په سیمه ییز یو ځايوالي کې د افغانستان رول

0 841

محمد داود نیازی-

سوداګري زموږ په لرغوني هيواد کې اوږد تاريخ لري په ډيرو لرغونو زمانو کې افغانستان د وريښمو لويې لارې په اوږدو کې پروت و چې ختيځ او لويديځ يې سره تړلي ول. له 1920ميلادي کال څخه مخکې د هيواد سوداګرو خپل سوداګريز توکي د ننګرهار له لارې پيښور ته او له هغه ځايه کراچۍ ته ليږدول او د بيړۍ په وسيله يې نورو هيوادونو ته صادرول. په 1920 زیږدیز کال کې د بريتانيا د همکارۍ نه کولو له امله افغانستان اړ شو چې د خپلې سوداګرۍ لوری د پخواني شوروي اتحاد خوا ته بدل کړي او له هغې لارې خپل توکي پرته له ګمرکي محصوله نړۍ ته وليږدوي. په 1950-1970زیږدیز کلونو کې افغانستان ديوې پخې حلقوي لارې څښتن شو چې هيواديې په چمن ،کندهار او تورخم کې له پښتونخوا سره، د هرات له لارې ترکمنستان او ايران سره او په بلخ کې د حيراتان بندر او په کندوز کې د شيرخان بندر له لارې له پخواني شوروي اتحاد سره ونښلوو. د شپېتمې زیږدیزې لسيزې په کلونو کې افغانستان د سوداګرۍ يو ټرانزيټي تړون د پاکستان له هيواد سره لاسليک کړ چې د هغه له مخې افغاني سوداګريز توکي د کراچۍ د بندر له لارې او د پاکستان له خاورې څخه په تيريدو، پرته له ګومرکي تعرفې څخه افغانستان ته واردات وکړي او دهيواد صادراتي توکي نورې نړۍ ته له همدې لارې صادر کړي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ نوی تړون یا (APTTA) د 2011 کال د جون میاشتې په 12مه نېټه د یادو هېوادو د حکومتونو ترمنځ نافذ شو. دا تړون افغان لاریو ته اجازه ورکوي چې د کراچۍ سمندري بندر، قاسم بندر او ګوادر بندر له لارې د هند او چین او دا راز د نړۍ د پاتې برخو سترو بازارو ته افغان محصولات ولېږدوي. دا تړون د 1965 زیږدیز کال تړون، چې د افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ تړون یا (ATTA) په نامه یادیږي، ځای نیسي. خو پاکستان تل له دې لارې د يو سیاسي فشار په توګه کار اخلي او تل افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي .

که موږ او تاسو په هیواد کې د ټرانسپورټ په تاریخچه سره وغیږو له پیل څخه تر ننه موږ یو منظم ټرانسپورټي سیستم نه لرو له بله اړخه په هیواد کې د اقتصادي بساینې لپاره هم کار نه دی ترسره شوی یوازې موږ لګیا یو خپلې لارې بدلو کله چې په هیواد کې یو حکومت د روسانو پلوي یا روسانو ورسره مرسته کوله نو ډیری تمرکز د هیواد په شمالي سیمو ترسره شوی دی خو کله چې په هیواد کې د لودیز ملاټر حکومت رامینځته شوی نو بیا د هیواد په ختیز باندې ډيره تکیه ترسره شوی ده.خو کله چې په هیواد موقت حکومت رامینځته کيږي نو د هیواد لویو لارو ته ډيره پاملرنه کيږي زرګونه کیلومتره سړکونه جوړيږي، هوايي ډګرونه، د نړۍ ښکلي موټرونه،الوتنۍ او یو شمیر نورې اسانتیاوې رامینځته کيږي خو د هیواد په داخل کې د يوه ښه ټرانسپورټي سیستم نه شتون بیا هم د هیواد په داخل کې د اقتصادی بساینې لپاره کار نه کول د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ ستونزې پر ځای پاتې په هیواد کې د موقت حکومت په رامینځته کیدو سره بیا هم د هیواد ختیز او لودیز ګاونډي تکیه وشوه او هغو تل دا لارې د يوې وسیلې په توګه د هیواد د اقتصادي او سیاسي موخو په پار د افغانستان خلاف وکارولی. دا چې اوسمهال په هیواد کې یو شمیر لارې او نوي بندرونو رامنیځته شوي دا به د هیواد خلکو په اقتصادي وضعیت څومره اغیز ولري او څنګه کولای شو چې له دې لارو ګټه پورته کړو، افغانستان څنګه د سویلي اسیا او منځنۍ اسیا تر منځ د نښلیدو ټکی کړو او بالاخره څنګه کولای شو چې داسې مناسبې لارې پیدا کړو چې د هیواد په بهرنۍ سوداګرۍ او په کور دننه کې د اقتصادي بساینې لام وګرځي. خو له نیکه مرغه افغانستان د خپل اقتصادي موقعیت له کبله نړیوالو او د سیمو هيوادونو لپاره ډير مهم دی ځکه اقتصاد پوهان په دې اند دي چې په راتلونکو لسیزو کې به منځنۍ او سویلي اسیا د نړۍ د اقتصاد نوی مرکز وي دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا د نښلولو ټکی دی او په همدې کال کې د سیمې په کچه دوه لوی پروژې (کاسااو ټاپي ) چې له ګران افغانستان څخه تیريږي افتتاح شوی. ددې تر څنګ د روان کال د می د میاشتې په درویشتمه نېټه افغانستان له ایران او هندوستان سره د چابهار بندر سوداګریز او ټرانزيټی تړون لاسلیک کړي.په همدې ډول لکه څرنګه مو چې وړاندې یې یادونه وکړه چې افغانستان د ورېښمو د لرغونې لارې په زړه کې پروت دی. د دغې لارې شمالي سړک چې د کاشغر په لوېديځ کې په دوه لارو بېل شوی، یوه يې سوېلي څانګه لري چې د بلخ ولایت خوا ته ځي. د وریښمو لارې سوېلي سړک، چې یواځینۍ لاره ده چې چین د قراقرم له لارې له پاکستان سره نښلوي. دغه لاره لوېديځ خواته جلا کیږي، خو ددې سوېلي څانګو له لارې دا امکان براروي چې له بیلابیلو سيمو نه د سیند له لارې سفر بشپړ شي. وروسته دغه لاره د هندوکش غرونو له پاسه د پاکستان شمالي سيمو نه تیریږي او بیا افغانستان ته ننوځي او بیا ترکمنستان سره نږدې شمالي لارې سره یو ځل بیا یو ځای کیږي. د وریښمو تاریخي لاره کې په یو مهم موقعيت کې د افغانستان شتون منځنی‌ختیځ او د آسیا نورهیوادونه سره تړي.ددې تر څنګه چابهار یو سمندري بندر دی چې د ایران په سوېلي سیستان او بلوچستان ایالت کې موقعيت لري. چې کولای شو د سیمې له هیوادونو سره خپلې اړیکې څيړو :

د افغانستان او پاکستان ټرانیزيتي اړیکې: د هندوستان هیواد چې اوس ترې پاکستان زیږدلی له افغانستان سره د ټرانزیټ په برخه کې ډيرې پخوانۍ اړیکې لري چې له 1920زیږدیز کال څخه مخکې د هيواد سوداګرو خپل سوداګريز توکي د ننګرهار له لارې پيښور ته او له هغه ځايه کراچۍ ته ليږدول او د بيړۍ په وسيله يې نورو هيوادونو ته صادرول.په 1920زیږدیز کال کې د بريتانيې د همکارۍ نه کولو په دليل افغانستان مجبور شو چې د خپلې سوداګرۍ لوری د پخواني شوروي اتحاد خوا ته بدل کړي او له هغې لارې خپل توکي پرته له ګمرکي محصوله نړۍ ته وليږ دوي. په 1950-1970ميلادي کلونو کې افغانستان ديوې پخې حلقوي لارې څښتن شو چې هيواديې په چمن، کندهار او تورخم کې له پښتونخوا سره ونښلو، د شپېتمې زیږدیزې لسيزې په کلونو کې افغانستان د سوداګرۍ يو ټرانزيټي تړون د پاکستان له هيواد سره لاسليک کړ چې د هغه له مخې افغاني سوداګريز توکي د کراچۍ د بندر له لارې او د پاکستان له خاورې څخه په تيريدو، پرته له ګومرکي تعرفې څخه افغانستان ته واردات وکړي او دهيواد صادراتي توکي نورې نړۍ ته له همدې لارې صادر کړي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ نوی تړون یا (APTTA) د 2011 کال د جون میاشتې په 12مه نېټه د یادو هېوادو د حکومتونو ترمنځ نافذ شو. دا تړون افغان لاریو ته اجازه ورکوي چې د کراچۍ سمندري بندر، قاسم بندر او ګوادر بندر له لارې د هند او چین او دا راز د نړۍ د پاتې برخو سترو بازارونو ته افغان محصولات ولېږدوي.

دا تړون د 1965ميلا د کال تړون، چې د افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ تړون یا (APTTA) په نامه یادیږي، ځای نیسي. نن ورځ چې د هيواد سیاسي، امنيتي او اقتصادی وضعیت په ښه حالت کې نه دی پاکستان په دې وضعه کې مخامخ لاس لري تل د هيواد په کورنيو چارو کې مداخله کوي په هيواد کې امنيتي ستونزې راپيدا کوي. د امنيتي ستونزو تر څنګه يې اقتصادي جګړه هم پیل کړې ده د هیواد اقتصادي بنسټونه رغیدو ته نه پريږدي افغانستان يې د خپلو غیرې معیاري توکو بازار ګرځولی دی. د پاکستان له لارې افغان توکي د سیمو هیوادونو ته تر ټول نژدې لار ده او پاکستان تل له دې لارې د فشار د وسیلې په توګه د افغانستان په مقابل کې کارولې ده تر یې نړیوال او اپټا تړون تر پښو لاندې کړی دی. خو اوسمهال افغانستان له پاکستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې کمې کړي او پاکستانیو موټرو ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له لارې منځنی اسیا هیوادونو ته توکي ولیږدوي دوی باید لومړی خپل توکي په تورخم کې تخلیه او بیا د افغانیو موټرو په وسیله دا توکي منځنۍ اسیا ته ولیږدوي . چې د دې خرابو اقتصادي اړیکو له سببه یوازې یو قوم اغیزمن شوی دی ځکه د افغانستان لپاره پاکستان او د پاکستان لپاره د سوداګرۍ ښه لار ده.

د افغانستان او ایران ټرانیزيتي اړیکې :په 1974کال کې ايران او افغانستان د تزانزيټ د سوداګريز تړون لاسليک کړ.دغه تړون افغاني سوداګرو ته اجازه ورکړه تر څو په اسلام کلا او مشهد کې د وراغو له پولو او بندر عباس له لارې د فارس خليج ته ورسيږي او خپل سوداګريز توکي له دې لارې د خليج هيوادنو ته وليږدوي. په 1975 ميلادي کال کې د ايران پاچا له بندر عباس څخه تر کابله پورې د اورګاډي پټلۍ د غځولو په موخه (2بيلونه)امريکايي ډالرو ژمنه وکړه. دغه پټلۍ يا کرښه له غزني ولايت څخه تيريدله او ايران يې له کابل سره وصلاو. دا هغه ژمنه وه چې هيڅ کله پوره نه شوه ځکه 1979ميلادي کال کې روسيانو افغانستان اشغال کړ. نور نو نه شهيد سردار محمد داود خان په افغانستان کې او نه هم د ايران پاچا په ايران کې واکمن پاتې شول. د ايران د پاچاهۍ نظام د امام خميني تر لار ښوونې لاندې د اسلامي اوښتون په وسيله رانسکور شو. په پايله کې يې له غربي ګاونډي سره هم سوداګرۍ پراخيدو امکان پيدا نکړ. خو په دې وروستیو کې چې د افغانستان اقتصادي اړیکې له پاکستان سره خرابې شوي نو افغانستان د نورو بندرونو په لټه کې شو چې یو بندر یې د ایران د چاه بهار بندر دی.

چاه بهار بندر د ایران هيواد په بلوچستان ایالات کې موقعیت لري ، چا بهار بندر 14 زره هکتار مساحت لري چې په شمال کې منځنۍ اسیا او افغانستان، ختیځ کې پاکستان او سهیل کې د هند سمندرګي سره تړلی دی. په لویه پیمانه د لويو بیړیو چلونې قابلیت لري اوسمهال په دې بندر کې ډيره پانګونه تر سره کيږي چې په دې بندر کې به د بیړیو چلولو لپاره ځایونه، هوايي ډګر، منځنۍ اسیا پورې د ریل لیکه جوړه شي. دا بندر د منځنۍ اسیا هيوادونه (افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجیکستان، قرقیزستان او قزاقستان) چې وچې پورې تړلي دي ډير ارزښت لري او دا هیوادونه به تر ټول لنډه لار ازادو اوبو ته پيدا کړي. د اقتصاد موقعیت تر څنګ دا سیمه ډيره تاریخې او طبیعي هم ده چې ددې ښار هوا تل پسرلنۍ او معتدله وي نو ځکه ورته چاه بهار هم وايي. په همدې ډول زموږ لپاره هم ډیر ګټې لري زموږ لپاره د پاکستان بدیل دی، په همدې ډول له هندوستان سره زموږ نښلیدل، د افغانستان له لارې د هندوستان او منځنې اسیا اړیکې، په هيواد کې د لويو لارو جوړول (زرنج دلارام تر چا بهاره، شمال، لویدیځ کې سړکونه)، د ریل لیکو (چاه بهار څخه تر بامیانو 900 کیلو متره ریل لیکه) جوړول او دې ورته د هيواد د سوداګرو ته اسانتیاوې ،صادراتو او وارداتو په برخه کې ستونزې له منځه تللو او یو شمیر نورې ګټې دي چې موږ له دې لارې ترلاسه کوو. د دغه بندر وروستی درې‌اړخيز تړون په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کي د ايران-هند او افغانستان د تخنيکي-اقتصادي ډلو او حقوقي متخصصينو له‌خوا چمتو شو او د ۲۰۱۶ کال د مې په ۲۳مه په تهران کي د درې واړو هيوادونو د مشرانو له‌خوا لاسليک شو. د چاه بهار بندر اړتیا په چاه بهار بندر کي درې داسي هيوادونه راټول دي، چې له پاکستان سره په یو نه یو ډول ستونزي او سیالۍ لري.

د چاه بهار ازاد سوداګریز زون ایران ته هغه موقع په لاس ورکوي چې ایران غواړي د منځنۍ اسیا او سهیلي اسیا او د فارس د خلیج ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ مرکز شي. چاه بهار د 2.5 میلونه ټن کلنې ظرفیت لري او ایران غواړي چې دا ظرفیت 12.5 ته لوړ کړي، ایران تر دې مهال 340 میلونه ډالره پانګونه په چابهار بندر کې کړې ده یوازې ایران نه، ایران نور هيوادونه هم هڅوي تر څو په دې برخه کې پانګونه وکړي لکه افغانستان او تاجکستان، څو سړکونه جوړ کړي ، پايپ لایونو جوړ کړي ، ریل لیکې جوړې کړي په همدې ډول ایران غواړي د هرات ریل پټلې تر منځنۍ اسیا پورې وغځوي له بلې خوا ایران هوکړه کړې چې د قرغیز برخه چې د ایران، افغانستان، تاجکستان ،قرغیزستان او چین سړک دی تمویل کړي او په تاجکستان کې د انزوب تونل هم تمویل کړی دی چې تاجکستان او چین ته لار ده او د ګران هیواد له شمال او لویدیز څخه تیريږي.

ایران هڅه کوي چې د چاه بهار ارزښت لوړ کړي افغانستان له منځنۍ اسیا سره ونښلوي چې دا ډيره ارزانه لار هم ده. په کال 2013 زیږدیز کې د ایران سفیر د افغانستان په اړه وویل کله چې چابهار بندر په کار پیل وکړو نو افغانستان به د منځنۍ اسیا له 14 هیوادونو سره ونښلول شي. ایران وار دمخه د چا بهار او افغانستان تر سرحده سړک جوړ کړی دی ،چې دا سړک د زرنج دلارام سړک سره وصل دی او د قندهار او هرات له عموم سړک سره یو ځای کيږي. چې له دځایه څخه به د هيواد نورو برخو ته توکي لیږدول کيږي.چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د چاه بهار بندر له لارې د هندوستان هیواد د غنمو لوړی کشته د تیر د 1396 لیږدیز کال د لړم 20 نیمروز ولایت ته راوسیدله.

چاه بهار د هندوستان هيواد لپاره هم ډير مهم دی ځکه هندوستان غواړي له افغانستان او منځنۍ اسیا سره اړیکې ولري او د اړیکې لاپسې پراخې کړي د دبندر له لارې هندوستان له افغانستان سره نښلول کيږي ، دا بندر د نیول شوي بلوچستان ګوادر سره ډیر نژدې پروت دی چې څه کم سل کیلو متره واټن لري چیرته چې چین غواړي  46 -55میلياردو امریکايي ډالرو په اندازه پانګونه وکړي چې چا بهار به دا پروژه کم ارزښته کړي ،پاکستان او چین د هندوستان لپاره ډیر مهم سیالان دي او هند به د د بندر له لارې وکولی شي چې دواړه هيوادونه د هند په سمندر او خلیچ کې وڅاري ، د پاکستان په نشتون کې هند د چا بهار له لارې افغانستان، منځنۍ اسیا او روسې ته لار پیدا کړي ، منځني ختیز ته د هند لاس رسی پيدا شي، په همدې ډول د چین سریلنکا، بنګلادیش او مالدیف کې هم پانګونه کړی چې د چین رول په سیمه کې څرګندوي او هند غواړي چې د چین رول را کم کړي چاه بهار یې بدیل دی، د هند لپاره د ازادې سوداګرۍ زون حلاص شي لویدیزې اسیا ته لار پیدا کوي په همدې ډول به د صادراتو په برخه کې هم پرمختګ وکړي ، د ټرانسپورټ لګښت به یې هم راکم شي او د اومه تیل او تازه میوې به ارزانه وارد کړي، له اروپا سره سوداګري ، اوس مهال هندوستان له سرې بحیرې ، سویس کانال او مدیترنۍ څخه ترسره کوي خو د چابهار له لارې ورته دریش یا څلويښت سلنه کم لګښت لري. په همدې ډول هند غواړي په مرکزي اسیا کې د بیمې ، بانکوالۍ، مخابرات، ټکنالوژې ،کرنه او درملو په برخه کې پانګونه وکړي او د هند لپاره ډیر مهم سکتور د تیلو او ګازو دی ځکه چې هند د انرژې له کمښت سره مخ دی چې یو لامل یې له مرکزی اسیا سره د مخامخ لرې نه شتون و چې د چابهار بندر سره دا ستونزه هم پای ته ورسیده  د په عربو سمندرګي د چین شتون د پاکستان د ځواکمنتیا د ګوادر بند له لارې به هم د هند تر څار لاندې وي.

له چاپېر کړي هېواد سره ډېرې داسې نقطې په لاس وي چې پر چاپېر شوي هېواد باندې بریدونه ترسره کوي چې دا یا د اردو قرارګاوو او یا د ترانزیټي لارو د کنټرولولو له لارې د اقتصادي پرمختیايي امکاناتو د مخنیوي له لارې ترسره کېږي. نو په داسې شرایطو کې هندوستان د چین له خوا د چاپېرېدلو وېره لري او چین د امریکا له خوا د چاپېرېدلو وېره لري. چین په افغانستان کې د امریکا حضور او له سوېلي کوریا، جاپان، هندوستان او ټایوان سره نږدې اتحاد ته د خپل چاپېرېدلو په نظر ګوري. بل خوا ته هندوستان د چین له خوا په سریلانکا، برما او بنګله دېش کې جوړو شوو بندرونو ته د ځان انحصارېدو په سترګه ګوري؛ نو ځکه کله چې چین د ګوادر بندر جوړولو لپاره خپل پلانونه راڅرګند کړل، نو هندوستان پر نړیوالو فشارونو سربېره له ګوادر نه شاوخوا ۷۲ کیلو متره لرې چابهار بندر لپاره خپلې هلې ځلې پیل کړې.

د افغانستان او مرکزي اسیا ټرانزیټي اړیکې : تاجکستان، ازبکستان اوترکمنستان د افغانستان گاونډي هېوادونه دي چې نژدې 500 کیلو متره اوږده پوله ورسره لري. د شوروې اتحاد د حاکمیت په وخت کې چې دغه هېوادونه یې هم برخه گڼل کیده، سیاسي او سوداګریزې اړیکې د ماسکو له لوري تامین کیدل. په 1950-1970ميلادي کلونو کې افغانستان ديوې پخې حلقوي لارې څښتن شو چې هيواديې په چمن ،کندهار او تورخم کې له پاکستانه سره ،د هرات له لارې ترکمنستان او ايران سره او په بلخ کې د حيراتان بندر او په کندوز کې د شيرخان بندر له لارې له پخواني شوروي اتحاد سره وتړي. د کابل -کندهار لويه لار د امريکا متحده ايالاتو په مرسته، دسالنګ مشهوره لويه لار د پخواني شوروي اتحاد په مالي او تخنيکي مرسته جوړې شوې.روسيې د ننګرهار ـ کابل اوکندهارـتورغونډۍ لويو لارو په جوړولو کې هم اساسي رول درلود.افغانستان يو غرنى او په وچه پورې تړلې هيواد دى چې له بهرنۍ نړۍ سره د سوداګرۍ لپاره د ګاونډيو هيوادونو همکارۍ ته سخته اړتيا لري.

له 1920ميلادي کال څخه مخکې د هيواد سوداګرو خپل سوداګريز توکي د ننګرهار له لارې پيښور ته او له هغه ځايه کراچۍ ته ليږدول او د بيړۍ په وسيله يې نورو هيوادونو ته صادرول.په 1920ميلادي کال کې د بريتانيې د همکارۍ نه کولو په دليل افغانستان مجبور شو چې د خپلې سوداګرۍ لوري د پخواني شوروي اتحاد خوا ته بدل کړي. په هغه وخت کې افغانستان په دې بريالۍ شو تر څو د سوداګرۍ تړون له روسيې سره لاسليک کړي چې د هغې له مخې دا هيواد کولای شي خپل سوداګريز توکي پرته له ګمرکي محصول څخه د شوروي اتحاد د جمهوريتونو له لارې بهرنۍ نړۍ ته وليږدوي. په پايله کې د افغانستان ترانزيټي لارو د هرات په شمال کې د تور غونډۍ ،بندر، حيراتان په بلخ کې او شيرخان بندر په کندوز کې پراختيا پيدا کړه او زيات افغاني سوداګريز توکي د دغو پولو له لارې او د شوروي اتحاد په اور ګاډو کې اروپا ته رسيدل. د شوروي اتحاد له ړنګيدو وروسته اود ګډو ګټو مستقلو هيوادنو اتحاد له رامنځته کيدو سره دغه سوداګريزې اړيکې له زياتو ستونزو سره مخ شوې. دغه ستونزې وروسته له دې چې طالبانو د هيواد شمال سيمې تر کنټرول لاندې راوستلې لا ډيرې جدي شوې. خو بیا لکه څرنګه مې چې وړاندې یادونه وکړه افغانستان تل د حکومتونو یا د لویو ځواکونو په خوښه خپلې لارې بدلې کړي دي اوس مهم د پاکستان د نه همکاری له امله افغان حکومت اقتصادي اړیکې له منځنی اسیا سره ډيرې غزولي دي د ریل لارې ،نوي بندرونو جوړیدل او د ټرانزیټ په برخه کې نوې هوکړې لاسلیک کړي دي په همدې ډول د مرکزي اسیا څخه سویلي اسیا ته د انرژې د لیږد په برخه کې هم له دوی سره زموږ اقتصادي اړیکې ډيرې شوي دي ددې تر څنک افغانستان ترې زرګونه میکا واټه بریښنا هم وارد کړې ده.

د افغانستان او چین ټرانیزيټي اړیکې : د وريښمو لویه لار چې پیړۍ پیړۍ یې د اسیا او اروپا ترمنځ د کلتوري پله بڼه لرله چې د دواړو لویو وچو دودونه او خویونه یې یو بل ته لیږدول.دا لار د سوداګرۍ په برخه کې ډيره مهمه لار وه ،
″دا لاره له هنده راتلله، د جلال اباد پر لاره په وریښمین تنګي تیریده چې دا نوم یې هم له همدې امله دی، کابل ته رارسیدله او بیا له کابله بلخ ته تلله، له بلخ نه یې یو ښاخ د چین پر لور تله او بل خاښ یې د هرات پر لور غځیدله او آخوا به تلله اسیا یې له اروپا سره نښلوله. نو د افغانستن اړیکې له چین سره په اقتصادي لحاظ ډیری پخوانۍ وې خو د وریښمو د پخوانۍ له لارې د سوداګرۍ دریدل افغانستان له چین سره مخامخ اړیکې یو څه پڅوی شوی وي د چې چین د نړۍ دویم لوی اقتصاد دی او د افغانستان ګاونډي هم دی نو اقتصادي پلوه  د افغانستان لپاره ډير مهم دی. نو په همدې موخه افغانستان غواړي په واخان کې یو دهلیز د واخان په نامه پرانیزي په همدې ډول د چین له خوا د هیواد شمالي حیراتان ته د ریللار افغانستان سره ونښلول شي له بله اړخه د یو سړک یو کمربند له لارې چې په سویلي اسیا کې یو دهلیز دی د لوی افغانستان لپاره ډير ااړین له چین سره موږ د ټرانزیټ په برخه کې ستونزه نه لرو.

د افغانستان او هندوستان ټرانیزيټي اړیکې : له ډېر پخوا راهیسې د افغانستان اوهند ترمنځ سیاسی، کلتوری او اقتصادی اړیکې وې، کله چې د هند خاوره د اوسنی پاکستان په ګډون د انګرېزانو ترلاس او استعمارلاندې وه، هغه هېواد او خلک، چې افغانستان ورسره په هماغه وخت کې د نورو په پرتله زیاتې اړیکې لرلې، هغه د برتانوی هند دولت او د هند وګړی وو. خو کله چې هند له انګریزی ښکېلاک څخه د ۱۹۴۷م کال په اګست میاشت کې خپلواکی واخېسته، افغانستان د هغو لومړنیو هېوادونو له ډلې و، چې د هند خپلواک دولت یې په رسمیت وپېژاند.
تر دې وروسته، د افغانستان او هند ترمنځ اړیکو یو نوی رنګ خپل کړ. د پخوا په پرتله د دواړو دولتونو ترمنځ اړیکې لا سره نږدې او پراخې شوې. دغو اړیکو هله نوی رنګ واخېست، کله چې په ۱۹۷۸م کال کې شوروی پلوی رژیم په افغانستان کې واک ته ورسېد. په دې دوره کې د دواړو دولتونو ترمنځ اړیکې تر هر بل وخت زیاتې او پراخې شوې او دې اړیکو، تر ۱۹۹۲م کال پورې دوام وکړ. کله چې په ۱۹۹۲م کال کې د مجاهدینو تر مشرۍ لاندې اسلامی دولت په افغانستان کې واک ته ورسېد، هند په افغانستان کې د مجاهدینو دولت په رسمیت وپیژانده، خو د جګړو او وژنو له امله د هند سفارت څو ځله په کابل کې وتړل شو.

کله چې په ۱۹۹۶م کال کې په کابل کې طالبان واک ته ورسېدل، په دغه پړاو کې په لومړی ځل له افغانستان سره د هند اړیکې پرې شوې. د هند سفارت د طالبانو په ټوله دوره کې په کابل کې تړلی و او د دواړو دولتونو ترمنځ د کوم ډول سیاسی او اقتصادی اړیکو څرک نه تر سترګو کېده. خو کله چې بیا په ۲۰۰۱ م کال کې د حامد کرزی تر مشرۍ لاندې لنډ مهاله اداره په افغانستان کې جوړه شوه، نو هند له افغان دولت څخه خپل سیاسی او اقتصادی ملاتړ اعلان کړ، چې تر ننه پورې دا لړۍ دوام لری.

د افغانستان د لنډ مهالې ادارې په راتګ سره د نورو کلیدی مرستندویه هیوادونو له ډلې یو هم هند و، چې د افغانستان بیا رغونې ته یې خپل تیاری وښود او تر ننه پورې یې له افغانستان سره اعلان کړې مرسته تر دوو میلیارده ډالرو پورې ورسولې. ددې مرستو زیاته اندازه د ټرانسپورټ، برېښنا، تحصیلی بورسونو، د سړکونو له افغانستان سره د هند د اقتصادی مرستو له جملې څخه یوه هم داده چې هند هغه هیواد ته پر یو شمېر افغانی صادراتو مالیه معاف کړې ده.
د هند د مالیې وزارت وایی، ډیلی دا ځانګړې پریکړه د ځېنو لږ پرمختللو هېوادونو لپاره کړې، چې وکولی شی هند ته خپل توکی صادر کړی. هند ته پر صادرېدونکو سوداګریزو توکو د مالیې معافولو طرحه په ۲۰۰۸ م کال کې د هند لومړی وزیر منموهن سنګهـ جوړه کړې وه. ددې طرحې له مخې ځېنې لږ پرمختللی هېوادونه، چې هند ته سوداګریز توکی صادروی، د مالیې له ورکولو څخه معاف بلل شوی دی. په ۲۰۱۱م کال کې هند ته د افغانستان د صاداراتو کچه په کال کې شاوخوا دوه سوه میلیونه ډالرو ته رسېده، په داسې حال کې، چې له هند څخه افغانستان ته د واردېدونکو توکې بیه، د یادې شمېرې درې یا څلور ځله زیاته ده.

په افغانستان کې د هند پانګونه:

د افغانستان اقتصادی ودې لپاره د هند پر وړیا مرستو سربېره، د هند پانګونه هم د پام وړ رول لوبولی شی، چې دلته به په افغانستان کې د هند د پانګونې د دوو مهمو مواردو یادونه وکړو، چې یو یې د حاجیګک د اوسپنې کان او بل یې هم د ټاپی (TAPI)یا د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو لېږد نل لیکه ده.

لومړی – د حاجی ګک د وسپنې کان:

هندوستان د یو داسې هیواد په توګه، چې خامو موادو ته ډېره اړتیا لری، نو د افغانستان د سترو کانی موادو او زیرمو په اړه خپله لېوالتیا نه شی پټولی. خو بیا هم د دوی لپاره په دې برخه کې ځینې ستونزې شته. د هند یو پخوانی دیپلوماټ سانتوش کمار وایی، چې د هندی شرکتونو لپاره په دې برخه کې دوه لویې ستونزې په مخکې پرتې دی؛ لومړی امنیتی ستونزې اودویم هغه کانونه، چې په افغانستان کې شته، هغه د افغانستان په داسې ځایونو کې دی، چې له هند څخه لرې دی او ترانسپورټی ستونزې به حتما په دې برخه کې وی، خو له دې ستونزو سره سره بیا هم هند په افغانستان کې د حاجیګک د اوسپنې کان ترلاسه کولو په سیالیو کې د دغه کان له څلورو برخو څخه، درې برخې وګټلې، چې په لاندې ډول یې یادونه کېږی.

د حاجیګک د اوسپنې کان، چې افغان دولت د نړیوالو شرکتونو لپاره سیالۍ ته وړاندې کړی و، په ۲۰۱۱ کال کې درې برخی هندی شرکت او یوه برخه یې کاناډایې شرکت ته د اوسپنې څپړلو او را ایستلو په موخه ورکړل شوه.[دغه تړون وروستی شوی نه دی] اټکلونه ښیی، چې نږدې دوه میلیارده ټنه اوسپنه په دغه کان کې شته. د دغه لوى کان درې برخې د هند د اوسپنې لوى شرکت او څلورمه برخه یې د کاناډا یوه شرکت ته سپارل شوې ده. اټکل کیږی چې ښایی پر دغه کان د کار لپاره څو میلیارده ډالره پانگونه وشی، چې ورسره ګڼو افغانانو ته د کار زمینه هم برابرېږی. ددې پانګونې یوه لویه برخه به د اورګاډی د پټلۍ پر غزولو هم لګیږی. افغان چارواکی وایی، پانګه اچوونکی شرکتونه ژمن دی، چې د اورګاډی د پټلیو، برېښنا او نورې زیربنا د جوړولو په برخه کې به هم کار کوی.

دویم – TAPI یانې د ترکمنستان د ګازو نل لیکه:

ترکمنستان د ګازو د زېرمو شتمنۍ له پلوه په نړۍ کې څلورم لوى هېواد دی.
هند او پاکستان چې بازارونه یې د انرژۍ لپاره زیاته اړتیا لری او د انرژۍ له کمښت سره مخامخ دی، غواړی چې له ترکمنستان څخه د ګاز لېږدولو په موخه، د افغانستان له لارې د نل لیکې په جوړولو سره لومړی پاکستان او بیا هند ته ګاز ولېږدوی.

هیله ده چې د ګازو د نل لیکې دا ستره پروژه، چې نږدې اته میلیارډه ډالره لګښت پرې راځی، په څو راتلونکو کلونو کې بشپړه شی. دا نل لیکه چې د ترکمنستان د دولت اباد له زېرمو څخه غځېږی، ۱۷۰۰ اولس سوه کیلو متره اوږدوالی لری او د هند او پاکستان د انرژۍ-تږی بازارونه به خړوبوی. ددې هېلې د ترسره کېدا لپاره په افغانستان او د پاکستان په ځینو سیمو کې د امنیت ټینګښت اړین دی. خو له دې سره د پیلېدو چارې یې په وروستیو کې ګړندی شوی. اوس اوس د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف اعلان کړی، چې د ټاپی پروژې عملی چارې به د روان کال (۲۰۱۵) په دسمبر کې پیل شی.

هند تر خپله وسه هڅه کړې، چې ددې مرستو له لارې، له یوې خوا له افغان دولت سره تر یوې اندازې پورې مرسته وکړی اوله بل لوری په افغانانو کې د خپل منښت (محبوبیت) کچه زیاته کړی. له بلې خوا هند په خپله لکه چې مخکې یې هم یادونه وشوه، د انرژۍ له کمښت سره مخ دی، نو مرکزی اسیا ته، چې د کانونو او انرژۍ سترې زیرمې لری، د لارې د پیداکولو لپاره او هلته د خپل نفوذ د ټینګښت په موخه د افغانستان مرستې ته اړتیا لری. ددې موخې ترلاسه کولو لپاره هند اړ و، چې د کراچۍ د لارې بدیل ولټوی؛ ځکه چې له پاکستان سره د سیاسی ستونزو او تربګنیو له امله هند په خلاص مټ نه شوی کولی، د هغه هیواد له لارې افغانستان او بیا مرکزی اسیا ته پراخ لاسرسی ولری، نو د زرنج – دلارام د ۲۲۲ کیلو متره سړک په جوړولو سره یې له یوې خواافغانستان ازاد سمندر ته دایران د چاه بهار بندر له لارې وصل او له بلې خوا یې خپلو صادراتې توکو ته د افغانستان او مرکزی اسیا په لوری د لیږد په برخه کې د کراچۍ له یوازېنۍ انحصاری لارې ځان بې غمه کړ.

د تېرو لسو کلونو په بهیر کې له افغانستان سره د هند د ۲ میلیارده ډالرو مرستې موخه، په افغانستان کې د افغانانو د دوستانه علایقو خپلول و، چې په پایله کې یې هند په دغه هېواد کې د دایمی نفوذ د لرلو په هڅه کې دی، خو بیا هم د یو داسې هېواد لپاره، چې د خالص تولید ارزښت یې په ۲۰۰۹م کال ۱۲۲۶ میلیارده ډالرو ته رسېده، له افغانستان سره یې په تېرو لسو کلونو کې د ۲ میلیاردو ډ‌الرو مرسته، کوم غټ رقم اواندازه نه جوړوی.

خو بیا هم د هند لپاره په افغانستان کې د افغانانو د محبوبیت د بیمې په مانا دی. هغې نظر پوښتنې ته په پام سره، چې په ۲۰۱۰م کال کې بی بی سی ترسره کړې وه، ۷۰ سلنه افغانان هند ته په ښه سترګه ګوری.

په افغانستان کې د هند لپاره بله دلچسپۍ انرژی او کانونه دی، څرنګه چې په ۲۰۲۰م کال کې به هند د نړۍ یو له دریو زیاتو انرژۍ مصرفوونکو هېوادونو څخه وی، نو هند هم د پاکستان په څېر په مرکزی اسیا کې د انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره د خپل حضور د پیاوړتیا په هڅه کې دی، چې د دغه کار لپاره بیا هم افغانستان ته اړتیا لری. هند افغانستان ته د یوې مستقیمې لارې د پیداکولو او لرلو لپاره پر ایران باندې تکیه لری.خو د هندوستان او افغانستان د ټرانیزيت په برخه کې تل پاکستان منفي رول ادا کړی دی کله چې له واګي بندر څخه افغانستان یا هندوستان څخه افغانستان ته راتلل نو پاکستان به یو نه یو ډول خنډ پیدا کولو له بله اړخه هندوستان او افغانستان غوښتل چې په اپټا تړون کې هندوستان هم داخل کړي خو بیا یې هم پاکستان مخالفت کولای بالاخر افغانستان او هندوستان اړ شوله چې د ایران له چاه بهار بندر سره وتړل شول چې هندوستان د پاکستان پر ځای ایران ته لاس ور اوږد کړی چې ایران هم په دي برخه کې مثبت عمل وکړو دا دی اوس افغانستان او هندوستان هیوادونو د چاه بهار بندر له لارې سره نښلول شوي دي

افغانستان باید څه وکړي؟ : په وچه کې د ایسار هیواد په توګه، له اقتصادي او سیاستي ستونزو او ننګونو سره مخ دی د افغانستان د ارزښت مند اقتصادي موقعیت په اړه مو په بشپړه توګه معلومات وړاندې کړل اوس اوس پوښتنه دا ده چې موږ ولې اوس هم نور ته اړ یو او تر اوسه مو د له دې ټرانیزټي انحصار څخه نه یو راوتلي ؟ افغانستان تل هڅه کړې لارې بدلې کړي که له شمال ګاونډیو سره ستونزې پیدا شوي نو موږ ختیز ته مخه کړې او که ختیز کې پيدا شوي نو لودیز همداسې مو لارې بدلې کړي دي خو خپل اقتصاد په بساینې مو کار نه دی اوس چې په سیمه کې افغانستان یو شمیر نوی لارې لوی پروژې او نوي بندرونو ته لاس رسي پیدا کړي نو موږ باید ددې لپاره چې له دې موقو ښه ګټه پورته کړو نو لومړی باید افغانستان په داخل کې لاندې کړنې ترسره کړو :

  1. سوداګریز بیلانس کسر مخینوي ددې لپاره چې زموږ د ګاونډيو هیوادونو د خوارکي توکو بازار زموږ هیواد جوړوي دې هیوادونو لکه څرنګه یې چې په تیر کړي په راتلونکي کې هم دا ډول ستونزې زموږ لپاره جوړوي او ګټه ترې پورته کولای شي نو ځکه باید په هیواد کې د کورني تولیداتو د تولید لپاره کړنې ترسره شي او په هیواد کې خوراکي او د اړتیا وړ توکي په خپله هیواد کې تولید شي چې له یوې خوا به خلکو ته کار پيدا شي له بله اړخه د سوداګریز بیلانس کسر راکم شي ددې ترڅنګه به د افغانیو په ثبات کې هم مرسته وکړي.
  2. افغانستان باید په خپل داخلي اقتصادي ځواکونو باندې پوره پانګونه وکړي چې ګاونډي هیوادونو ترې په اقتصادي لحاظ اغیز منيږي
  3. په همدې ډول په حکومت او نور ادارو کې د بريښنایي نوی ټکنالوژی څخه ګټه پورته کول تر له نړیوال سره په چارو کې خنډ رامینځته نه شي.
  4. په هیواد کې د فساد او بې عدلتی مخه نیول.
  5. په هیواد کې نا امنۍ د ټولنې ټولو برخو ته زیان رسولی. په ښونځیو، روغتونونو، دولتي ادارو او لویو لارو باندې د ترهګرو د بریدونو له کبله ټول د ډار او ناخونديتوب سره مخ دي له بله اړخه هغه لاری چې له هیواد څخه د ټرانزیت په بڼه تیريږي ډير پام ورته وشي.
  6. په هیواد کې د پانګونې لپاره داسې چاپيرل رامینځته کول چې نړیوال او کورني پانګوال په ډاده زړه په هیواد کې پانګونه وکړي چې په هیواد کې د لویو پروژو له پلي کیدو سره به نړیوال بانکوال وهڅول شي چې پانګونه وکړي دا پانګونه باید ډيره ښه مدیریت شي.
  7. په همدې ډول په هیواد کې د لویو لارو جوړول او هغه لارې چې په هیواد کې ولایتونو سره نښلوي د ساري په توګه: کابل جلال اباد سړک په سروبي کې امکان لري چې شمالي سیمو ته په همدې ډول دویم سړک په د لته بندر له لارې لویه پکتیا او لویه پکتیا له مرکزي افغانستان په همدې ډول شمال له لارې لودیز سره د بامیانو ولایت له لارې نښلول په همدې ډول یو شمیر نورې ډیر نژدې لارې دي چې زموږ هیواد ورسره په اقتصادي راکړو کې یو له بل سره نښلوي او تر څنګ یې د ټرانسپورټ په برخه کې په ډیر کم لګښت توکي او خدمات تبادله کيږي.
  8. په هیواد کې د يو ښه ټرانسپورټي سیستم جوړول چې هیواد ټول توکي او کاني زیرمې چې موږ په راتلونکي کې نړۍ ته صادروو که يو ښه ټرانسپورټي سیستم ونه لرو نو دا د توکي قیمتونه لوړ وي چې په صادراتو او وارداتو ډيره اغیزه لري.
  9. د چین هیواد د یو سړک یو کمربند پروژې دوه دهلیزونه چې يوه یې د هیواد په شمال کې او بل دهلیز په خیبر پختونخوا کې چې افغانستان کولای شي چې دا دواړه دهلیزونه د ننګرهار ،خوست او قندرهار له لارې سره ونښلوي چې د ننګرهار له لارې کولای شو سروبي ولسوالۍ څخه شمال ،د خوست له لارې لویه پکتیا او د هیواد مرکزي سیمې د قندهار له لارې لوی قندهار او نور غربي سیمې چې له دې سره به په هیواد کې تر ټولو نژدې ټرانسپورټی لارې ترلاسه کړي له بله اړخه به په هیواد کې د نامتوازان پرمختګ مخه هم ونیول شي چې چین هیواد هم له افغانستان څخه څو ځلی د ګډون غوښتنه کړې ده.
  10. د ياد شوي ستراتیژیک موقعيت په رڼا کې، افغانستان د یو ترانزیټي او ترانسپورټي مرکز په توګه د سوېلي آسیا، منځني ختیځ، مرکزي آسیا او چین بازارونه په خپلو کې سره نښلولای شي. خو په کار ده چې دولت له دغه طلایي فرصت نه د ګټې پورته کولو لپاره لاره هواره کړي. چې کولای شو ددې هیوادونو له خوا بعضې لارې جوړې کړي لکه هندوستان چې د بامیانو په حاجګګ کې پانګونه کوي ورسره تر بامیانو ولایت پورې د اوسپنۍ پټلۍ هم جوړه وي په همدې ډول کولای شو چې ځینې نور هیوادونه هم دې ته وادار کړو.
  11. د هیواد د صادراتو لپار چې موږ په کې مطلق مزیت لرو ډيره پانګونه ترسره شي او په بهر کې ورته د بازار موندنې په برخه کې ډیره کار شوي.
  12. په همدې ډول د خصوصي سکتور پیاوړي کول له دوی سره د پور ،تخنيکي ،عملي او ټکنالوژی په برخه کې مرسته کول.
  13. همدا راز اقتصادي همکارۍ او په سیمه ا‌يیزه توګه نورو هیوادونو سره یوځای کیدل یو بل مهم ‌ډګر دی چې د دولت جدي هڅو ته اړتیا لري. افغانستان له اوله د مهمو سیمه‌يیزو او اقتصادي سازمانونو غړی دی چې پکې د سوېلي آسیا د سیمه‌ ايیزو همکاریو سازمان یا سارک (South SAARC)) ، د افغانستان په اړه د سیمه‌يیزو اقتصادي همکاریو کانفرانس ريکا RECCA))، داقصادي همکاریو سازمان ايکو(ECO) ، او د شانګهاي د همکاریو سازمانSCO)( (د یادونې وړ دي. چې له دې سازمانونو څخه باید پوره ګټه واخیستل شي که د سیمې هیوادونه په دې برخه کې شتونزې جوړوي نو افغان حکومت باید د دې سازمانونو له غړیو هیوادونو ګټه پورته کړي تر څو ستونزې پرې حل کړي .
  14. له نړۍ سره په ټول  هوکړه لیکونو او تړونونو او اړوند چارې په ډيره ښه او غیزناکه توګه جوړول او ګټه پورته کول.
  15. په هیواد کې په داسې ادارو کار کول چې صادرات ،کورني تولید او ظرفیت جوړونې په برخه کې کړنې ترسره کړي.
  16. په پای کې باید دا ووایم چې افغان حکومت پورتني کړې که چیرته له هوښیا ر سیاست څخه کار وانخلي نو موږ نه شو کولای شي چې پورتنۍ کړنې په ښه ډول ترسره کړو ځکه لکه څرنګه چې افغانستان اقتصادي یا سیاسي موقعیت ډیر مهم دي په همدې اندازه ډيره ستونزې هم لري اوس مهال چې هیواد د ډیرو هیوادونو سیالۍ هم روانې دي د ساري په توګه د پاکستان هندوستان تر منځ ،د هندوستان چین ترمنځ، چین امریکا ترمنځ ، امریکا ایران ترمنځ ،ایران سعودي عربستان ترمنځ په همدې ډول د امریکا او روسي ترمنځ نو دا ټولې هغه سیالۍ دی چې پورتنۍ کړنې یا په سیمه اییز انظمام په وړاندې د افغانستان لپاره ستونزې دي خو که له ښه سیاست څخه کار واخیستل شي نو دا ستونزې حليږي او موږ کولای شو چې له خپل موقعیت څخه ګټه واخلو د ساري په توګه د پاکستان په وړاندې زموږ سیاست باید ډیره هوښیار وي تیر وخت کې زموږ اړیکې ډیر زیاتې له پاکستان سره وې خو کله چې اړیکې خرابې شوي نو موږ په اقتصادي لحاظ له ستونزو سره مخ کیدلو خو کله چې زموږ په وړاندې یو شمیر نورې لارې خلاصی شوی نو دا ستونز کمې شوي خو موږ ته پکار ده چې د پاکستان په وړاندې لومړی په خپلو اوبو پانګونه وکړو بیا له پاکستان سره په خپل دریځ کې نرمښت رامینځته کړو ځکه داسې جدي اووسو نه بیا زموږ لوی پروژې ټاپي او کاسه او دی ته ورته نورې پروژې هم نه عملي کيږي او یا هم خنډونو په کې رامینځته کيږي.
  17. په اخر کې دا وایم چې لومړی ځان جوړ نه کړو د ګاونډیو په وړاندې هر ډول سیاست د هغوی په ګټه دی لومړی په ځان پانګونه بیا ورسره له ګاونډیو او نور سره سیالۍ وکړو د دې ترڅنګ باید موږ متوازن پرمختګ ته ډيره پاملرنه وکړو ځکه چې په راتلونکي بیا دا ډير ستونزې(سیاسي،اقتصادي او امنیتي) زیږوي چې اوسمهال یې ښه بیلګه د بريښنا ویش دی چې په ډیرو سیمو کې د بریښنا ستنې له منځه وړل کيږي چې یو سبب یې د سیمو خلکو ته د بریښنا نه ویش دی  .

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply