انس حقاني په مشروط ډول خوشې شوی

سید عبدالله پاچا

0 685

افغان حکومت له نړیوالو همکارانو سره په مشوره او له طالبانو سره په نامستقیمو مذاکراتو کې بلاخره دې هوکړې ته ورسیدل چې انس حقاني او درې نور لوړپوړي طالبان له زندان ازاد کړي، خو دا ازادیدل په مشروط ډول دي. یو شرط دا دی چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او له افغان حکومت سره به د سولې مخامخ مذاکراتو ته کینی. بل شرط دا دی چې خوشي شوي طالبان به هیڅکله د جګړو لیکو ته نه ستنیږي او نه به د جګړو رهبري کوي. افغان حکومت ځکه انس حقاني د دوه بهرنیو استادانو په بدل کې خوشې کړ چې دا استادان افغانستان ته د خدمت لپاره راغلي و چې افغان ځوانان په لوړو زده کړو سمبال کړي.

افغان حکومت ډير کله ټينګار لري چې د سولې قیمت لوړ دی، نو د قیمت یوه برخه یې د سولې د خبرو په درشل کې پرې کړه، دا چې سوله د طالبانو د بندیانو په ازادیدو راځی، افغان حکومت تیار دی چې د باور جوړونې لپاره د زندانیانو تبادله وکړي. ولسمشر غني د زندانیانو د تبادلې په تړاو ملت ته ښکاره پيغام درلود چې ولې او د کوم دلیل له مخې یې انس حقاني، عبدالرشید او مالي خان خوشې کړل. ولسمشر په خپل پيغام کې ویلی، د دغو دوو بهرنیو استادانو خوشې کېدل له طالبانو سره په غیرمستقیمو مذاکراتو کې زموږ د اساسي غوښتنو یوه برخه وه، ترڅو د دې استادانو کورنیو او اړوندو هیوادونو ته دا ډاډ ورکړو چې موږ د خدمت او شرافت د قدردان ملت او دولت په توګه د هغوی چې د علم او دانش د ترویج په خاطر زموږ هیواد ته راځي، هرکلی او درناوی کوو.

ولسمشر وویل ما په کراتو ویلي دي چې باعزته او تلپاتې سولې او ثبات ته رسېدل یوه ورځ دېته هم اړتیا لري چې موږ د هغه تریخ قېمت ورکړو. مګر دا قېمت او بیه به د جمهوریت اصل، د وګړو او ښځوحقونه او زموږ لاسته راوړنې نه وي او هیڅ ډول جوړجاړی او تفاهم به دا ارزښتونه قرباني نه کړي. ولسمشر ملت ته په وینا کې وویل، د هیواد د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان په توګه ما ټول مادي او معنوي امکانات چې دولت یې په اختیار کې لري د امنیتي او دفاعي بنسټونو په خدمت کې ورکړي او یوه لحظه هم د هیواد د صدیقو اولادونو له سرښندنو، مبارزو او کوښښونو څخه بې خبر نه وم، تل له هغوی سره یو زړه او همغږی وم او یم. د طالبانو ډله پوهېږي چې نږدې یولس زره کسان یې چې په بېلابېلو جرایمو او جنایتونو کې یې لاس درلود او بالفعل د جرم ترسره کولو په جریان کې نیول شوي دي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره بندیان دي او افغان دولت له دې ټولو زندانیانو سره د قانون، منل شویو انساني او اسلامي ارزښتونو مطابق چلند کوي. خو په هغه صورت کې چې که طالبان د افغانانو په وژنه ټینګار وکړي او یو ځل بیا د خپلو بهرنیو او پردیو د ګټو د ملاتړ په خاطر د افغانستان خلک قرباني کړي، له همغه ځواب سره به مخامخ شي چې په ۱۳۹۸ کال کې ورسره مخ شول. هیله ده چې د مذاکراتو او دیانت لاره انتخاب کړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply