پایداره سولې لپاره د غني قاطع دریځ او بریالی مخکې تګ

0 614

-لیکوال: ډاکټر عبدالفتاح خاکسار

د ۲۰۱۴ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې واک ته د ولسمشر غني له رسېدو سره د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره د سولې ټېنکښت او د سولې خبرو پیلدو ته تر پخوا هیلې ډېرې شوې او ښاغلي غني هم ملت ته په خپلو خبرو کې په څرګنده توګه وویل، چې حکومت یې تر پخوا د سولې خبرو پیلېدو ته جدي او ترې د مثبتو پایلو ترلاسه کولو ته خوشبین دی.

د واک په لومړیو ورځو کې یې د خپلو کمپایني ژمنو د ترسره کولو د یوې برخې په ډول د فساد او مفسدینو د نیولو لپاره مټې رابډوهلې او د کابل بانک د میلیونونو ډالرو د فساد قضیه، چې د ښاغلي کرزي د حکومت له لوري د هېر تورو تیارو ته غورځول شوې وه، راتازه او عاملین یې له محاکمې وروسته زندان ته واستول شوه، تر دې چې د دې قضیې یو لوبغاړی په زندان کې ومړ. د فساد د دغې سترې قضیې پرضد د ولسمشر غني اقداماتو خلک د هېواد د راتلونکي رغېدو ته تر پخوا څو چنده امیدوار کړل او غوښتنه یې دا وه، چې مخالفینو سره ژر تر ژره د سولې خبرې اترې پیل شي.

د ولسمشر غني یادو اقداماتو د سولې خبرو ته هم زمینه برابره کړه او د دولت وسله والو مخالفینو درک کړه، چې غني په خپلو پرېکړو کې جدي دی او طالبان کولای شي له نوموړي سره یوې مثبتې نتیجې ته ورسېږيٍ. نوي رامنځته شوي حکومت هم هیله لرله، چې سوله ژر تر ژره ټینګه او د افغان ولس د نورې وینې توېیدنې او د وطن د ویجاړېدو شومه ډارمه پای ته ورسېږي.

د دولت له وسله والو مخالفینو سره حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر ښه کړنلاره غوره کړې وه، ده باور درلود، چې طالبان ځانونه افغانان او د دې خاورې اوسېدونکي ګڼي، نو پرته له کوم قید او شرطه به سولې ته غاړه کېږي، خو له دې ډلې سره د سولې د مذاکراتو پیل وښوده، چې مشران یې په خپل واک کې نه دي او د نورو هېوادونو په اشارو چلېږي او لارښوونې یې هم دوی ورکوي.

ولسمشر په ځلونو په خپلو خبرو کې وویلي، چې حاضر دی طالب مشرانو ته د افغانستان په هر هغه ولایت کې چې دوی یې غواړي دفترونه پرانیزي او د سولې خبرې مخ پر وړاندې بوځي، خو طالبانو نه یوازې دا، چې دا خبرې یې ونه منلې په غبرګون کې یې د پلازمینې کابل سربېره د هېواد په نورو ولایتونو کې خورا خونړي بریدونه ترسره او ډېری بې ګناه افغانان یې شهیدان او کورنۍ یې د ویر پر ټغر کېنولې.

په روسیه، پاکستان، چین او قطر کې له دې ډلو سره خبرې او اوږده مذاکرات وشوه، تر دې چې له دې ډلې سره د غني د حکومت پینځه کاله د سولې رامنځته کولو په نیت تېر شوه، خو دوی نه یوازې دا، چې له افغان دولت سره د سولې په اړه خپلواک دریځ نه درلود بلکې د نورو هېوادونو فرمایشي او نامشروع غوښتنې یې افغان حکومت د خپلو شرطونو په توګه وړاندې کولې. دا کار یې په لوی لاس کاوه او په دې کار سره یې افغانانو ته دا ښودله چې موږ سوله کوو خو حکومت یې نه مني حال دا، چې د سولې په اړه د طالبانو په نیت کې له پخوا شک او حتی شکونه موجود وو.

ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې په خبرو کې له ډېرې نرمۍ کار واخیست او لا یې هم اخلي، تر دې چې د سولې د تینګښت لپاره یې دې ډلې ته خورا عادي شرطونه کېښودل، خو دوی طالبانو  زموږ د تاریخي او قسم خوړلو دښمنانو دافغانستان د یو ځل بیا ورانونې فرمایشونه او شرطونه رامخې ته کړل، چې موقت حکومت، د ټاکنو ځنډول، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له منځه وړل او د افغانستان د بهرني سیاست واکي پاکستان ته سپارل یې عمده شرطونه وو، چې حکومت او ملت ته د منلو وړ نه وو.

له امریکایانو، روسانو او پاکستان سره د دې ډلې پټې خبرې اترې او د افغانستان په خاوره او ولس نورې ناوړه او تباه کوونکې معاملې هغه څه وو، چې طالبانو د سولې پر وړاندې د خنډونو جوړولو لپاره د ابرازو په توګه وکارول.

له امریکا سره د افغان سولې په اړه د طالبانو وروستی هوکړه لیک، چې متن افغان حکومت سره شریک نه شو او طالبانو دډېر امتیاز اخیستو لپاره په کابل کې دوه ډېر خونړي بریدونه وکړل د ټرمپ غصه راوپاروله او د طالبانو له تروریستي ډلې سره یې د سولې په اړه هر ډول خبرې اترې وځنډولې او قطر ته یې وویل، چې د دې ډلې مشرانو ته له دې هېواده د وتلو اجازه ورنه کړي.

ولسمشر غني هم د دې ګونګ او مبهم تړون سره د مخالفت په بدل کې امریکا متحدو ایالتونو ته خپل رسمي سفر لغوه کړ او طالبانو سره د سولې خبرې د وخت ضایع وګنله. ولسمشر غني او ملت دواړو د ټاکنو په ترسراوي او بیا د سولې په خبرو تاکید کاوه، خو طالبانو نه منله او غوښتل یې د سولې د خبرو په بهانه د ټاکنو مخه ونیسي د ډاکتر نجیب الله د حکومت په څېر د واک خلا رامنځته او شته نظام او لاسته راوړنې د سترګو په رپ کې له خاورو سره خاورې او زموږ تاریخي دښمنان خپلې شومې موخې ته په رسېدو کې بریالي کړي.

ولسمشر غني سره د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم همغږی شو او د ټاکنو ترسراوی یې د افغانستان د ټولو ستونزو د حل کیلي وګنله. ملت هم د ټاکنو پر ترسراوي تاکید کوي او ټرمپ او د سعودي پاچا ملک سلیمان هم غني سره په خبرو کې د ټاکنې د افغانستان د ستونزو د حل یوازیني لار بللې وه.

افغان ملت او نړیوال اوس د ولسمشر غني تر شا ولاړ دي او تاکید کوي، چې ټاکنې ترسره شي او د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره د سولې خبرې پیل هم په نوې فضا کې پیل شي.

موږ باوري یو، چې د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره به د طالبانو په دریځ کې هم بدلون راشي او سوله به د ملت د یوه مشترک ارمان په توګه مثبتې نتیجې ته رسېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply