ملګرو ملتونو لپاره ټاکل شوی افغان مستشار څوارلسم پاس دی

0 1,309

د بهرنیو چارو د پخواني سرپرست وزیر صلاح الدین رباني له لوري ملګرو ملتونو ته تازه ټاکل شوي مستشار عظیم الله ورسجي، تر څوارلسم ټولګي زده کړې کړې دي.

ملګرو ملتونو لپاره ټاکل شوي دغه مستشار چې غوښتل يې د تېرې چهارشنبې په ورځ مازیګر مهال د خپلې نوې دندې پر لور ولاړ شي، د جمهوري ریاست په امر، له حامد کرزي نړیوال ډګره بېرته را وګرځول شو.

د مالوماتو پر اساس، ورسجی د صلاح الدین رباني د ورور اوښی دی.

د سیحون مالومات ښيي، د رباني لخوا ملګرو ملتونو کې ټاکل شوی مستشار عظیم الله ورسجی نه یوازې دا چې له انګلیسي ژبې سره هېڅ بلدیت نه لري، اوسمهال تخار ولایت کې د “پیمان” په نوم یو خصوصي پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د دویم کال محصل دی او دوه کاله وروسته به لېسانس سند ترلاسه کوي.

ورسجی د بهرنیو چارو وزارت د ټیټې سطحې کار کوونکی و، خو په یو وار ملګرو ملتونو ته د مستشار په توګه وټاکل شو.

ورسجی د بهرنیو چارو وزارت د مخکېنۍ رهبرۍ لخوا، څلور ځله اروپايي هېوادونو ته په رسمي سفرونو هم استول شوی دی او تر استعفا لږ څه وړاندې ښاغلي رباني هغه ملګرو ملتونو کې نوي ماموریت ته وګماره.

د ورسجي یو همکار چې هغه سره د اسټرالیا سفر کې و سیحون ته وویل: ((هغه په انګلیسي ژبه کې دومره کمزوری دی، چې آن رسمي غونډو کې پرې ځان او خپل ماموریت هم نشي معرفي کولی.))

معلومات دا دي، چې له ورسجي سره دوه نور ډیپلماټان هم وو، چې تازه صلاح الدین رباني ګمارلي وو او هغوی هم د جمهوري ریاست په امر له هوايي ډګره راګرځول شوي دي.

بهرنیو چارو وزارت کې د اسنادو د ارزونې څانګه وایي، د نویو ټاکل شویو مامورینو اسناد ستونزې لري او بشپړ نه دي.

د صلاح الدین رباني له استعفا وروسته حکومت په دغه وزارت کې په لویه کچه د اصلاحاتو لړۍ پیل کړې ده.

ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست ادریس زمان او معینانو سره د لیدنې پر مهال هغوی ته لار ښوونه کړې، چې د قانون مطابق یو واضح طرزالعمل او میکانېزم جوړ کړي، ترڅو د هغه پر اساس ددې وزارت تشکیل وارزول شي.

بلخوا، تېره ورځ د ولسي جرګې یو شمېر غړیو نیوکه وکړه چې ګواکې ادریس زمان بهرنیو چارو وزارت کې قومي تصفیه روانه کړې ده.

هغوی ویلي، د بهرنیو چارو نوي سرپرست وزیر، یو شمېر کسان له دندو ګوښه کړي دي او نوي کسان یې راوستي دي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني بیا خبرداری ورکړ چې زمان به احضار کړي.

د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړیو بیا وویل، بهرنیو چارو وزارت کې باید جدي  اصلاحات راشي.

د مېک په نوم یو بنسټ چې په وزارت خونو او نورو دولتي ادارو کې د فساد اړوند څېړنې کوي، په خپل وروستي راپور کې موندلې وه، چې بهرنیو چارو وزارت کې پراخ فساد شته دی او ۳۰ سلنه کار کوونکي او ډیپلماټان له هیڅ بهرنۍ او په ځانګړي ډول انکلیسي ژبې سره بلدتیا نه لري او دغه شمېر کسان ان د لېسانس اسناد نه لري، خو د روابطو پر اساس په لوړو بستونو ګمارل شوي او فوق العاده معاشونه اخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply