ولې ځان ته هدف او بېلګه شخصیتونه ټاکو؟

0 715
شیروان ودان-

 

 لومړۍ غواړم چې لنډ درته شخصیت، هدف او ژوند په ماناګانو رڼا واچوم او ورپسې به په دې وغږیږو چې؛ ولې ځان لپاره هدف او بېلګه شخصیتونه ټاکو؟
د دې عنوان ټاکل ځکه مهم بولم چې ډیری افغانان ورسره بلد نه دي که بلد هم دي.
شخصیت پېژندنه:
شخصیت د یوه فرد مهارتونه، امېدونه، احساسات، عادات، اخلاق، افکار، نظریات، کړه، وړه داخلي او ظاهري عوامل که مثبت وي او یا که منفي وي تر څېړنې لاندې نیسي.
ژوند څه دی؟
د افلاطون په اند “ژوند د زده کړې لپاره دی او هر انسان بايد د زده کړې وروستي پړاو ته ځان ورسوي او همدا شان بايد په ټولنه کې تر ټولو ښه اوسيږي او ښه اخلاق ښه ژوند دی”.
ژوند همداشان بډای، سالم، شهرت، قدرت او ازادي ده چې انسان ته يې ورکړی دی او انسان بايد ترې ګټه واخلي تر څو د ژوند په مانا پوی شي.
د افلاطون په اند ژوند د زده کړې لپاره دی او هر انسان بايد د زده کړې وروستي پړاو ته ځان ورسوي او همداشان بايد په ټولنه کې تر ټولو ښه واوسيږي او ښه اخلاق ښه ژوند دی.
ارسطو، چې د افلاطون شاګرد و، وايې چې: “د ژوند په اړه فکر کول يو ټولنيز علم دی نه خاص لکه د رياضي چې په فورمولونو ثابت کيدای شي. ارسطو وايې چې د ژوند علم ټولنيز دی او هر څوک ورته د بيلا بيلو اړخونو ګوري او هر انسان چې کار کوي بايد داسې کار وکړي چې پايله يې ښه وي ځکه ژوند هم ښه دی او مانا يې هغه کسان چې په ټولنه کې ښه کوي تر لاسه کولی شي”.
هدف څه دی؟
خیال ستانکزی هدف په دې اړه وایي چې: “هدف هغه پټ راز او رمز دی چې یو څوک یې د خپلو هیلو د رسیدلو لپاره ټاکي. هر انسان د ژوند کولو ترڅنګ نړۍ ته د یوه هدف لپاره رالیږل شوی، تر څو په خپل ژوند کې هدفونه ولري او دې هدفونو ته د رسیدلو لپاره ډول ډول تګ لارې انتخاب کړي، بریالي کسان هدف ته د رسیدلو لپاره له ځان سره پریکنده تعهد کوي، تعهد هدف ته رسیدلو یوه غوره وسیله ده، د رسیدلو لپاره یې له اغزن تار او له شلیدلي پاړه تیریږي.
همدا شان هدف ته د رسیدلو لپاره قوي هوډ او ارادې ته اړتیا ده،کله چې د یوچا هوډ او اراده کمزوري وي نشي کولی چې خپلې موخې ته په اسانئ سره ورسیږي،داسې څه نشته چې امکان دې ونلري،خو پخه اراده مهمه ده”.
که وغواړو چې په ژوند کې بریالي او سیالو سره سیال واوسو نو لازمه ده چې؛ په ژوند کې موخه او ورپسې یو ایډیال کس د الګو په حیث وټاکو. ځکه دا به زموږ په ژوند، هڅو او منډو ترړو کې یو رغنده او ښه اغېزه ولرلی شي. په ژوند کې ستر هدف، ارمان او لرلیدونه د ځان لپاره ټاکل ددې باعث کیږي چې، موږه وهڅیږو، لوړ فکر وکړو او له ټیټو فکرونو مخه ډب کړو. د لوړ هدف ټاکل موخه دا ده چې موږ ته د رسیدو معیار راکوي، ترڅو ددې هڅه او هاند وشي چې ور ورسیږو او د دې ترڅنګ ژوند د اهدافو په لرلو سره مانا پیدا کوي، د دې اهدافو تر لاسه کولو لپاره ټینګ عزم او مبارزې ته اړتیا لیدل کیږي ترڅو خپلو اهدافو ته په اسانۍ سره لاره پیدا او ځانونه ور ورسوو. لکه یو عالم چې وایي: د ځان لپاره دومره لوړ اهداف وټاکه ترڅو خلک ستا په اهدافو پورې وخاندي. خو دا کار هلته یقیني او باوري کیدلی شي چې ځان لپاره ښه الګو ولرو.
د یو اباد او سرلوړي افغانستان په هیله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply