يو بل روح هم دبندله قيده د تل لپاره  ازاد شو

رفيع الله روشن

0 906

ستا مينې شاعره کړم لیکواله شوم
تل غزل لیکمه زه دې مړه شمه
لکه څنګه چې د ژوند يو نوم مبارزه ده نو تل بايد په ژوند کې له واقع کېدونکو حالاتو سره په نره ډغرې ووهل شي،دا پېښې کېږي د همدې لپاره چې موږ يې پر وړاندې ودرېږو او ځواب يې ورکړو.

خو د عمل عکس العمل يواځې ځوانان او نارينه نه بلکې زموږ همت لرونکې او با شهامته مېرمنې او پېغلې هم ښودلی شي او نړۍ او پکې اوسېدونکو وګړو ته دا روښانه کوي چې ښځه په رښتياهم نيمه نړۍ ده،نو ځکه خو شاعر وايي:
چې خبرې يې له کاره کمې ندي
لوپټې مو د دستاره کمې ندي

خبره تر دې راياده شوه چې د هېواد په دې نا امنيو او ګډوډيو کې کله کله داسې زېرې هم اورو چې ټول غمونه او دردونه مو هېر شي.

داځل د خوښۍ دا خوږ زېری  له کندهار جګړه ځپلي ولايت څخه لرو او هغه دا چې د ځوانې او تاندې شاعرې آغلې ثرايا حميدي افغان په هنري ګوتو ليکل شوې د (بند روح) تر عنوان لاندې شعري ټولګه تازه په تازه دچاپ په ګاڼه و پسولل شوه او دا بند روح له قفس  څخه د يوه مارغه په شان د تل لپاره له بنده ازاد شو.

د آغلې حميدي افغان د کتاب چاپ موږ ته دا هيلې راکوي چې لا هم کندهارۍ پېغلې او مېرمنې د خپلو قوي فکرونو او وزمينو قلمونو پر مټ د ميوندۍ ملالې ارمانونه پالي او بدرګه کوي يې.

د کندهار په اوسنيو نا امنو حالاتو کې اوس هم د کندهاري وګړيو په منځ کې د احمد شاهي او هوتکي ځوانانو تر څنګ، نازو او زرغونه رنګې  پېغلې او مېرمنې هم را لوېږي او دوی سره له دې چې د وخت  او حالاتو جبر او تاړاکونو يې په خوله لاسونه ايخي او په لاسونو کې يې د اورونو ځنځيرونه وراچولي او ډېر وخت د رسمونو او عنعنو په مجمرونو کې په باندې شويو بټونو نينې کېږي خو بيا هم لاهوتي او ملکوتي ازانګو ته انعکاس ورکوي.

له نېکه مرغه چې نن د همدې وياړلو مېرمنو په منځ کې يوه هم د پياوړي قلم څښتنه او تانده شاعره آغلې ثرايا حميدي افغان ده چې قلم يې د هېواد له حماسو، د جانان له مينې او د ځان د باور او ويساينې ګلونه دوړوي.

آغلې افغان د خپل ملت او ولس د زړه غږ د شعر او حماسو په ژبه بېرته ټولنې ته وړاندې کوي.

زه ورته د دې کتاب د چاپ په پار ډېره مبارکي وايم او په راتلونکې کې هم ورته په دې برخه کې د ډېرو نوښتونو او برياوو هيله کوم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply