ټولټاکنې او د راتلونکي حکومت مشروعیت

0 598

ډاکټر عطاالله زیارمل-

د ټولټاکنو قانون ټول ولس ته چې شرايط پوره کړي حق ورکړی چې خپله ځان نوماند کړي او هم د خوښې وړ نوماند ته خپله رایه ورکړي. د رایې ورکولو او هم د ټولټاکنو لپاره باید کمیسیون د خپل طرز العمل له مخې د رڼو او عادلانه انتخاباتو لپاره شرايط وټاکي او د هغو شرايط سره سم باید رایه ورکونکي خپلې رایې واچوي. حکومت باید د ټولټاکنو لپاره امنیت برابر کړي او که خلک په ټولیزه توګه ټولټاکنې تحریم نه کړي نو بیا په ټولټاکنو کې د ګډون کوونکو شمېر نه دی ټاکل شوی. داسې نه ده چې که زیات شمېر خلک ګډون و نه کړي نو راتلونکی حکومت به مشروعیت و نه لري. په روښانه ټکیو کې باید وویل شي چې د دې ټولټاکنو له لارې راتلونکی حکومت خپل مشروعیت لري او هیڅوک حق نه لري چې د خلکو رایو ته سپکاوی وکړي.

په دې ولسمشريزو ټاکنو کې هم د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون خلکو ته د رایې ورکولو شرايط مخکې له مخکې روښانه کړي و چې که څوک غواړي په ټولټاکنو کې ګډون وکړي نو باید له خپلې تذکرې سره د نوم ثبتولو مرکزونو ته ورشي او د ټولټاکنو د ګډون لپاره نوم وليکي او هم په خپله تذکره یو ځانګړی سټیکر ولګوي ترڅو د همدې سټیکر له مخې معلوم شي چې یو کس په درغلۍ سره دویم یا درېیم ځل رایه ور نه کړي. له دې ور هاخوا د ټولو احتمالي ګډون کوونکو بایومیټریک معلومات خوندي شوي و او هم یې نومونه د رایې ورکولو په مرکزونو پورې محدود شوي و ترڅو د هر ډول تقلب مخه ونیول شي.

هغو کسانو چې د هېواد لپاره یې هیڅ پلان نه درلوده او کمپاین په ترڅ کې یې کومه طرحه نشوای توضیح کولی نو د خپل کمپاین پر ځای یې د تقلب او درغلیو په اړه د ولس اذهان مغشوشول غوښتل. آن له ټولټاکنو څخه یې یوه اونۍ وړاندې هم د مناظرې لپاره نه بلکې د نورو د توهین لپاره مټې رانغښتې وې. همدې جنابانو غوښتل چې د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي او د تقلب او درغلیو پړه یوازې پر ولسمشر واچوي چې د دوی په وینا حکومت تقلب ته زمینه برابروي،‌ په کوم حکومت کې چې همدا جناب (!) پنځوس په سلو کې ونډه لري.

په ټولټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره اصلي لار د الیکترونیکي تذکرو ویش و او د هغو له مخې د ټولټاکنو ترسره کېدل، خو له بده مرغه همدې جنابانو د خپلو ګټو لپاره او یا هم د خپلو بادارانو په اشاره دغه ملي پروسه له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړه. د دې لپاره چې دغه ملي پروسه په تېرو پنځو کلونو کې ښه پر مخ تللې وای اوښايي تر دې مهاله سر ته هم رسېدلې وای خو په لومړي سر کې د قوم د نوم د ذکر کولو په بهانه او بیا چې کله ولسمشر فرمان توشیح کړ د دې په بهانه چې د افغان نوم به په تذکره کې نه لیکل کېږي دغه حیاتي پروسه قصداً وځنډول شوه، نو همدا وجه ده چې د کمپاین پر مهال ولسمشر هم اړ شو چې ووايي:(اجرائیه ریاست یوازې چېلک اچولی نور یې څه نه دي کړي).

بل لور ته که ځیر شو نو د ملي یووالي د حکومت له اول کال څخه راهيسې د ټولټاکنو د کمیسیون په جوړښت باندې پرلپسې نیوکې د همدې جناب (!) له لوري کېدې او ان تر دې چې ولسمشر ومنله چې ټول نوماندان به د کمیسیون غړي په مساویانه رایو سره وټاکي ترڅو ټولو لوریو ته د منلو وړ وي. پرېکړه دا شوې وه چې ټول نوماندان به د ټولټاکنو د کمیسیون په جوړښت او بې پرې توب باندې له دې وروسته نیوکې نه کوي او نه به د دغې ملي پروسې اعتبار ته زیان رسوي. خو متاسفانه اوس ګورو چې د کمیسیون په کارونو باندې هم نیوکې کېږي. په حقیقت کې د ټولټاکنو کمیسیون د غړو په انتخاب او هم د ټولې پروسې د تنظیم او ترتیب په برخه کې ټولو نوماندانو خپله مساوي ونډه درلوده، خو اوس یوازې د دې لپاره چې خلکو رایه ور نه کړه نو ډول ډول پلمې کوي او کوښښ کوي چې د کمیسیون په چارواکیو باندې هم شک وکړي.‌ خلیلي صیب خو په خپلې مرکې کې په روښانه ټکیو کې دغه تورونه ولګول چې هغه هم د همدې نوماند کلک ملاتړی دی.

د ځینو سیاسیونو بې باکانه څرګندونې وې چې د خلکو تر منځ یې د ټولټاکنو پروسه بې اعتباره کړه. هغه هم د دې لپاره چې خپل امتیاز تر لاسه کړي، په همدې پار یې خپلې دواړه پښې تېر ځل یوې موزې کې کړې او د نړیوالو دریمګړو په وساطت یې ځان د پنځو کلونو لپاره د ولس په اوږو سپور او له بیت المال څخه یې ځان ته د نیم حکومت بودیجه بېله کړه. دا چې په دې ټولټاکنو کې د خلکو حضور پیکه و، یو علت یې هم دا و، چې دغو سیاسیونو د ټولټاکنو پر نتایجو مسخرې وکړې نو همدا وجه وه چې خلک زړه توري شول او د ټولټاکنو او د خپلو رایو اهمیت ور ته پیکه ښکاره شو او نه یې غوښتل چې بیا کوم دریم ګړی راشي او پر بایلودونکي نوماند د ټولټاکنو پایلې ومني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply