کوم هيوادونه زياته طلا لري؟

عزت الله ذکي

0 636

د طلا د درجه بندۍ نړيوالي شورا ۱۰۰ هغه هيوادونه په ډاګه کړي، چي زياته طلا لري، په دې جدول کي ۵ عربي هيوادونه هم تر سترګو کېږي، چي د سره زرو زيات ذخاير لري.

ددغه جدول په آساس، سعودي عربستان لومړی عربي هيواد دی، چي ۳۲۳ ټنه ذخيره طلا لري، لبنان، آلجزاير، ليبيا او عراق څلور نور هغه هيوادونه دي، چي په لوړه کچه طلا لري او د زياتي طلا درلودونکو ۱۰۰ هيوادونو په جدول کي يې په پرلپسې ډول ذکر سوي دي.

اوسمهال په نړيواله کچه آمريکا د طلا تر ټولو زيات ذخاير لري او په دغه رديف کي وروسته آلمان، ايټاليا او فرانسه قرار لري.

په تېرو کلونو کي ۱۰ د لوړي کچي طلا درلودونکي هيوادونه، چي په دغه جدول کي شامل وه، د سږکال په پرتله يې بدلون نه دی کړی او ويې کولای سول، چي سږکال هم په دغه درجه بندۍ کي خپل پخواني ځايونه وساتي.

آمريکا اوسمهال تر ۸زره ټنو زياته ذخيره طلا لري او په دغه جدول کي لومړی ځای لري، چي د آلمان چي ۳۳۷۰ ټنه ذخيره طلا لري او په دويم رديف کي قرار لري، دوه برابره ده، ايټاليا د ۴۵۲ ټنه ذخيره طلا په درلودلو سره په درېيم رديف او فرانسه د ۴۳۶ ټنه طلا په لرلو سره څلورم ځای لري. دغه راز په جدول کي روسيه پنځم ځای لري، چي په زياته آندازه طلا يې ذخيره کړې ده.

د روسيې مرکزي بانک په تېرو شپږو کلونو کي په لوړه کچه طلا پېرلې ده، ياد بانک په ۲۰۱۷م کال کي وتوانېد، چي د روسيې طلايي ذخيره ۲۲۴ ټنه ته لوړه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply