په کابل ښار کې د پاکو اوبو ظالمانه مصرف او چټل‌والی

احمد جمالزی

0 1,385

اوبه د ژوند له هغو اړتیاوو دي، چې له هغو پرته  ژوند کول ناشوني دي. الله جل جلاله د خوراک او څښاک په اړه په قران کریم کې فرمايي: (کُلُواْ وَاشْرَبُواْ وَلاَ تُسْرِفُواْ) ژباړه: وخورئ، وڅښئ خو اسراف مه کوئ. خو دلته د دغه آیت شریف د خوړلو او څښلو پر امر عمل شوی او د اسراف د نه کولو امر یې هېر شوی.

د اوبو کم‌والی او چټل‌والی د راتلونکي نسل د داسې مرګ پیل دی، چې اوسنی نسل یې د بنسټ ډبره ږدي. د نړيوال بانک د څېړنو له مخې، اوس‌مهال د نړۍ اتیا  هېوادونه د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي او نږدې درې مليارده خلک په هغو سيمو کې ژوند کوي چې په لوړه کچه د اوبو د کمښت له فشار سره مخ دي. د اټکل له مخې به دا کچه تر ۲۰۳۰م کال پورې  نږدې څلور مليارده تنو (د نړۍ نيمايي نفوس) ته ورسېږي.

د افغانستان د اوبو د قانون له مخې، اوبه یو عامه ملکیت دی چې د څښاک، کرنې، صنعت، عامه خدماتو، د انرژۍ د تولید، ترانسپورت، بېړۍ چلولو، کب روزلو او چاپېریال لپاره ترې کار اخیستل کېدای شي؛ خو په دغو ټولو مواردو کې لومړیتوب د څښاک او ژوند کولو لپاره اوبو ته ورکړل شوی. همدارنګه د دغه قانون په یوه ماده کې دا هم راغلي چې دولت مکلف دی د طبیعي سرچینو په توګه د اوبو ساتنه او مدیریت وکړي. دغه قانون د اوبو د بېلابېلو اړخونو مسؤولیت د افغانستان یوولسو وزارتونو او ادارو ته سپارلی ترڅو د اوبو کنترول مدیریت او ساتنه وکړي چې په دغو وزارتونو کې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونه هم شامل دي.

په کابل ښار کې د اوبو د کم‌والي لوی لاملونه او ځایونه: 

  •   د اوبو په مصرف کې د خلکو نه پاملرنه: د نوې ټکنالوژۍ په راتګ سره په هره برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې، چې د هغو له ډلې د اوبو د را ایستلو په برخه کې د لمریزې برېښنا استعمال ډېر پراخ شو. د کابل ښار په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کرنې لپاره د دغه ډول اوبو را ایستل په ډېر ټيټ لګښت د خلکو لپاره جوړیږي. خو په ډېر ظالمانه او بې پروا توګه د لمر له ختو تر پرېوتو پورې پرته له دې چې اوبه بندې کړای شي له یوه اېنچ بیا تر څو انېچونو پورې اوبه را وباسي.  همدارنګه په کابل ښار کې د خلکو د نفوس ورځ تر بلېډېرېدل د کابل د اوبو د کموالي ستر لاملونه دي. د اوبو په مصرفولو کې د خلکو نه پاملرنه داسې کچې ته رسېدلې چې هرڅوک د دغو اوبو په اړه داسې فکر کوي چې ګواکي اوبه د دوی خپل شخصي ملکیت دی او د هغوی له خوښې سره سمې باید مصرف شي. د اوبو د نل‌لیکو لیکۍ نه اصلاح کول او داسې نورو ورته کارونو ته پاملرنه نه کول، لکه دا چې د اوبو ذخیره ډکېږي د ذخیرې د بندولو لپاره چې نږدې د هغې په نیمايي اندازه اوبه ضایع کېږي پاملرنه نه کول، په کارځایونو، تشنابونو، پخلنځیو او د ځایونو په مینځلو کې د اوبو بېځایه مصرف ته پام نه کول، ټول د اوبو د بې‌ځایه مصرف بېلګې دي. د کابل ښار په منځ کې د یوې سیمې د لسګونه کورونو د اوبو مسؤول وایي: «دلته نږدې پنځوس کورونه دي چې په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۰۰ زره لېتره اوبه مصرفوي». که د پنځوسو کورونو دغه ډول مصرف د کابل ښار له اوسني ټول نفوس سره پرتله کړو، تر حساب وتلی مصرف کېږي. 
  • په کابل ښار کې د معدني اوبو د تولید پرېمانه شرکتونه: په کابل ښار کې په سل‌ګونو د معدني اوبو شرکتونه شته، چې ډېری یې ان رسمي جواز هم نه لري، دغه شرکتونه هره ورځ په سل ګونه زره لېتره اوبه تصفیه کوي، د دغو اوبو د تصفیې سیستم داسې جوړ شوی چې باید اویا سلنه اوبه ضایع او دېرش سلنه پاکې یا تصفیه اوبه ترلاسه شي (د زرو لېترو اوبو له پاکولو څخه اووه سوه لېتره اوبه باید ضایع کړل شي). که د دغو سلګونو شرکتونو او د کابل په ښار کې د معدني اوبو د مصرف کچې ته وګورو نو داسې نتیجه اخلو چې هره ورځ په کابل کې د معدني اوبو د شرکتونو له‌خوا په میلیونونو لېتره اوبه ضایع کېږي. په کابل کې د کرسټال په نامه د معدني اوبو شرکت د اوړي په موسم کې په څلورویشتو ساعتونو کې نږدې یو میلیون لېتره پاکو اوبو ته اړتیا لري او د دغو ټولو اوبو ضایعات بیا د استفادې وړ نه دي او ضایع کېږي. د دغه شرکت د اوبو مصرف ته په پام، په کابل ښار کې په سلګونو دا ډول نور کوچني شرکتونه شته چې د پاکو اوبو رسولو په برخه کې فعال دي. له بده مرغه دلته د هرڅه په غیرمعیاري ډول جوړ شوي چې د پاکو اوبو شرکتونه هم ترې مستثنا نه دي او د ضایع شوو اوبو د بیا تصفیې سیستم نه لري.
  • کورونو ته د نل‌لیکو په واسطه د اوبو رسولو شرکتونه: په کابل ښار کې د اوبو رسولو تر دولتي شرکت هاخوا په سلګونو نور شرکتونه هم په دې برخه کې فعالیت کوي او هره ورځ په سلګونو زره لېتره اوبه پر خلکو پلوري، چې ډېری اوبه یې د پایپونو د غیر معیاري توب او لیکۍ له کبله په ساعتونو ساعتونو بېځایه مصرفېږي.
  • د اورښت کمېدل: له تېرې یوې لسیزې را په دېخوا په ټول هېواد کې په مهمو فصلونو کې د اورښت کچه تر بل هر وخت ډېره راټيټه شوې ده چې د ځمکې د سطحي اوبو د وچېدو تر څنګ یې په تر ځمکه لاندې اوبو هم پوره اغېز کړی. په کابل ښار کې د ډېری سیمو کانکریټي کېدل چې د باران او واورې د اوبو د جذب مخه یې نیولې او دغه اوبه د ویالو له لارې په بله خوا ځي. د کابل ښار د برې ارغندۍ سیمې یو اوسېدونکی وايي: «زموږ په سیمه کې داسې کارېز وچ شو چې ۱۵۰ کاله مخکې زموږ نیکونو کیندلی و». د تېر ژمي په وروستیو کې څه نا څه د کابل او ولایتونو په ګډون د واورې د اورښت کچه ډېره شوه. د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤولینو د کابل او نورو ولایتونو د اوبو د کچې د لوړېدو خبره وکړه چې تر ډېره دغه اورښت د اوبو په ډېروالي کې ونډه واخیسته. سږ کال په کابل او ولایتونو کې د کرنې په برخه کې ډېر بېلابېل توکي وکرل شول؛ خو بیا هم په ټولیز ډول د ورښتونو کچه کمه ده او د اوبو پر کمښت یې نېغ په نېغه اغېزې ښندلې دي.
  • حمامونه، د لامبو وهلو حوضونه، د موټر مینځلو ځایونه او داسې نور: په کابل کې د دغو یادو ځایونو پرېمانه موجودیت هم د اوبو په کم‌والي کې له لویو لاملونو بلل کېږي او په دغو ځایونو کې د اوبو منظم او پر ځای مصرف ته هېڅ پاملرنه نه کېږي. د کابل ښار د یوه حوض څښتن وایي: «موږ د حوض نږدې شل زره لېتره اوبه په اونۍ کې تبدیلوو، داسې حوضونه هم شته چې په یوه اونۍ کې له پنځوس زرو لېترو تر سل زرو لېترو پورې اوبه تبدیلوي».

د اوبو کارولو لپاره د قانوني جواز اړتیا:

د اوبو د قانون له مخې په لاندې مواردو کې د اوبو د کارولو لپاره قانوني جواز اخیستلو ته اړتیا ده:

  • په نویو جوړو شو پرمختیايي پروژو کې د سطحي او ژورو اوبو د کارولو لپاره؛
  • د اوبو سرچینو ته د فاضلابو یا چټلو اوبو د ور ګډولو لپاره (فابریکې، روغتونونه او داسې نور صعنتي کارونه)؛
  • په سوداګریزو او صعنتي برخو کې د کارولو لپاره؛
  • د سوداګریزو، صعنتي، کرنیزو او ښاري اوبو رسولو په برخه کې د ژورو او نیمه ژورو څاګانو د کیندلو لپاره.

له بده مرغه د پورتنیو مواردو یو یې هم دلته نه پلی شوی او نه هم پلی کېږي.

همدارنګه د قانون له مخې په وضع شوو مواردو کې سرغړونکو ته جزاوې ټاکل شوې، چې دلته یې یوازې د دوو یادونه کېږي چې د قانون له مخې که کوم کس لاندې سرغړونې وکړي په دوه کلن بند یا باید د خپل بند د بدل خساره ورکړي:

  • د اوبو سرچینې بندې کړي یا یې بدلې او خرابې کړي؛
  • اوبه تر خپلې کچې ډېرې ککړې کړي.

د اوبو د چټل‌والي لاملونه:

د کابل ښار د اوبو د چټلېدو لاملونه ډېر دي، خو دلته یوازې څو محدودو ته اشاره کېږي:

  • په کابل ښار کې د ډېر زیات بیروبار او د فاضلابو د معیاري سیستم نه‌شتوالی: په دې برخه کې خلکو هم د خپل وجداني، وطني او ایماني مسؤلیت له مخې د فاضلابو سیستم ته پام نه دی کړی او د خپلو فاضلابو لپاره یې جذبي څاګانې کیندلې، چې د اوبو د خراب‌والي له سترو لاملونو ګڼل کېږي. په کابل کې د فاضلابو لپاره شاوخوا څلور لکه څاګانې کیندل شوې چې ډېری یې جذبي دي. د د غو څاګانو ژوروالی نږدې پنځلسو مترونو پورې رسېږي. پر دې سربېره د کابل ښار ځينو لویو مارکېټونو هم د سيپتیک یا د فاضلابو لپاره د سیستم د نه‌شتون له کبله دغه چټلې اوبه د ښار د سړکونو تر څنګ ویالو ته ایستلې دي چې د اوبو د خرابوالي ترڅنګ یې په هغو سیمو کې د بوی رامنځته کېدو او ناروغیو خپرېدو ته زمینه برابره کړې. د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د یوه لوی مارکېټ د ټولو تشنابونو د فاضلابو پایپونه د عمومي سړک لویې ویالې ته ایستل شوي. همدارنګه د کابل په لودیځ کې د قلعه حیدرخان په سیمه کې د یوه ځايي زورواکي په کور کې د پنځو سوو افغانیو په مقابل کې د فاضلابو د ټانکرونو د خالي کولو لپاره ځای جوړ شوی چې له کوره د یوه لوی پایپ په وسیله د کابل سیند ته دغه چټلې اوبه راځي چې هره ورځ نږدې له دېرشو تر پنځوس ټانکرونو پورې هلته خالي کېږي، دغه زورواکی بیا له بل لوی زورواکي سره اړیکه لري چې خلک یې په مقابل کې له درېدو ناتوانه دي. 

د چاپېریال ساتنې د متخصصینو په وینا، د کابل ښار په اوبو کې د کولیفورم په نامه میکروب چې د انسانانو په ادرار کې موندل شوی، شته دی او دا د دې ښکارندويي کوي چې د کابل ښار اوبه له انساني فاضلابو سره په بشپړ ډول ګډې شوې دي.

  • په کابل ښار کې د بېلابېل ډوله زهري موادو شتون:
  • د روغتونونو، کارخونو او نورو دا ډول کار ځایونو له‌خوا په ډېره بې غورۍ سره په لارو کې پراته دغه مواد د بادونو په واسطه د اوبو تر ځایونو پورې رسیږي او له اوبو سره ګډيږي چې د اوبو په چټلولو کې تر ټولو خطرناک فکتور بلل کېږي. د کابل سیند چې څو لسیزې وړاندې د کابل د اوبو د تغذیې لپاره تر ټولو ښه وسیله وه؛ خو اوس په داسې سیند بدل شوی چې یوازې چټلۍ، میکروبونه او زهري مواد پکې په پرېمانه توګه موندل کېږي، چې دا هم د اوبو په چټل‌والي کې ستر رول لري. 

حل‌لارې:

په دې وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د کابل ښار په هغو سیمو کې چې هلته شنې ونې کېنول شوې دي او ډېرو اوبو ته اړتیا لري، د پایپونو له لارې د پنځلس زرو ونو د خړوبولو پروژه پیل کړې او د پایپونو د تېرولو کار یې په عملي ډول پیل کړی چې دا د ښار د ښکلا لپاره د اوبو د مصرف په برخه کې تر ټولو غوره ګام دی. خو په عمومي توګه خلک او حکومت دواړه باید دې ستونزې ته پام وکړي او د اوبو د چټل والي او کمښت د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي. دلته څو دغسې اقداماتو ته اشاره کوو:

  1. لومړی خلک باید د اوبو په مصرف کې خپل وجداني او اسلامي مسؤلیت ته پوره پاملرنه وکړي. د جوماتونو د ملا امامانو، د پوهنتونونو او ښوونځیو د ښوونکو او ادارو او رسنیو له لارې د اوبو په لګښت کې د خلکو د پاملرنې په برخه کې ډېره پاملرنه وشي. د یوه خصوصي بانک او تلویزیون له‌خوا په دغه برخه تر یوې کچې کار شوی. دوی د اعلانونو په جوړولو او نشرولو سره خلک د اوبو د مصرف په اړه بیداروي.
  1. دولت باید وړاندې له دې چې په دغه ظالمانه ډول په ښارونو کې د اوبو مصرفېدل پیل شي، یا که پيل شي د یوه منظم سیستم له لارې د دا ډول کارونو مخه ونیسي.  په ځينو هېوادونو کې د اوبو د کنترول او مدیریت لپاره بېلابېل ډوله میکانېزمونه جوړ شوي، لکه په امریکا کې د اوبو د کنترول لپاره ځانګړي پولیس جوړول، په برازیل کې د پاکو اوبو د بیې لوړول چې د اوبو په لګښت کې یې څلوېښت سلنه کم‌والی را وستلی دی، په استرالیا کې د کرنې په برخه کې د اوبو د قطره‌يي سیستم جوړل او همدارنګه په سویډين کې د استعمالي اوبو د بېرته پاکولو سیستم جوړول چې نږدې نوي سلنه ناپاکې اوبه بېرته پاکوي. په افغانستان کې په ځانګړي ډول په کابل ښار کې دولت باید د اوبو رسونې د ریاست په چوکاټ کې د منظم سیستم د جوړولو له مخې په لومړي سر کې په کابل ښار کې د خپل‌سرو ژورو څاګانو د کیندلو مخه ونیسي او د دغې ستونزې د حل لپاره دې د دغه ریاست تشکیلات پراخ او د کابل ښار په ډېری سیمو کې چې د پاکو اوبو نلونه تېر شوي د مېټرونو په واسطه په ټيټ قېمت پر خلکو اوبه وپلوري، دغه سیتسم له یوې خوا په سلګونو خلکو ته د کار زمینه برابروي له بل پلوه به د کابل ښار د اوبو په منظم والي کې د څو چنده زیاتوالي ترڅنګ دغې ادارې ته د یوه دوامدار عاید زمینه برابره شي (لکه د برېښنا په برخه کې د برېښنا شرکت جوړول). د دغه ډول کار تر ټولو ښه بېلګه په کوزه پښتونخوا  پېښور ښار کې د اوبو منظم‌والی دی چې هم خلک د اوبو په مصرف کې پام کوي هم اړوندې ادارې ته د یوې عایداتي سرچینې په توګه مطرح ده.
  1. د اوبو انرژۍ وزارت د یوې څېړنیزې تشخیصي طرحې په جوړولو سره د سطحي اوبو د مدیریت او ذخیره کولو په برخه کې ځینې وړاندیزونه کړي چې د هغو په عملي کولو سره به تر ډېره د کابل ښار د اوبو په تغذیه کولو کې ګټور وي. په دغو وړاندیزونو کې دا هم راغلي چې په کابل ښار کې باید په ډېری ځایونو کې د باران او واورې اوبه داسې ځایونو ته برابرې کړای شي چې ځمکې ته په اسانه جذب شي. دا وړاندیزونه وخت او ډېر لګښت ته اړتیا لري او تر اوسه يې پر عملي کولو غور نه دی شوی؛ نو ځکه باید طرحې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې نه شي، بلکې عملي شي.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply