موبایلونه د ماشومانو مغزو ته تاوان رسوي ـ څیړنه

0 875

کوچني ماشومان د موبایلونو غږ، رنګونه او رڼا خوښوي خو ډاکټران وایي چې په موبایل کې ډېر وخت تیرول د ماشومانو د مغزو د ودې لپاره ښه نه دي.

د امریکا د طبي ټولنې په ژورنال کې خپره شوې څیړنه ښيي چې د لنډې مودې لپاره ماشوم ته موبایل ورکول کومه ستونزه نه لري، خو د اوږدې مودې لپاره په موبایل، لپ ټاپ او یا تلویزیون کې مصروف پاتې کیدل د ماشوم د مغز ودې ته تاوان رسوي.

د امریکا ملي عامه رادیو (NPR) په واشنګټن کې د ماشومانو په روغتون کې د یو ارواپوه، ډاکټر مایکل مینتز له خولې لیکلي: ځوان مغز ( د ودې په حال کې) داسې جوړ شوی چې له شاوخوا چاپیریال سره فعل او انفعال یا راکړه ورکړه لري. کله چې یو ماشوم په خپل چاپیریال کې د لوبو له سامانونه سره لوبې ونکړي او پر ځاې یې د موبایل یا تلویزیون شیشې ته ډیره لیوالتیا وښيي، د خپل چاپیریال څخه هغومره څه نه زده کوي لکه چې ورته په کار وي.

ډاکټر مینتز همداراز ویلي چې ډیر شمیر میندې او پلرونه خپل ماشومان روغتون ته راولي او په ډیجیټلي دستګاګانو کې د خپلو ماشومانو ډیر فعالیت باندې ویاړي. په داسې حال کې چې دغه کار د ماشوم په مغز باندې ډیر منفي تاثیر لري.

ځینې میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو بوخت ساتلو او غلي کولو لپاره هغوي ته موبایل یا کمپیوټر ورکوي.

ډاکټر مینتز زیاتوي: “موبایلونه د ماشومانو مغز له اندازې زیات تحریکوي”

کارپوهان هغه باورونه ردوي چې ډیجیټل نړۍ له ماشوم سره د یوې ژبې زده کولو او خبرو کې مرسته کوي.

ددې سربیره، د موبایل او کمپیوټر د ښیښې رڼا د شپې لخوا د ماشومانو خوب خرابوي.

په امریکا کې د روغتیا اکاډمي وایي چې د موبایل له لارې له کورنۍ او یا ملګرو سره په ویډیويي بڼه (ویډیو چټ) خبرې کول ماشومانو ته کومه ستونزه نه پیښوي، خو د ۱۸ میاشتو څخه کم عمر لرونکو ماشومانو ته د موبایل ورکول ناوړه کار دی.

 

pashtovoa.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply