یو مخ دوه څېرې؛ نیم ټلواله، نیم طالب

0 658

زموږ سیاستوالو اوریدلي، چې په سیاست کې دایمي دوست او دښمن نشته، نو که د سیاست له دایرې هم ووتې باک نشته. خبره داسې نه ده. په سیاست کې په یوې نقطې استقرار نشته، خو له دایرې وتل بیا له سیاست څخه د وتو په معنی ده او د نظامي مخالفت په لیکه کې ګډېږي.

د همدې نظام له منابعو خړوب شوي او ثمر ته رسېدلي دغه ډول سیاستوال نن سبا بیخي ډېر شوي دي. له حکومت سره سیاسي اختلاف او انتقاد یې حق دی، خو دوی خلک تېر باسي او پخپلې زرنګۍ هڅه کوي ځان په یوه او بل نقاب کې پټ کړي. دوی ډېری وخت تر هغو پولو هم اوړي، چې د حکومت او طالب ترمنځ راکښل شوې دي، خو نوم ورته د سیاست ورکوي.

پخوانی ولسمشر کرزی د دې ګډولې یوه ښه بېلګه ده. دی چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ماډرنې دولت جوړنې د باني او بنسټګر مادي او معنوي امتیاز اخلي، کله کله بېرته پخپلو قدمونو ازغي وشیندي او نوم ورته د سیاست ورکړي. کرزی او ترې راتاوه ډله هر وخت دا امتیاز اخلي چې واک یې په سوله ییزه بڼه انتقال کړی او حد اقل رامنځته شوي بنسټونه یې په میراث پرېښي، خو د سیاسي اختلاف په نوم یې د نظام ړنګولو پریمانه بېلګې ثبت دي. دا جلا بحث دی چې انتقاد او اختلاف یې هم تر کومې کچې معقول دی، د شخصي او د ده د ډلې د ګټو د ټکر له وجې دی او که د ملي؟ اما دلته بحث پر دې دی، چې کرزی ولې له فروعاتو سره اختلاف کې اصول ړنګوي او له وچو سره لامده هم سوځوي او بدتره خو یې لا دا چې دا کار هم د ملت او ملي ګرایۍ په نوم کوي؟

د پخواني اعلی سرقوماندان په توګه څوارلس کاله افغان ځواکونه د ده په قومانده له طالبانو سره وجنګېدل، قرباني یې ورکړه، شهیدان شول، کورنۍ یې بورې شوې، خو دی له اشنا ټلویزیون سره په مرکه کې وایي، چې څه پروا کوي که طالب یوه ولسوالۍ ونیوله او که افغان حکومت؟!!! دا نو کوم منطق شو؟ بیا دې پرون ولې پردي بچي د خپلې واکمنۍ او حکومت لپاره جنګول؟!!

تر دې وروسته یې د لویې جرګې په نوم پخپل لاس د جوړو کړیو بنسټونو په ورانولو پسې راواخیسته. هغه مهال که شرایط سخت و، ته هم پوهېدې چې ولې سخت وو او ستا د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۷ کلونو سره یې څه توپیر درلود، خو هغه وخت دولت او نظام سره کرښه وه، خو اوس باید منحل شوي وای؟!!!

د نظام پر ضد د اشوبګر، لنډغر، قانون ماتونکي او مفسدینو مهارول هماغسې د دولت له لومړنیو دندو څخه ده، څنګه چې د طالب او بل ترهګر سازمان له وسله والو غړو سره مبارزه ده. خو ښاغلی کرزی راپورته کېږي او د سنبلې د اتلسمې لنډغرو مهارولو پر ضد غږ کوي او پخپل لاس د جوړ کړي امنیتي ځواک په بې طرفۍ شک کوي؟!!! دی دومره نرم زړی شو چې د قانون تطبیق او ترهګرۍ ضد مبارزه هم د ملي وحدت له زاویې تعریفوي او په ترهګر رحم هم خپله خاصه بولي. د ټلوالې ترحم ته ناسته او طالب سره انډیوالۍ کې په سرو کرښو پښې اړول، خو والله که ملي ګرایي وي! حد اقل دا پخپل هغه پخواني رول د کرښې راکښل دي، چې د همدغو معیارونو د ساتلو په نوم یې لوباوه.

د ۲۰۰۸ کال په ژمي کې د فرانسې په شانتلې کې له طالبانو سره د افغان سیاستوالو مخامخ غونډه د افغان حکومت یو موازي حرکت بلل کېده، خو د مسکو او قطر غونډې موازي حرکت نه بلل کېږي؟!! د سولې په نوم دا کومه ډرامه شوه چې پرون ستا لپاره سرې کرښې وې، خو د ننني حکومت لپاره د شګو بند هم باید نه وي؟!! په واکمنۍ کې دې له طالبانو سره د پټو اړیکو په تور لسګونه کسان زندان ته ولاړل، خو نن ستا او د طالبانو ترمنځ پټ هئیتونو تبادله کېږي او پرې انتقاد باید ستا د حاکم زعامت جانشین لپاره هیڅ نه وي؟!!

د پرون ښه او د نن بدو دغو ډول توجیهاتو پریمانه بېلګې نورې هم شته، خو د تامل وړ ټکی دا دی، چې دې وضعیت ولې کرزی او پرې شاوخوا راټوله ډله په فغان راوستې؟!! نننی وضعیت به بهتره نه وي، خو پرونی هم والله که تر دې ښه و، اما هغه وخت نه سرې کرښې وې، نه په امریکا پورې وابستګي وه او نه استقلالیت له ګواښ سره مخ وو، خو نن دا هر څه دي؟!!

نیم حکومت دې په ټلواله وخوړ او لګیا یې نیم اوس په طالب خورې، خو ته هر څه یې او نور هیڅ!؟ خلکو په کندهار کې د جنرال رازق غم ژاړه او تا د هغه په خونه کې ایښي د احمد شاه مسعود عکس ته ساندې ویلې. دا نه والله که ملي یووالی وي او نه ملي ګرایي. دا د لنډغر پالنې هغه مکتب دی، چې تا خلاص کړی او ستا له برکته د لنډغرو عکسونه هم نن د کندهار د بېوسه ماشومانو د ښوونځي حق او امتیازات خوري. لنډغرپالنې او طالب پالنې ته چې کومه کړکۍ تا پرانیستې وه، نن یې اشرف غني هم پالي، ځکه که یې ونه پالي بیا بېرته همدا ته یې په قوم پالنې او د بیان ازادۍ په ماتونې تورنوې.

پرون ستا د ملي امنیت سلاکار له کویټې شورا سره د کابلي طالبانو اړیکې افشا کړې او ټلیفوني مکالمه یې د ثبوت لپاره خپره کړه، هغه وخت د کابلي طالبانو اړیکې د ملي منافعو خلاف عمل و، خو نن د بیان ازادي ده؟

په دې ټوله معامله کې غرق خوار پښتون نسل دی، چې په نماینده ګۍ یې ستا غوندې مشران خوري، خو استازیتوب یې نشي کولی. لنډغر او طالب خو ښه دی، چې د حکومت لومړی کس یې هم نن په حمایت افتخار کوي. هر رنځ دوا لري، خو کرزی داسې کوم لېوني سپي خوړلی چې واکسین هم نه لري؟!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply