د بدل نکاح پایله او زیانونه/ عبیدافغان

0 708

عبیدافغان-

د پښتون ټبر یوه بله ستره ننګؤنه چې پۀ ټولنه کې د تاؤتریخوالي بنسټیزه نښه ده هغه (شغار) یا بدل نکاح ده، یاد دود د پښتنو پۀ ډیری سیمو کې عام دی. سره لۀ دې چې پۀ اسلامي نصوصو کې یاد عمل حرام بلل شوی او همدارنګه پۀ عربي قاموس کې د شغار معنا پخښې پؤرته کؤل!؟ د یوې میرمنې دا نو بیا زمونږ او ستاسې پۀ اصطلاح پۀ صراحت ډیره بده ښکنځل ده. زمونږ مقدس دین اسلام پۀ څومره تحقیر او اهانت یاد عمل تعبیر کړی دی.

پایله یې اخر بیا د دوو کورنیو تر منځ د جنګ او جدل لامل شي، بالاخره دواړه کورنۍ پۀ یوې داسې کړنې لاس پورې کړي چې سزا یې بیا دواړه تبادله شوې میرمنې ګوري. نن مو د بدل نکاح لۀ یوې داسې کیسې خبرؤم چې زما د حافظې زیاته برخه یې اشغال کړېده، زما فکر یې کنګل کړی دی، زما د ژبې د خؤځیدا قضاوت یې سکوت کړی دی.

کلونه وړاندې یوه کورنۍ د مرکې (خواستګارۍ) پۀ پار د انجلۍ کورنۍ ته تلله، مرکه د مقابل کور لۀ خوا پۀ بار بار د نۀ پۀ ځواب رد کیدله، د هلک کورنۍ، د انجلۍ کورنۍ هغه د پښتنو پۀ اصطلاح بیخي پوزې ته راوستله اخر د انجلۍ کورنۍ پۀ یوې بلې فیصلې صلاح شؤه، او ددې مرکې شکل ته یې بیخي تغیر ورکړ او د هلک لۀ کورنۍ یې د بدل غوښتنه وکړه…وروسته لۀ ډیرو ناندریو او جنجالونو د هلک کورنۍ یاده غوښتنه مني. دواړه کورنۍ یو او د بل پۀ غوښتنو صلاح کیږي.

وادونه وشؤل د خوښیو سیورو د کلي کور هرې کنارې ته لارې وکړې، دواړه کورنۍ د خوښیو پۀ یوه مجمه راټول شوي ؤ. د کورنیو د ټولو غړو پر مخونو د مسکا لړۍ لۀ ورایه بریښیدې، دا نو هغه ټال ؤ چې د دواړو انجونو د خوبونو او خیالاتو ورک غمي رابرسیره کیدل، هرې ناوې د کورنۍ هره فیصله د خپل ژؤند پۀ قیمت ومنله.

آه یو څو ورځې خوښي وه، خوشحالي وه، د کلي پیغلو د ناویانو صفتونه کؤل، لا داسې یې هم ویل د واده کمیسونه د ناویانو پر وجودونو بیخي زیات زیب او زینت کاوه! چا یې د ویښتو صفت کاوه، چایې د مخونو، چا یې د ښکلا صفت کاوه، ځیني نورو لا داسې هم ویل دواړه جوړې کټ مټ یو لۀ بل څخه ښکلي دي. سړیو هم همداسې د شاه ګانو صفتونه راخیستي ؤ. د اوومې ورځې نمانځلو ته دواړه کورنیو یو د بل کورونو ته حضور راوړ دا نو بیا زمونږ د پښتنو یو بل دود دی. د خوښیو او خوشحالیو یو څو محدودو ورځو پای وموند❗

میاشت بعد د لمړي مرکې زوم د خپلې خور پوښتنې ته راځي، تر څو احوال یې واخلي کله چې کور ته داخلیږي د سلام او روغبړ نه بعد د خپلې خور پوښتنه کوي؟ اوښی یې ورته وایي هغه به خپله کوټه کې وي. کۀ څۀ هم خور پر ورور بیخي زیاته ګرانه وي بیا نو هغه خور چې د خپل ورور د سر سودا شوله.
ورور یې د خور کوټې ته ولاړ غږ یې کړ سلګۍ؟ هې سلګۍ؟
سلګۍ نو پۀ حقیقت کې سلګو راخیستې وه ورور یې د خور ټیټ سر پورته کړ د خور یې پخوانی مخ، مخ نۀ ؤ پاتې سترغلي یې تک تور شوي ؤ، مخ یې پړسیدلی ؤ، د پوزې وینې یې پر سپیږمو وچې شوې وې، ټول وجود یې تغمه تغمه او تک شین شوی ؤ کله چې ورور یې د خپلې خور هفت رنګ مخ، تغمه وجود ولید… نو خور یې لۀ زړه سره ونیوله او د لامل پوښتنه یې ځینې وکړه؟ بس خور یې پۀ سلګو د ډاډ پۀ ځواب وویل هیڅ خبره نده وروره!؟

انجونې ډیرې ضدي وي پۀ اسانۍ حقایق نۀ وایي. ورور یې پۀ غوصه لۀ دې ځایه ځي هلته پر خپلې میرمن د لرګي کوتک ستړې کوي نو خواره میرمن د کوتک مظبوط ګوزار پۀ ککره خوري میرمن بې هوشه کیږي، پر ځمکه غورځیږي، سترګې یې رپیږي، فقط رګونه یې خوځیدل، د ناوې خُسرګنۍ د ناوې د سکوت فریاد ننداره کاوه، دومره عُقدې راخیستي ؤ چې ګواکې زړه یې پرې درد ونکړ، د ناوې سر بیخي قوي ضربه اخیستې وه، خو دوی ظالمانو د کینې پۀ پار د هغې خوارې میرمن ساه بیخي لنډه کړه، ګاونډیانو چې ددوی شور واورید راغلل او کله چې د ناوې بې هوشه، بې حسه وجود یې ولید سم دستي یې امبولانس یا کوم بل نقلیه وسیلې ته ورخیژوي او د صحت عامې پر لور یې وړي کله چې صحت عامې ته رسیږي ډاکتران ترې ټول ګرد تاؤ شي پدې شیبه کې نو فقط او فقط ناوې همدا نارې کوي چې مورې؟ پلاره؟ سترګې داسې لږې پرانیزي لۀ سترګو یې اوښکې داسې ګړندۍ روانې شي سترګې یې پټې شي او د ناوې وروستی اواز فقط د مور او پلار پۀ اوازونو پای مومي او ناوې د تل لپاره لۀ دې نړۍ د خپل ټول کمزوري وجود او د یو وحشت سره لۀ دې نړۍ کډه وکړه. پۀ روغتون کې شور جوړ شو، چغې فریاد ؤ واویلا وه د ناوې د ژؤند کتاب همدلته بشپړ شو.

آه کیسه لا نده بشپړ د بلې ننګونې مو خبر کړم! کله چې د ناوې د مرګ نه پلار مور او ورور خبریږي نو مخکې لۀ دې چې ورور د خپلې کورنۍ سره د خپلې خور مړي ته ولاړ شي ارومرو خپل شا او خوا ته ګوري هیڅ یې نۀ تر سترګو کیږي د دیوال غاړې ته د پلار پر تیره او ناځوانه تبر یې پام شي، تبر رواخلي او د خپلې کوټې پر لور روانیږي هلته نو سلګۍ هم ژاړي سترګې لۀ اوښکو ډکې وې، لۀ ګریوانه یې اوښکو داری کولې ناځوانه خاوند لۀ شا پرې د تبر ګوزار وکړ آه د سلګۍ یو لاس پرې شو، وینو یې د کوټې پر درشل ویالې جوړې کړې، بل تبر یې پر سر ووهله وجود یې ورته کنډو کنډو کړ پۀ نیم وجود یې همدا غږونه کؤل ما مۀ وژنه زما ګناه څۀ ده؟ اخر د سلګۍ د ژؤند بد داستان دلته پای وموند سلګۍ یې هم ووژله.

د بدل قیمت همدا ؤ، بله هیڅ کورنۍ به زۀ وایم دې ته تیار نشي چې دواړو درنده او وحشي زومانو ته خپله لکه خاپیرۍ لور ورکړي. دا کورنۍ همدلته د وحشیانو پۀ څیر کلي ته وپیژندل شوه پایله یې بیخي زیاته دردونکی وه. د کلي هر وګړي ځیني نفرت کاوه.

سر به مو نۀ پۀ درد کؤم دا شیبې نو داسې وې لکه محشر، رب ولې د محشر غیږ لۀ موږ تاؤه نکړه، ولې یې دا نړۍ نسکوره نکړه، ولې زلزلې ونۀ شوې؟ ضرور به شوې وي، دا چې دومره بدبخته او د مرګونو، دردونو، مصیبتونو ښکار د پښتون ټبر دی. زۀ وایم لامل به یې همدا وي ځکه رب متعال لۀ مونږ د بدو دودونو قصد اخلي، د دواړو ناویانو د هر فریاد او فغان قرض به پښتون ټبر پرې کوي ځکه پښتون پر الهي خلقت ملنډې او پسخند وکړ، د انسانیت شعاع یې ترږمۍ کړه دوه دنګې ځوانیانې یې پۀ ډیر ظلم او ستم ونړولې.

هیله مې لۀ کورنیو دا ده د بدل نکاح پایله همداسې وي خایي پۀ ځینو کورنیو کې ښۀ پایله ولري اما بدل حرام دی، حرام دی، الهي ذات ته یاده اړیکه د منلو وړ نده. او همدارنګه د ولور، پۀ بدو کې د انجونو ورکؤل د کورنیو حیثیت، ابرو، وقار او شان لۀ منځه وړي.

پۀ اخره کې دا هم وایم اوس هم وخت لرو ټال لۀ مونږ ندی تللی بلکې هره ثانیه او دقیقه یې نیولای شو او لۀ بدو کړنو مخه پۀ ښۀ فکر او سوچ ډپ کولای شو. تر څنګ یې ددې ټولو مصیبتونو د محوه کیدلو لپاره بنستیز بدیل تعلیم دی چې پۀ اساس یې مونږ سالم او محمدي ژؤند ته سؤق کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply