د پاکستان ګاونډيتوب؛ افغانان به دا ځل د نوکارې ځواب په سوک ورکړي

0 513

د پاکستان ګاونډيتوب؛
افغانان به دا ځل د نوکارې ځواب په سوک ورکړي

پاکستان له کلونو کلونو راهیسې نه یوازې په افغانستان کې خپلو او د خپلو متحدانو شومو موخو او ګټو ته د رسېدو لپاره د یو شمېر افغانانو په وسیله اور بل کړی، بلکې وخت‌ ناوخته سلا بلا پر افغان خاورې تېری هم کوي.
دغه هېواد تل د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ځینې خوځښتونه کړي، بلکې تل یې د کونړ، ننګرهار، لویې پکتیا او کندهار پر اړوندو سیمو راکیټي بریدونه هم کړي چې د افغان ځواکونو او خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
پاکستاني ځواکونو تازه د کونړ د ناړۍ ولسوالي اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په صفري برخه کې د پوستې جوړولو هڅه کړې چې د افغان ځواکونو له توند غبرګون سره مخ شوي دي.
د کونړ محلي چارواکي وايي، له پاکستاني روي سره د افغان ځواکونو جګړه د ناړۍ ولسوالي د دوکلام سیمې پر صفري برخه هغه مهال پیل شوه چې پاکستانیو پوله‌ساتو ځواکونو پر صفري نقطه د یوې پوستې پر جوړولو کار پیل کړ او افغان ځواکونو یې مخه ونیوله.
د دوی په وینا، که څه هم هڅه یې وکړه چې پاکستان لوری د خبرو اترو له لارې وپوهوي چې د ډیورنډ فرضي کرښې پر صفري برخه له پوستې جوړولو ډډه وکړي، خو په وینا یې، مقابل لوري یې خبرو ته غوږ نه نیوه او د دې پوستې پر جوړولو یې ټینګار کاوه. د مالوماتو له مخې، پاکستانیانو لومړی پر افغان ځواکونو ډزې کړي چې دوی هم د ځان او هېواد ساتنې په موخه غاښ‌ماتوونکی ځواب ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، تر اوسه له پاکستاني لوري د هاوان مرمیو له کبله چې په سیمه کې د عامو خلکو پر کورونو لګېدلي، ۳ مېرمنې یې شهیدانې شوي او د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکیان ټپیان شوي دي.
د کونړ والي عبدالستار میرزک‌وال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې افغان ځواکونو د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې لاس په‌کار شوي او په لوړ مورال یې خپل سنګر تود ساتلی دی.
دی زیاتوي، سره له دې چې د یک‌شنبې ورځې له نښتې وروسته د شپې جګړه درېدلې وه، خو پرون سهار نهه بجې بیا پیل شوه او لا هم روانه ده.
د میرزک‌وال د مالوماتو له مخې، ګڼ‌ شمېر کورنیو د دواړو لوریو د نښتو او د ولسي خلکو پر کورونو د پاکستاني لوري د بریدونو له کبله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي چې لپاره یې بېړنۍ مرستې او نور روغتیايي خدمتونه ورته برابر شوي دي.
د کونړ د والي په وینا، پاکستان درې میاشتې مخکې هم په دغه سیمه کې د پوستې جوړولو هڅه کړې وه، خو په وینا یې، هاغه مهال یې هم مخه ونیول شوه او اوس به هم اجازه ور نه کړي چې د کرښې پر صفري برخه پوسته جوړه یا هم نور خوځښتونه وکړي.
په همدې حال کې د کونړ د ولایتي شورا ځینو غړیو او د ناړۍ ولسوالي اوسېدونکیو هم ویلي چې د افغان ځواکونو او پاکستاني لوري تر منځ سخته جګړه روانه ده چې له امله یې د دغې ولسوالي د یو شمېر سیمو اوسېدونکي هم له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.
د مالوماتو له مخې، افغان تازه‌دمي ځواکونه هم پرون سهار سیمې ته رسېدلي او ګڼ‌ شمېر ولسي خلک هم د هغوی په ملاتړ د پاکستاني لوري پر وړاندې وسله اخیستې او لومړۍ کرښې ته ورغلي دي.
بل خوا ولسي جرګې هم په پرونۍ عمومي غونډه کې پر کونړ د پاکستان بریدونه غندلي او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ترې غوښتي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له خپلو خوځښتونو او پر عامو خلکو له راکيټي بریدونو لاس واخلي.
ولسي جرګې پر افغان حکومت هم غږ کړی چې نه یوازې پاکستاني لوري ته په سیمه کې ځواب ورکړي، بلکې د نړیوالې ټولنې په مرسته ترې د ناقانوني اقداماتو تاوان هم وغواړي.
که څه هم ځینې حکومتي سرچینې په ناړۍ ولسوالي کې پاکستاني لوري ته د ځاني او مالي زیانونو د اوښتو خبره کوي، خو تر اوسه یې رسماً په تړاو جزيیات نه‌ دې خپاره شوي او نه هم پاکستاني لوري په دې اړه څه ویلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوځ تر دې وړاندې هم د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ځینو خوځښتونو تر څنګ، په سیمه کې پر مېشتو ولسي خلکو راکيټي بریدونه هم کړي چې له کبله یې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
افغان ځواکونو او عامو وګړیو هم تل د پاکستان د ناقانونه اقداماتو او راکيټي بریدونو په تړاو توند غبرګون ښوولی او پر وړاندې یې سنګر نیولی دی چې له کبله یې ګڼ پاکستانیان هم قبرونو ته لېږلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply