د انتخاباتو له نظامي او سیاسي مخالفينو ځواب غواړو!!!

محمد آصف ننګ

0 731

د انتخاباتو له نظامي او سیاسي مخالفينو ځواب غواړو!! صرف او صرف دوی دې ولولې!

محمداصف ننګ

ملت يو څو پوښتنو ته څرګند او منصفانه ځواب غواړي نه د يوې ملي پروسې سبوتاژ، هغه هم په صفري ساعت کې. بايد تشريح شي چې څنګه انتخابات د سولې په وړاندې “خنډ” دی؟ پداسې حال کې چې د نظام وخت پوره شوی حتی شپږ مياشتې د سولې د مذاکراتو په تمه یی دوره هم تمديد شوه. دا تمديد په ډير لوړ قیمت تماميدای شوی، هغوی چې ويل د یوې ورځي لپاره يی نه منو او دوام یی فرا قانوني دی او …

اول خو د حکومت او انتخاباتو وخت غځول یا بدلول د اساسي قانون له مخې نا شونی او له سختو خطرناکو عواقبو سره مل تصمیم دی، دویم دا چې د داسې متفق عليه پريکړي لپاره يوه قوی نماینده اجماع لازم ده، دريم دا چې د دي تصميم مرجع به کومه وی؟ نړيواله ټولنه؟ ملل متحد؟ که زمونږ ستره محکمه؟ زمونږ د محکمې پريکړه خو هم سیاسیون نه مني! هغوی چې د حکومت د تمديد په ځای شديدا د سرپرست حکومت خبري کولې، ایا د بيا تمديد لپاره به غاړه کيږدي؟ ولې زمونږ سیاسیون دغه اساس خاموي؟ د چا لپاره؟ ايا پرې ارزي؟ ايا کومه اميدوارې موجوده ده؟

که څه هم هيڅ تصمیم او هڅه انتخابات نشې بدلولی، انتخابات بديل نلري، سبا ولس خپله اراده تمثیلوي ځکه نو دې وخت کې د سیاسیونو غوښتنې منطق او ملاتړي نلري. خدای مکړه د مشروع او منتخب حکومت په نه شتون کې به د تمديد شوې حکومت پريکړې او په خپله د ده شوکت او رسوخ هم کم اعتباره وي.

پوښتنه دا ده چې اوسنۍ اوضاع او شرايطو ته په پام ایا معقوله ده چې د “مشروع اقتدار” په غياب او نه شتون کې، د سولې په څير يوه پیچلې او له جنجال ډکه موضوع او په اړه يې مباحث د يوې کم اعتباره ادارې لخوا پر مخ يوړل شي؟ آيا ددې کور بې مالکه کول او نظام بې نظمه کول کوم منطق لري، بيا په کوم دلیل او کوم بدیل؟ منم له طالب سره سوله ډيره زياته مهمه ده، اما د ۳۴ ميليون افغانانو سیاسي سرنوشت هم شرعا او هم قانونا مهم دی، دا “معقول” خو د هغه بل “مجهول” لپاره نشي قضا کيدای.

د طالبانو موقف څه ده؟ سوال دا ده چې طالبان څه وخت سوله او اوربند کوي؟ يو کال ورته انتظار وکړو، شپږ مياشتې، دوه کاله که څومره؟ لا تر اوسه خو دوی له امريکا سره خپلې چنې ندې خلاصې کړي او نتیجي ته ندې رسیدلې; نو د افغانانو سره به يی د خبرو وخت کله وی؟ دوی خو د افغانانو له “منتخب او نماینده نظام” سره خبرې رد کړې، نه يی مني او نه ورسره خبري کوي نو په کوم اميد ملت ورته منتظر او انتخابات معطل شي؟

طالبان خو د قدرت خلا غواړې چې دا سیاسیون څه غواړې؟ دوی که له انتخاباتو پرته کومه بله قانوني، منطقي، او عملي نسخه لري هغه څه شی ده؟ لطفا دې ځوريدلې هر دم شهيد ملت ته ګمراه او ګيچ کونکې تشویشونه مه رامنځ ته کوئ! که څه هم طالبان په ايديولوژیک لحاظ د نظام د رهبرۍ لپاره په انتخاباتو، د خلکو رایو ته مراجعه او پر ديموکراتيکو اصولو باور نلري، دوی به تر پایه د غلبې او وسلې په وسیلې مبارزې ته دوام ورکړې ځکه نو لازمه نده چې دغه “نغد” هغه بل “نسئ” ته موکول کړو.

اما؛ ايا مؤقته اداره غواړئ؟ هغوی چې ولس مؤقته ادارې ته اميدواره کوي، په حقیقت کې يوې خطرناکې لوبې او ازمون ته ملت او وطن ورټيل وهي. مؤقته اداره به څوک جوړوي؟ په ترکيب کې به يی څوک وي؟ صلاحیتونه، کاري حدود او اساسی کرښې به ورته څوک ټاکې؟ د کوم قانون له مخې؟ چاته به ځواب ورکوي؟ څوک به يی د دوام او اجرااتو ضمانت کوي؟ د کوم مدون سند له مخې به په ملی او بین المللی کچه ورته اعتبار ورکول کيږي؟ ځکه دوی خو د ولس منتخب استازې ندې نو د واک مشروعیت به یې د څه شي له مخې ټاکل کيږي؟

ایا له طالبانو سره خبري او حتی يوې نتيجې ته رسیدل کولی شي په وطن کې سوله تامين کړې؟ ايا دوی عجالتا د افغانستان همدا موجوده پرمختګونه، بدلونونه او اساسات منلې شي؟ خدای دې وکړې چې په دوی کې مناسب مثبت فکري بدلون راغلی وي.

که فرضا ځواب مثبت وی بیا هم په اوس وخت کې تر ټولو بهتره او غوره دا ده چې حکومت او د مشروع قدرت ډکه او د امام د ټاکنې واجب د انتخاباتو له لارې تر سره شي، یواځينۍ بهتره، اسلامي او قانونمنده طریقه د میلیونونو افغانانو د مستقیم مشارکت او بيعت له لارې د ولسمشر ټاکنه ده چې په معاصرو سیاسي ادبياتو کې ورته انتخابات وایی، انتخابات کاملا د افغانانو مال ده، د ملت ازاده اراده صرف او صرف د انتخاباتو له لارې تمثيل کيدای شي.

د منتخب نظام نقش او اعتبار سوله د یوه پياوړې منتخب نظام لارې ښه پر مخ تللی شې که د يوې بې اعتباره څو قطبې، مجبوره، نا منسجمه، متزلزله او وابسته موقته ادارې لخوا؟؟؟ د سولې پروسه يواځې یو با اعتباره، قوی او قانونمند مردمي نظام بریالۍ شي، وسلوال مخالفین خو ځکه انتخابات سبوتاژ کوې چې د موجوده حالت دوام غواړې، دوی د قدرت خلا غواړي تر څو له کړکيچنو حالاتو اعظمي ګټه پورته کړې، دوی پوهيږې چې تر انتخاباتو وروسته به له يوه غښتلې حکومت سره مخاطب وی، دوی پوهيږي چې له انتخاباتو او منتخب نظام سره د دولت مشروعیت مجددا لوړيږې، منتخب نظام د افغانستان نیکمرغي تضمینولی شي، یواځې او یواځې منتخب حکومت خلکو او نړۍ ته رسمي اعتبار لري او په همدې توګه یې کړنې او پریکړې قانوني اعتبار لري، ځکه نو لازم او واجبه ده چې په انتخاباتو کې پراخه او قاطع ونډه واخلو او وطن لا زیات ثبات، سولې او سوکالۍ ته ورسوو، د سولې داعيه برحقه ده خو ډيره درنه او څو اړخيزه معامله ده، دا داعيه هغه وخت منزل ته رسيدای شي چې قدرتمن او د پوره صلاحيت لرونکی نظام له مخالفینو سره پر میز مخاطب وی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply