو بیا پیل غوښتنه کړې او ورته خوشبیني یې ښودلې. همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم په یوه ټوېټ کې د افغان سولې د خبرو په درېدو سخته اندېښنه ښوولې ده. هغه افغانستان ته په اشاره ویلي: “مات شوي بهرنیان باید ووځي او ورور وژنه باید ودریږي، په ځانګړې توګه هغه نوې وینه تویېدنه چې بهرنیان ترې ګټه اخیستلی شي .”ښاغلي ظریف ویلي، ایران چمتو دی چې له افغان حکومت او نورو اړخونو او ګاونډیو سره د تاوتریخوالي درولو لپاره کار وکړي.د یادولو وړ ده چېملګري ملتونو له دواړو لوریو (طالبانو او افغان حکومت)  د مخامخ خبرو د پیل غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دواړه لوري باید خشونت کم کړي تر څو بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.

د خبرو په لغوه کېدو سره به جګړه زور واخلي؟

په هر ځای کې چې د سولې خبرې یوې پایلې ته نېږدې کیږي د دواړو لوریو له‌خوا جګړه زیاتیږي تر څو د خبرو په مېز زیات امتیاز تر لاسه کړي، دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې نهم پړاو په پای او د ټرمپ له لوري د خبرو په لغوه کېدو سره طالبانو په شمال او لوېدیځ کې د درېیو ولایتونو په مرکزونو بریدونه وکړل او په تېرو دوه ورځو کې یې دری ولسوالۍ په شمال کې سقوط کړې او په کابل کې یې مرګوني بریدونه تر سره کړل همدارنګه افغان او امریکایي ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو چې د دوی په وینا په طالبانو یې تر سره کړې دي ډېری وژل شوي کسان په کې عام وګړي دي. همدارنګه حکومت هم په بدخشان ولایت کې د وردوج ولسوالي له ۴ کلونو وروسته له طالبانو ونیوله،  ټرمپ هم په ټوېټ کې ولیکل،  چې ګواکي طالبانو په تېرو څلورو ورځو کې دومره زیان لیدلی چې په تېرو لسو کلونو کې یې نه ؤ لیدلی، خو موږ ولیدل چې طالبانو په تېرو څو ورځو کې د هېواد په شمال کې درې ولسوالۍ ونیولې او جګړې په ټول هېواد کې زور اخستی. تېر ورځ امریکایي جنرال چې افغانستان ته راغلی نوموړي د یوه سوال په ځواب کې وویل چې د دوی برخه اخستل به په جګړ کې د جګړې له تېزوالي سره تړلي وي که چېرې جګړه زور اخلي نو دوی به د جګړې ډګر ته وردانګي د ده د خبرو معلومیږي تر هغه وخته چې جګړه کې تعادل وي دوی به په جګړه کې برخه نه اخلي کله چې افغان حکومت د کمزورۍ طرف ته ځي دوی به په جګړه کې برخه اخلي. لیدل کیږي چې د امتیاز د تر لاسه کولو لپاره ټول دخیل لوري کوښښ کړي چې جګړه تېزه کړي تر څو زیات امتیاز په هره برخه کې تر لاسه کړي، او تاوان یې افغان مظلوم ولس ته رسیږي او ګټه یې هغه چاته رسیږي چې دا جګړه یې پیل کړې ده.

پایله

افغان حکومت او طالبان باید دا ومني، چې سوله د یو څه ورکولو او یو څه منلو په معنی ده، او په هېواد کې د جګړې ختمولو او سولې راوستلو لپاره باید دواړه لوري د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د زمیني په موخه جګړه کمه کړي، چې په پایله کې به مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي. د دواړو لوریو په همغږۍ سره  به د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي، که چېرې دواړه لوري په دې سره جوړ نشي نو دا د بهرنیو ځواکونو د لا تم کېدو او مېشته کېدو په معنی ده، چې په دې برخه کې به بیا هم د قربانۍ ډېره بیه عام افغان ولس پرېکوي او په پایله کې د هېواد راتلونکی به د یو نامعلوم برخلیک سره مخ وي.

له دې ورخوا د افغان سولې په اړه سیمه ییز او نړیوال لوري هم باید په پام کې ونیول شي او هغوی د بین الافغاني خبرو وراخوا د امریکايي لوري سره د سولې په اړه د خبرو اترو له جریان څخه هم باید خبر کړل شي او هېڅ هېواد ته باید د سولې په اړه د شکونو ځای پرېنږدي ترڅو په راتلونکې کې د خپلو ګټو لپاره د ریښتونې سولې سبوتاژ کولو هڅه وکړي.

او په ټوله کې افغان مشران باید طالب لوری او افغان دولت دې ته اړ کړي ترڅو د یو بل پر وړاندې د سختو او منفي څرګندونو څخه لاس واخلي، او پر ګډه هر اړخیزې سولې راوستلو ته کار ووایي، ترڅو د افغان ولس ستره هیله او ارمان چې په ټول هېواد کې د سولې راتلل دي پوره شي او د جګړې ډګر له هېواد څخه د تل لپاره ټول شي.

همدارنګه طالبانو په خپله اعلامیه د امریکایانو سره په خبرو ټینګار کړی نو امریکا باید د طالبانو سره د افغان کشالې د حل په موخه خبرې بیا پیل کړي تر څو په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي چې دا د امریکا، د سیمې هېوادونو او په ټوله کې د ټولو په خیر ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply