له ناکامي مه وېرېږئ /زین الله احمدي

0 727

کامیابي ته د رسېدو لپاره اړینه ده، خپلې ټولې تېروتنې اصلاح او د یو سالم شخصیت په ډول د بریا ډګر ته ودانګو.
د غلطیو د اصلاح او ارام ژوند ته د رسېدو لپاره په کار ده چې یو ځل د اړ او محتاج ژوند خوند وڅکو، یو ځل ناکام شو، ورټل شو، ووهل شو او پر ځمکه ولوېږو. په ناکامي کې داسې یو روانې کیفیت پروت دی چې په ژوند مړی انسان په فوق‌العاده روحي او جسمي موجود بدلوي.
له ځان سره څنګه مرسته کولای شئ چې د بریا او یا هم ناکامي په اړه نوي لیدلوري خپل کړئ او ذهن بدل کړئ؟ یوازې یوه لار لرئ او هغه دا چې ناکام شئ او له خپلې ناکامي یې زده کړئ، غلطۍ وکړئ او له خپلو اشتباهاتو یې زده کړئ، د ستړي ژوند څپېړه وخورئ او له درده یې زده کړئ.
سميټمز چاک‌بران خپلو شاګردانو ته د غلطیو یوه سهمیه ورکوي، د غلطیو په لوري یې هڅوي، هر شاګرد ته په هر روزنیز ورکشاپ کې ۳۰ تېروتنې ورکوي.
که دغه غلطۍ ترې وشولې؛ نو دېرش نورې ورکوي او بیا دېرش نورې، تر دې چې شاګرد د غلطیو په اړه له سره فکر وکړي چې نه‌ سړی یې باید له تېروتنو او ناکاميو زده کړي.
اصلاً غلطي ناکامي نه ده، بلکې د لاسته‌راوړنو په لار کې قربانیو ته غلطۍ ویل کېږي، ځکه د تېروتنو جبران کېدای شي موږ تر خپل منزله ورسوي، خو ناکامي بیا داسې نه ده.
ماته «ناکامي» داسې وار درکوي چې نه به یې په ټول ژوند هېر او نه تکرار کړې. دې ته په پام چې په ناکامي کې ګټه نغښتې او د ژوند مهمې زده‌کړې ځنې کېږي.
لومړۍ زده‌کړه چې له ناکامي لاس‌ ته راځي هغه تجربه ده. څه واقع کېږي کله چې موږ له ناکامي سره مخ یو؟ کله چې له یوه پړاوه تېرېږو؛ نو له هغه څخه په خپله تجربه لاس ته راوړو. دا له موږ سره مرسته کوي چې د ژوند په هکله ژور فکر وکړو او ژوند ښه درک کړو. هغه تجربه چې له ناکامي لاس ته راځي خورا ارزښتناکه ده.
تجربه زموږ مغز داسې عیاروي چې شیان حقیقي وګورو او زموږ راتلونکی ژوند اصلاح کوي، خو په دې شرط چې په قوي عزم او سالمې مفکورې وار وار د مقابلې او بریا ډګر ته مخه کړو.
له ناکامي سره تاسې لومړی لاس پوهه تر لاسه کوئ. له دغې پوهې سره ستاسې راتلونکې ناکامۍ دفع کولای شئ. هيڅ شی نه‌شې کولای د ړومبي لاس ارزښتمنې پوهې ځای ونیسي.
کله چې ټامس ایډیسن تقریبا ۱۰۰۰۰ ځله له ناکامۍ سره مخ شو، تر څو د برېښنا یو ګروپ جوړ کړي، په هرې ناکامي سره هغه دغه پوهه تر لاسه کړه چې هغه ستونزه حل کړي او پر مخ ولاړ شي.
د هغه لاسته‌راوړنه د ټولو هغو کوښښونو وجه وه چې بالاخره وتوانېد بریالی شي. یو تر ټولو مهمه زده‌کړه چې د ژوند له ناکامیوو یې زده‌ کوو هغه ارزښت دی. په حقیقت کې ارزښت د کامیابي په زړه کې ځای لري او د ارزښت نشتوالی د ناکامي بنسټیزه ستنه ده.
که په تېرو ناکامیوو فکر وکړئ، په دې فکر وکړئ چې څومره ارزښت مو د مېز سر ته راوړی. ایا کولای مو شول چې نور ارزښت ورکړئ؟ ایا دغه ارزښت د ناکامي مخه نیولای شوه؟ هر کله چې دا زده کړئ چې یو ارزښت څه شی دی او دغه هر کله ترسره کړئ؛ نو حتمي بریالي کېږئ.
په ژوند کې ناکامي دا مرسته کوي چې موږ انعطاف پذيري زده کړو. څومره چې له ناکاميو سره مخ کېږو، هغومره بدلېږو. که غواړو چې لویه کامیابي وګټو؛ نو باید انعطاف پذیري زده کړو، ځکه که چېرې دا په ذهن کې ولرو چې په اوله هڅه به بریالي شو؛ نو خپل ځان د خطرناکې ناکامي درد ته چمتو کړئ.
د انعطاف پذیري دغه ځانګړنې موږ سره د ژوند په هره برخه کې مرسته کوي. هر کله چې د کامیابي لپاره پلان جوړوو، هدف به مو بریالیتوب وي. دا غلطه خبره ده چې کامیابي به په یو شپه کې راشي، نه د دې لپاره ډېر کار او ډېر زیار ته اړتیا ده.
هر کله چې له ناکامي سره مخ کېږو؛ نو د یو بالغ او سالم انسان په حيث پرمختګ کوو. موږ د ژوند په ژورو ماناوو پوهېږو او دې حقيقت ته رسېږو چې ولې دغه کارونه او هڅې کوو. د انسان ژوند فطرتاً داسې جوړ دی چې باید پرمختګ پکې وکړي. له جینټیکي فایبره نیولې چې يو ټوټه غوښه پر انسان بدلېږي بیا تر هغه چې په ټولنه کې ژوند کوي د پرمختګ بنسټ دی او دا وړتيا يوازې په انسان کېږي اغږل شوې ده.
له پرمختګ پرته، د ژوند په هيڅ ډګر کې وړاندې نه‌شو تلای؛ نو که ناکام شوئ، پوهه مو زیاتېږي؛ که ناکام شوی پرمختګ به وکړئ، که ناکام شوئ، تجربه مو زیاتېږي؛ که ناکام شوئ، انعطاف پذیره عادت کېږئ او بالاخره که ناکام شوئ، ښه ژوند کول به زده کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply