امنیتي ځواکونو ته د اطلاع ورکولو ښېګڼه

0 704

غلام جیلاني ځواب-

په دې کې شک نشته چې دا مهال وطن له سختې ناامنۍ څخه کړېږي او د دغې ناامنۍ عاملین وسله وال طالبان، تروریستان او داعش دي، ځکه نو دوی  معلوم دي. موږ او تاسو وینو چې دوی هم د ولسونو په منځ کې پټ دي، هم هلته خپله ګوزاره کوي او هم د دوی د تروریستي بریدونو زیاته صدمه ولسونه ویني، نو په دې خاطر باید ولسونه له هوش څخه کار واخلي او هر چېرې چې د دغو تروریستي ډلو افراد ویني، نو سملاسي دې امنیتي مسوولینو ته خبر ورکړي.

امنیتي ځواکونو ته د اطلاع ورکولو تر ټولو لومړۍ ښېګڼه داده چې دوی به د خپلو هیوادوالو ژوند ژغورلی وي او د قران ایت دی چا چې د یو مسلمان ژوند وژغوره، نو لکه ټوله نړۍ یې چې ژغورلې وي، نو ولسونه باید له دغه الهي امر څخه سرغړونه ونه کړي او نه هم د دغه مهم اسلامي او دیني مسوولیت په ترسره کولو کې غفلت وکړي.

دویمه ښېګڼه یې داده چې ولس به د تروریستانو او وسله والو ډلو له ظلمونو او باج ګیریو څخه نجات ومومي، ځکه موږ خبرېږو چې وسله وال طالبان او تروریستي ګروپونه په کلیو کې په خلکو ظلمونه کوي، پر دوی بېګار کوي، ډوډۍ ورځنې خوري، د عشر او په نورو نومونو ورڅخه پیسې اخلي او لنډه دا چې په دغسې ناوړه کړنو او ظلمونو سره یې ولس تر پوزې رسولی دی. دا سمه ده چې ولس د دوی پر وړاندې بې وسلې او بې دفاع دی، مګر ولس دې د دوی په اړه ژر تر ژره په ډېر خوندي ډول تر ټولو نږدې محلي امنیتي مسوولینو ته خبر ورکړي. که چېرې دغه وسله والې او تروریستي ډلې په دې پوه شي چې خلک د دوی په اړه امنیتي مسوولینو ته اطلاع ورکوي او دوی په هیڅ ځای کې خوندي نه دي، نو دوی به د ولسونو په منځ کې ، په کلیو کې او په بانډو کې شپې او ورځې تېرې نه کړي، ځکه دوی له وېرې له هغو ځایونو څخه تښتي او په دې ډول به هم ولس د دوی له باج ګېرۍ څخه بې غمه شي او هم به د دوی د ورانکاریو، بریدونو او حملو مخه ونیول شي، نو په دې خاطر ولس ته ښایي چې امنیتي ځواکونو ته د اطلاع ورکولو ښېګڼې درک کړي او په همدې خاطر تل له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په اړیکه او تماس کې اوسي او د دغو اړیکو بله ښېګڼه داده چې د دوی هویت خوندي دی او هیڅوک یې په اړه خبر نه وي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply