د مومند بابا ادبي بهير اونيزه ناسته کې د پوهاند عبدالحی حبیبي په هکله لکچر وړاندې کړای شو

راپور: یوسف مشال

0 811

خوځښت/مزارشريف

د بلخ ادبي خوځښت مومند بابا ادبي بهیر د قوس په ۱۵مه، شوې اونیزه ناسته کې ګلبدین ستانکزي د پوهاند عبدالحی حبیبی د پېژندنې په هکله لکچر وړاندي کړ.
یاده غونډه چې د تاج محمد بهار له خوا په مخ وړل کیده، د قران شریف په مبارکو ایتونو پیل شوه.

د غونډې مېلمه قاري محمد قاسم محمدي او کوربه د مومند بابا ادبي بهیر مسوول فريد احمد طوفان تر ټاکل کیدو وروسته د يوسف مشال لخوا د تېرې اونۍ راپور واورول شو، چې ګډونوالو پرې کره کتنه هم وکړه.
ګلبدين ستانکزي راپور ښه وباله خو نوموړي په راپور کې کارول شوې د ((په زغرده رد کړه)) جملې ته اشاره وکړه چې که پر ځای يې بله مناسبه جمله کارول شوې وای نو لا به ښه وه. طوفان بیا که څه هم راپور له څو اړخونو ښه وباله خو زياته يې کړه، چې راپور کې اضافي کليمې ډېرې کارول شوي دي. نوموړي همداراز راپورټر ته د راپور لیکلو پر وخت د پوره دقت کولو سپارښتنه وکړه.

د ناستې دويمه برخه لکچر ته ځانګړې وه، چې ګلبدين ستانکزي پکې د پوهاند عبدالحی حبيبي د پېژندنې په اړه لکچر وړاندې کړ.
نوموړي په پيل کې د پوهاند حبيبي لنډه بيوګرافي وړاندې کړه:
پوهاند عبدالحی حبیبی د پښتو ژبې له پنځو ځلانده ستورو څخه شمېرل کیږي. نوموړی د عبدالحق اخوند زوی او د مولوی حبیب الله لمسی دی. په ۱۲۸۹ه ش، کې د کندهار په بامیزو سیمه کې یې نړۍ ته سترګې غړولې دي. په ۱۳۹۹ ه ش، کې د کندهار شالمار ښوونځی کې شامل شو، چې په پنځلس کلنۍ کې بېرته په همدې ښوونځي کې د ښوونکي په توګه وګمارل شو.
د هغه په وينا پوهاند حبيبي په بېلا بېلو برخو کې ډېر علمي کار کړی دی، چې تر دې دمه يې ۱۲۰ ليکل شوي او ژباړل شوي کتابونه چاپ شوي دي. ارواښاد حبيبي د پښتو او دري ژبو ترڅنګ په انګلیسۍ، عربي، اردو او سانسکريت ژبو هم پوهېد. پوهاند د کندهار په ارغستان کې د څېړنو په ترڅ کې د تذکره اولیا د اثار څو پاڼی پیدا کړې چې د پښتو لرغوني تاریخي دوره یې را ژوندی کړه. همداراز د پوهاند لخوا په لومړي ځل د پښتو ژبې باارزښته اثر-پټه خزانه انګليسي ژبې ته وژباړل شو.
ستانکزي د لکچر په يوه برخه کې په احساساتي توګه وويل: د افسوس ځای دی موږ لا هم خپل خدمتګاران په سم ډول نه پیژنوو.
نوموړي د غونډې ګډونوال د ارواښاد پوهاند عبدالحی حبيبی او د افغان ټبر د نورو عملي شخصيتونو د لا پېژندنې لپاره مطالعې او لا څېړلو ته وهڅول. هغه په حوالې ورکولو سره وويل، چې خدای بښلی پوهاند حبيبي په ۱۳۶۳ ه ش، له دنیا سترګي پټي کړې.

د لکچر له وړاندي کولو وروسته د ماذيګر لمانځه په خاطر لنډه وقفه وشوه او بيا د ناستې وروستۍ برخه ازاده مشاعره پيل شوه، چې شاعرانو پکې خپل او انتخابي شعرونه ولوستل.

د ناستې په وروستۍ شېبو کې د غونډي مېلمه قاري محمد قاسم محمدي نننۍ ناسته ښه وارزوله. نوموړي د ارواښاد حبيبي په تړاو د وړاندې شوې لکچر په اړه وويل: پوهاند حبیبی مې پیژانده خو لا مې ډېر وپېژانده. نوموړي له بلخ ادبي خوځښت څخه مننه وکړه، چې د ځوانانو لپاره د ورته ناستو جوړېدو زمينه يې برابره کړې ده.
د غونډي کوربه فريد احمد توفان له ګډونوالو مننه وکړه. نوموړي هم غونډه ښه ورازوله. توفان لکچر برخه ډېره ښه وښوده؛ وړانديز يې وکړ، باید یوازې د علمي شخصيتونو په اړه لکچر کې بايد يوازې د هغوی په پېژندنه تمرکز ونه کړای شي، بلکې د تحقیق او تخلیق په هکله هم باید لکچر وړاندي کړو، چې ګډونوال خصوصا محصلین ترې سمه استفاده وکړي.

د راتلوونکې غونډې اجنډ کې د ویندویي چارې يوسف مشال ته وسپارل شوې او پرېکړه وشوه، چې د توفان نثر به کره کتني ته وړاندې کېږي.
غونډه د تیارې په خورېدو پای ته ورسېده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply