جګړه طالب خو تصمیم اسلام آباد نیسي؟

0 719

په باګرام هوایي ډګر د طالبانو تر برید وروسته په قطر کې د طالب او امریکایي پلاوي ترمنځ خبرې یو وار بیا وځنډېدې. په دې وقفه کې سمدستي زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته ولاړ. ولې؟

دې پوښتنې ته تر ځواب ویلو وړاندې دوه نور مسایل څېړل ډېر مهم دي، چې تاسو په کې په اسانۍ د پورته پوښتنې ځواب وموندلی شئ.

لومړی، اختلافات:

د طالبانو د جګړې او سیاسي دفتر ترمنځ د نظر او عمل ترمنځ لوی اختلاف رامنځته شوی دی او دغه اختلاف ورځ تر بلې د زیاتېدا په حال کې دی. که له یوه لوري دغه اختلاف یو وار بیا د سولې په چوکاټ کې د افغانستان حکومت او امریکا له لوري د جګړې مهارول ستونزمنوي، نو له بلې خوا طالب ته هم لوی خطر دی. طالب اوس له دې لویې پوښتنې سره مخ دی، چې د خبرو په مېز کې څه ډول د خپل یووالي ثبوت او شواهد وړاندې کړي؟

د جګړې د لیکو طالبان د خپلې رهبرۍ د قیادت اوامر نه عملي کوي او دا د تېر هغه اوربند خلاف نتایج لري چې طالب او افغان حکومت په کې خپله واحده قومانده ثابته کړه.

بیا ځلي د دې یووالي ثبوتول طالب ته د سیاسي مرګ په معنی ده، چې که په کې ژوندي ووتل نو هغه دی او کنه، نو راتلونکی اوربند یې بستر تړلی بوله. دیخوا د افغان حکومت له لوري د سولې د خبرو بیا پیل لپاره د اوربند شرط طالبان په هغه ازمایښتي پړاو کې هم له جدي پوښتنې او غوښتنې سره مخ کړي دي.

د دغو اختلافاتو باوجود دوی څنګه ثابته کړي چې څومره جنګیالي لري، په ټولو یوه قومانده لري او د ټولو پر سر امتیاز اخیستلی شي؟ روغه جوړه په تضمینونو کېږي او تضمین څه د ځانمرګي واسکټ نه دی، چې که ورپورې تنګ شوې چاودنه ورکړه!

دویم، د بندیانو سپارل:

طالب د جګړې پر مهال د استقلالیت او خپلواکۍ له هغومره جدي پوښتنو او ګروېږنو سره مخ نه و، څومره چې د سولې په مذاکراتو کې مخ شو. ځکه خو وایي: روغه جوړه تر جګړې ډېره سخته ده.

هر ځل د طالب موضوع له اسلام اباد سره غوټه ده او د سولې په تېرو ټولو لوړو ژورو کې پاکستان د طالب په استازیتوب امتیازات اخیستي، افغان حکومت او امریکا سره یې د طالب په استازولۍ خبرې کړي دي او ژمنې یې عملي کړي دي. د امریکایي سناتورانو وروستۍ څرګندونې زما د دې ادعاوو ثبوت دی، چې په پاکستان کې د وسله والو پټنځایونه وتړئ، د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې ختمه بوله. په پاکستان کې د طالبانو پټنځایونه، د طالب په نوم په افغانستان کې د ای ایس ای روانه جګړه او د سیاسي روغې جوړې په هر ګام کې د طالبانو په استازیتوب د پاکستان له لوري د ژمنو عملي کول ټول د دې خبرې ثبوتونه دي.

په تېرې روژې میاشت کې د پاکستان د پوځ مشر کابل ته راغی او د لسو غوښتنو یو لېست یې افغان حکومت ته وسپاره، چې د هوکړې په صورت کې یې د افغانستان ټوله جګړه پای ته رسېدلی شي. دا هغه غوښتنې وې چې وروسته امرالله صالح په کابل کې په یوې غونډې کې روښانه کړې. نو کله چې خبره داسې ده، نو په افغانستان کې د طالبانو د جګړې استقلالیت او د مذاکراتو پر مخ وړو کیلي له چا سره ده؟

د امریکایي پوهنتون هغه دوه استادان چې طالبانو له کابل څخه وتښتول، په کُرمه ایجنسۍ کې یې وساتل او بالاخره د تبادلې لپاره یې پاکستانی پلاوی کابل ته راغی، نو خلک تر دې هم بل لوی ثبوت غواړي، چې د افغانستان جګړه او روغه جوړه د چا په لاس کې ده؟

تر دې تشریح وروسته اوس راځو د پورته پوښتنې دې ځواب ته، چې د طالبانو د هرې موضوع په سر او پای کې ولې امریکایي پلاوی اسلام اباد ته ځي؟ دا ځکه چې د طالب جګړه په افغانستان کې د پاکستان د مستقیمو غوښتنو لپاره روانه ده او تر هغو چې په جګړه او روغه جوړه کې د پاکستان غوښتنې نه وي عملي شوې، دا جګړه به روانه وي، خو حیف پر هغوی چې د بل لپاره خپل ځان وژني او خپله مېنه ورانوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply