طالبان به د حکومت د سولې وړاندیز ومني؟

0 501

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو تر لغوه کولو وروسته دا پروسه درېدلې وه، خو اوس افغان حکومت له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو اترو پیلولو لپاره یوه نوې طرحه وړاندې کړې چې د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه موضوعات پکې ځای شوي دي.
د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون د دغې طرحې په تړاو جوړې شوې خبري غونډه کې وویل، د طالبانو رهبري یوه نه ‌ده، پر جګړې کنټرول نه لري او یو شمېر مهم قومندانان یې له داعش ډلې سره یو ځای شوي؛ نو د همدې لپاره یې دا ځل له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو پیلولو لپاره یو شرط ايښی دی.
ده وویل، طالبان باید له پاکستان سره د خپلو اړیکو د څرنګوالي په اړه د وضاحت ورکولو تر څنګ، ثابته کړي چې پر خپلو قومندانانو او جنګیالیو څومره واک لري؟ محب زیاته کړه، حکومت هم د همدې لپاره یوه میاشت اوربند او له بهرنیو استخباراتي شبکو سره د طالبانو د اړیکو پرې کول یې پر دغې ډلې د شرط په حیث ايښي چې د عملي کولو په صورت کې به له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.
که څه هم افغان حکومت شاوخوا دوه کاله وړاندې د کابل پروسې په غونډه کې د نړیوالې ټولنې په مخ کې وسله‌والو طالبانو ته د سولې خبرو اترو د پیل لپاره بې‌قید او شرطه بې‌ساري وړاندیزونه وکړل، خو طالبانو نه یوازې د افغان حکومت دغه بې‌ساری وړاندیز ومانه، بلکې په هېواد کې یې د جګړې پر دوام او له امریکا سره د سولې خبرو پر دوام ټینګار وکړ.
سره له دې چې امریکا هاغه مهال له طالبانو سره د سولې خبرو کول و نه منل او ټینګار یې دا و چې دا د افغانانو یوه کورنۍ موضوع ده او طالبان باید له افغان حکومت سره د سولې مېز ته کېني، خو نږدې دوولس میاشتې مخکې یې ورسره په اماراتو او قطر کې مخامخ خبرې پیل کړې چې تر نهو پړاوونو وروسته بالاخره د ډونالډ ټرمپ له لوري لغوه اعلان شوې.
داسې ښکاري چې د امریکا، طالبانو او پاکستان تر منځ د سولې په نوم د ګډې معاملې له لغوه کېدو وروسته چې افغان حکومت پکې څنډې ته شوی و، اوس حکومت د سولې په پروسه کې د تېر پر خلاف مناسب ځای او پیاوړی دریځ خپل کړی چې په عملي کېدو سره به یې په هېواد کې تلپاتې سولې ته لار هواره شي.
واقعیت دا دی چې په هېواد کې روانه جګړه که څه هم د پردیو له لوري پیل شوې، خو باید د افغانانو په ګډ تفاهم پای ته ورسېږي او دا هغه مهال شونې ده چې دواړه لوري د جګړې پر ځای، سولې ته لومړیتوب ورکړي او عملاً یې لپاره لاس په ‌کار شي. افغانان باید خپلې ستونزې او اختلافونه په خپله حل کړي او تر بین‌ الافغاني تفاهم پرته په هېواد کې روانه جګړه پای ته نه‌شې رسېدای.
د دغې ادعا د اثبات لپاره د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو اترو نږدې بریالۍ پروسې ناکامېدل دي چې وروسته یې د بیا پیل لپاره طالبان د سیمې پر هېوادونو را وګرځول. که امریکا او طالبان بیا هم د سولې خبرې وکړي او هوکړې ته هم ورسېږي، تر هغې چې افغان حکومت او افغانان په دغه پروسه کې ونډه و نه لري، هيڅکله مثبته پایله نه‌شې لرلای او بیا به هم د تېر په څېر له خنډ، ځنډ او بالاخره ناکامي سره مخ کېږي.
اوس چې افغان حکومت یو ځل بیا له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو ته د حاضرېدو ټټر وهلی او په دې برخه کې یې داسې شرط ايښی چې نه یوازې د سولې مذاکراتو د پیل او بریا لپاره یوه اړتیا ده، بلکې د افغانانو غوښتنه هم ده.
که وسله‌وال طالبان د سولې په اوسني فرصت کې یو ځل بیا د هېواد پر ځای، د نورو هېوادونو، په تېره د پاکستان موخې او ګټې په پام کې ونیسي او د خپلو بادارانو په خوښه بیا خپل دریځ غوره کړي؛ نو روښانه ده چې یو ځل بیا به د سولې دا زرین چانس له لاسه ورکړي، په هېواد کې به پر جګړې ټینګار وکړي او افغانان به نور هم اور ته ونیسي.
خو که له روانې کړې پردۍ جګړې ستړي شوي وي او غواړي سوله وکړي، دوی او نور افغانان سوله‌یز ژوند ولري او افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر پر مخ لاړ شي؛ نو باید د حکومت د اوربند شرط ته غاړه کېږدي او د سولې خبرو اترو مېز ته حاضر شي.
یوه ورځ اوربند د لسګونو افغانانو ژوند ژغوري، عامه بنسټونه نه نړېږي او افغانانو ته د ارام ژوند فرصت برابروي. ولس نور په هېواد کې له جګړې ستړی شوی او په یوه غږ سوله او اوربند غواړي؛ نو طالبان هم باید د پردیو غوښتنو پر ځای د خپلو خلکو غوښتنې ومني او څومره ژر چې کېدای شي، اوربند عملي او له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو اترو ته چمتووالی ونیسي.
خو که دا ډله یو ځل بیا پر خپل مخکیني دریځ ټینګار وکړي او د سولې پر ځای، جګړې ته دوام ورکړي؛ نو روښانه ده چې خپلواک نه ‌دي او په هېواد کې یې روانه جګړه هم د نورو د موخو او ګټو لپاره پیل کړې او لا یې هم پر مخ بیايي. د دغې خونړۍ جګړې له کبله چې څومره ځاني او مالي زیانونه افغانانو او هېواد ته اوړي، پړه به یې د طالبانو پر غاړه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply