سعودي عالم: ‌موسیقي د اسلام د پیغمبر له لوري نه ده منع شوې

0 1,329

په مکه مکرمه کې د ستر جامع جومات پخواني ملا ادعا کړې چې د اسلام د پیغمبر په زمانه کې هم سندرې ویل کيدلې او د موسیقۍ آلې موجودې وې. عادل الکلباني همدا راز وویل چې بي بي عایشې هم د خپلو ګاونډیو له میرمنو سره سندرې ویلي دي.

   
Bildergalerie Das andere Pakistan (Shamil Shams)

په سعودي عربستان کې د مکې د جامع جومات پخواني ملا شیخ عادل الکلباني په یوه تلویزیوني مرکه کې ادعا کړې ده چې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد په زمانه کې سندرې ویل کیدې او همدا راز د موسیقۍ آلې موجودې وې.

نوموړي په دې تلویزیوني مرکه کې همدا راز ادعا کړې ده چې د حضرت محمد میرمنې بي بي عایشې هم له خپلو دوو نورو ګاونډیو سره په ګډه سندرې ویلي دي. د مکې د جامع جومات دغه پخوانی ملا  اوس په ریاض کې د يوه بل ستر جامع جومات ملا دی.

دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمیر اسلامي دیني عالمان موسیقي د اسلام په رڼا کې حرامه ګڼي، خو یو شمیر اسلامي دیني علمان بیا په دې برخه کې د نظر اختلافات لري.

په سعودي عربستان کې په یوه تلویزیوني مرکه کې شیخ عادل الکلباني د یوه بل حدیث په حواله وویل چې  یو ځل د اسلام پیغمبر په یوه واده کې ګډون وکړ چې پکې یوې میرمنې دایره يا چمبه وهله او سندرې یې ویلي.

شیخ الکلباني په ۲۰۱۰م کال کې د موسیقۍ د روا ګڼلو په برخه کې یوه فتوا هم صادره کړې وه چې بیا وروسته له خپلې فتوا پر شا شو. په سعودي عربستان کې ډېر مسلمانان موسیقۍ ته د یوه حرام او ناروا کار په سترګه ګوري.

د خپلې پخوانۍ فتوا د لغوه کولو په هکله نوموړي له یوې عربي ژبې الحیات ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: «د اسلامي چارو د وزیر په ګډون له ډيرو هغو کسانو سره مې خبرې وکړې چې زه ورته درناوی لرم، او تر خبرو وروسته زه په بشپړه توګه په دې قانع شوم چې هغه ډول سندرې ویل چې ما روا کار ګڼلی وو، [په اسلام کې] وجود نه لري.» شیخ عادل الکلباني په سعودي عربستان کې لومړنی تور پوستی دی چې د مکې د ستر جومات د امام په توګه یې دنده ترسره کړې ده.

شیخ الکلباني همدا راز په خپله يوه بله مرکه کې وويل: «زما د فکر کولو طرز له نورو جلا دی. زما په نظر سړی  له هغه چا څخه هم څه زده کولی شې چې غواړي پر تا باندې انتقاد وکړي.»  له خپلې لومړۍ فتوا شاوخوا لس کاله وروسته، په داسې حال کې چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د میرمنو او بهرنیانو پر وړاندې په قوانینو کې نرمښت راوستی دی، هغه يو ځل بيا د موسيقۍ په اړه خپل پخوانی دريځ تکرار کړی دی. سعودي عربستان په دې وروستیو کې د یو لړ اصلاحاتو شاهد دی.

د موسیقۍ د منع کیدو په برخه کې اختلافات؟

بل لوري ته په کاناډا کې میشت دیني عالم او د اسلامي معلوماتو د مرکز مشر ډاکټر شبیر علي، بیا په دې نظر دی چې په اسلامي روایتونو کې په واضح ډول د موسیقۍ د حراموالي په باره کې څه نه دي راغلي.

نوموړي په یوه مرکه کې په دې هکله ویلي: «په اوسني عصر کې چې هرچیرته موسیقي موجوده ده او که ووایو چې موسیقي حرامه ده نو په دې ترتیب موږ ډېر مسلمانان په یوه دام کې اچوو…ځکه د هرې خوا نه دغه حرام شی [موسیقي ستاسې غوږونو ته داخلیږي.»

ډاکتر شبیر علي وايي چې که چیري یو عمل په اسلام کې ناروا او حرام وي باید په قران او حدیثو کې ورته په واضح توګه اشاره شوې وي. ډاکټر علي وايي چې په قران کې په واضح ټکو کې د موسیقۍ د حراموالي په باره کې څه نه دي راغلي خو اشارې ورته شوي دي.

د نوموړي په خبره په قران کې د «لهو الحدیث» یادونه شوې چې منظور یې هغې شاعرۍ ته دی چې خلک له قران څخه لیرې کوي. ډاکټر شبیر علي همدا راز وايي چې په حدیثو کې هم د موسیقۍ د حراموالي په باره کې واضح څه نه دي ویل شوي.

dw.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply