له امنیتي او کشفي ارګانونو سره اړیکه

0 743

غلام جیلاڼي ځواب

ښايي ډېر هیوادوال، کلیو، ښارونو، لویو لارو او نورو ځایونو کې غواړي چې له امنیتي او کشفي ارګانونو سره په اړیکه کې اوسي او له هغوی سره ځینې موارد او معلومات شریک کړي، مګر له دوی سره لومړنۍ اندېښنه د محرمیت او د خپل ځان د خوندیتوب وي او دویم ښایي نپوهېږي چې څنګه او له کومې لارې دا اړیکه ونیسي.

په لومړي قدم کې د اړیکې محرمیت سل په سلو کې خوندي دی، ځکه چې بې له خدایه او بې له هغه چا چې تاسو ورسره اړیکه کوئ، بل هیڅوک هم ستاسو په اړیکه او دې نه پوهېږي چې له چا سره مو او په څه اړه مو ورسره خبرې کړې دي، ځکه د ملي امنیت عمومي ریاست ژمنتیا همدا ده چې دوی له خپلو اړیکوالو او همکارو هیوادوالو سره خپل دا تعهد ترپایه ساتي چې هیچاته او هیڅ وخت هم د دوی په اړه چاته معلومات نه ورکوي، نو هیوادوال دې بې چوخسه خپل معلومات او مشکوک موارد له دوی سره شریک کړي.

دویم قدم کې د ملي امنیت عمومي ریاست دوه شمېرې اعلان کړي دي، نو په دې خاطر هیوادوال کولای شي چې د اړتیا پرمهال له ۱۰۰۱ او همدارنګه له ۱۹۱۹ شمېرې سره په اړیکه کې شي او د وطن د دښمنانو، مجرمینو او ورانکارو په اړه له هغوی سره معلومات شریک کړي او ژر تر ژره د جرمونو، جنایتونو او د ورانکاریو او بریدونو د مخنیوي په برخه کې نه یوازې له امنیتي او کشفي ارګانونو، بلکې له خپل ځان او هیوادوالو سره همکاري وکړي.

په دغه اړیکه او همکارۍ بیړه او تلوار په کار دی، ځکه څومره چې پر وخت معلومات شریک شي، نو همغومره پر وخت به مسووولین اقدام وکړي او پر وخت د اقدام کولو ګټه داده چې ورانکارو ته د دې فرصت په لاس نه ورځي چې خدای مکړه په کلیو، ښارونو، لویو لارو، جوماتونو، روغتونونو، ښوونخیو، ملکي تاسیساتو او نورو عامه ځایونو باندې تروریستي بریدونه ترسره کړي.

د دغې ولسي اړیکې او همکارۍ یوه بله ګټه داده چې د انسانانو ژوند په کې خوندي کېږي، دښمن ورځ تر بلې د وېرې او یوازیتوب احساس کوي او دغه احساس دښمن دېته هڅوي چې یا بېرته خپلو هغو پټنځایونو ته چې له کرښې اخوا دي ورشي او یا هم چېرې په غرونو او غارونو کې ځانونه غلي کړي. نو په دې خاطر دغه د خیر او نجات په کار کې باید ټول هیوادوال فعال سهم واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply