څنګه خپل محرم آنلاین معلومات خوندي کړو؟

اغاملوک سحر

0 1,232
که تاسوهر آنلاین هر کار او فعالیت کوئ هغه تاسو پسې ثبت کیږي، هغه که تاسو په ظاهره ډیلیټ هم کړي، خو یوه کاپې یې په آنلاین سرورونو کې پاته کېږي، دا کاپې ستاسو له کنټروله وتلې، دا کاپی د تجارتي،نظامي، استخباراتي،… او نورو موخو لپاره کاریږي. دا که تاسو آنلاین یو څه ګوري،سرچ کوي یې، خبرې کوي،… دا پلونه پاتیږي او دیته د پښو ډيجيټلې نښه (Digital footPrint) وایې.
دا چې دا معلومات ولي ساتل کیږي هغه بیله موضوع ده، بل وخت به بحث پرې وکړو. اندیښنه دا ده چې وخت په تیریدو سره به د پښو ډیجيټلې نښه، فعالتونه او خوندیتوب لوی سر خوږی سې. مثلا تاسو کوم سایټونه ته تللی یاست، تاسو له چا سره پیغام شریک کړی، کوم فلمونه او څه وخت مو کتلي، تاسو څه ډول شخص یاست، چا سره اړیکې لري، کومو موضوعاتو سره علاقه لري،… یعنې دوی به تاسو تر خپل ځان ښه پیژنې.
اوس ډیری ټولنیزې رسنۍ او آنلاین پلټپارمونه ستاسو بیومټریک ډیټا  هم ځان سره لري او داسې الګوریتونو په وسیله که تاسو په مستعار نوم هم فعالیت ولري ستاسو له فعالتونو او بایومټریک ډیتا په ګټه اخیسته تاسو پیژني چې څوک یاست.
خو که تاسو د مخابراتي شبکو (GSM) له لارې اړیکې هم نیسئ هغه که غږیزه اړیکه ده یا ټکس مسیج کوئ مسیجونه خو د ټول عمر لپاره پاتیږي خو غږیز او ویډیو اړیکې ممکن د لسو شلو کلونو یا  هم د اوږد مهال لپاره د دې شبکو په سرورونو یا نورو ځایونو کې پاتېږي.
 حل لار څه ده؟
په ټوله که ووایم آنلاین امنیت (Security) نسته، که دی هم نسبي دی. نو ښه داده چې ټول محرمانه او نور شخصي معلومات آنلاین نړۍ ته مه راوړئ، مهم او شخصي مسایل تر ممکنه حده  آنلاین مه بحث کوي، هیڅ پلټپارم خوندې نه دی. د دې لپاره چې ستاسو د پښو ډیجيټل نښه پاته نیسې نو ځینې ټکنالوژیو څخه کار واخلئ یا ځینې تخنیکونه لکه د دې مسایلو لپاره یو ناثبت سوی سیم کارټ، مستعار ایمیل،اکوونټ، فزیکي لیږد، د زمرونو او ګډونو کارونه، شخصي یا محرم پلټپارم… له داسې ټکنالوژیو او تخنیکونو څخه په ګټه اخیستنه ممکن خپل شخصي حریم (Privacy) او آنلاین معلومات خوندې کړئ. ممکن د پښو ډیجیټل نښه او نورو آنلاین معلومات تاسو ته کلونه یا لسیږې وروسته سري درد جوړ کړي.
زما شخصي تجربه داده چې په ځلونو چارواکي،د شورا غړي،سلیبریټیان، علمي شخصیتونه،… شخصي معلومات نورو ته په لاس ورغلی یا یې بلکمیل کړي،باج ترې اخلي یا کله کله لویو پریکړو هم دا مسایل کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply