د بیان ازادي له نوم څخه ګټه

عبدالرحمن ویاند

0 703
د اساسي قانون څلوردیرشمه ماده:
د بیان ازادي له تیري څخه خوندي ده.
هرافغان حق لري چې خپل فکر د وینا، لیکنې، انځور او یانورو وسیلوله لارې، په دې اساسي قانون کې د راغلو حکمونو په رعایت، څرګند کړي.
هر افغان حق لري د قانون له حکمونوسره سم مطالب، بې له دې چې هغه مخکې دولتي مقامونو ته ښیې، خپاره او نشر کړي.
د مطبوعاتو، راډیو او تلویزیون ،د مطبوعاتو د خپرولو او د جمعي ارتباط په نورو وسایلو پورې مربوط حکمونه د قانون له لیارې تنظیمېږي.
که فکر وکړو ډیری کسان یوازې د بیان ازادي نوم پېژني، استدلال یې دا وي چې دبیان ازادي ده که هر څه وایم، لیکم او تر نورویې رسوم د بیان ازادي ده.
خو دا چې دبیان ازادي مو قانوني حق جوړیږي نو ډیر داسې ټکي شته چې باید په پام کې ونیول شي.
۱ـ هر فرد باید دبیان د ازادي په مانا او مفهوم پوره ځان پوه کړي.
۲ـ کوم ډول فکر ترنورو رسوې مثبت او منفي اړخونه يې وسنجوه.
۳ـ په کوم ډول یوه ټولنه کې ژوند کوې؟ دین، فرهنګ، رواجونو ته دې نظر کړی.
۴ ـ بیان دې یوازي ستا تر ګټو محدود دی که نه د ټولنې نا خوالې هم پکې نغښتې دي.
۵ـ خپل فکر او بیان په ټولنه په زور منې او اورې که نه دوی هم له تاسره موافق دي.
۶ـ ستا د فکر اوبیان په نتیجه کې ته څومره تر خپلې موخې رسیدای شي ایا بل چاته به پکې سپکاوی نه وي، دبل چا خصوصي حریم به دې تر پښونه وي لاندې کړی.
۷ـ ایا تا د خپل فکر بیان لپاره مناسب ځای ټاکلی، ځکه هر ځای خپل قوانین لري چې له داسې ستونزو سره مخ نه شي ژوند دې له ګواښ سره مخ شي.
۸ـ کله چې خپل فکر بیانوې شواهد ( ثبوتونه ) لرئ ، معمول ده چې بې منطقه خبرې په چا اغیز نه کوي یوازې دوخت ضایع ده.
۹ـ دخبرو کولو، یالیکلو پر مهال له پوچو، سپکو الفاظو استفاده مه کوه ځکه ستا شخصیت کمزوری معرفي کوي.
۱۰ـ په ځان باور ولره بیا خپل فکر بیان کړه البته دټولنې د رغون  اواصلاح په موخه.
دې ته ورته نور ډیر څه دې چې دبیان ازادي په چوکاټ کې باید ورته پام وشي، دا چې دبیان ازادي لپاره غوره وسایل ټولنيزې رسنۍ دي نو بیا اړینه ده چې درسنیو لپاره هم یو هر اړخیز قانون موجود وي، چې د هغه په رڼاکې د وګړو لپاره د دې اسانتیا برابره شي چې خپل سالم فکربیان کړي، تر څنګ یې که چیرته حاکم نظام په رسنیو باندې څار ونه لري نو مخالف لوري له همدې طریقه کولای شي چې هر نوعه فشار په دولت راوړي.
 نو دا چې هر فرد ته قانون اجازه ورکړې چې فکر بیان کړي نو باید له همدې فرصت څخه په استفادې هر شخص اوهره رسنیزه اداره غوره استفاده وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply