امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو ساتونکي

0 884

مطیع الله سحر-

 

د افغانستان امنتي او دفاعي ځواکونه تل له خپل ولس څخه په مېړانې سره دفاع کوي. دوی تل په دې هڅه کې وي چې څنګه د ولس او د هیواد په خاطر د دښمن پر وړاندې  مقاومت وکړو تر څو مو نه هیواد ته او نه هم ولس ته ذره تاوان ورسېږي. دوی په خپل زیار او کوښښ سره همېش د دښمن په مقابل کې مقاومت کړی. دښمن یې مات کړی، دښمن یې مخ توری کړی، دښمن ته یې د دې اجازه نده ورکړې چې هغه مخ پر وړاندې لاړ شي او مونږه مات کړي د سر په قېمت ورسره جګړه کوي او ماتوي یې.

تېره ورځ مونږه او تاسو په خپلو سترګو وليدل چې همدغو امنیتي او دفاعي ځواکونو د هغو سرزورو مخه ونيوله چې غوښتل یې د شهید اونۍ د لمانځلو په پلمه په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ګډوډي رامنځته کړي. خو دوی په خپل پلان کې بریالي نشول. دوی د شهید اونۍ په دا ډول لمانځله چې په دې ورځ باید د هیواد شهیدانو ته ټول ولس دعا وکړي، خو د دوی دې بې نظمي چې ولس ته یې سر خوږی جوړ کړی ،  له خلکو یې شهیدان هم هېر کړل چې دوعا ورته کړي.

دوی د کابل په لويو څلور لارو کې له وسلو سره راوتي ول، خپلې موټرې یې د احمد شاه مسعود په عکسونو باندې پوښلې وې او هر ډول وسلو باندې یې ځانونه سمبال کړي وو او هوايي ډزې یې کولې چې په اکثره کورونو کې یې عام ولس په عذاب کړي و. ځينې د دوی په هوايي ډزو کې زخمیان شول. د دوی له ډلې څخه یو یې  د هیواد زړور امنیتي ساتونکي باندې ډزې وکړې چې هغه زړور عسکر یې را شهید کړ.

خو زمونږه امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا د دوی پر وړاندې ونه وېرېدل. او پرته له کومې وېرې د هغوی مخه ونیوله. او زیات هغه کسان یې هم د قانون منګولو ته وسپارل کومو سره چې په لاس کې وسلې وې او د ښار نظم یې خرابولو. هغوی یې ونیول او باور دی چې له دوی څخه به څېړنې کېږي او د دغو خپلسریو سزا به ویني، ځکه چې امنیتي او دفاعي ځواکونه هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د ښار او ښاریانو نظم او ارامي ته صدمه ورسوي او دغسې خودسرانه او غیرقانوني کړنې ترسره کړي چې د نورو د نارامۍ او مزاحمت لامل وګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply