٧٨ کلونه مخکي موندل سوې کوپړۍ اوس وپېژندل سوه!

عزت الله ذکي

0 1,062

د جرمني څېړونکي ډلي ثابته کړې، چي ٧٨ کلونه مخکي موندل سوې کوپړۍ د يوه آروپايي سړي ده، چي له مېلاد نه مخکي يې د قتل په يوه حادثه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د توبينګن پوهنتون څېړونکو د يوه پخواني نارينه له موندل سوي جمجمې دا ثابته کړې، چي دغه کس پر سر تر دوو ضربو خوړلو وروسته مړ سوی دی.

آلماني څېړونکو ددې احتمال ښودلی، چي قاتل کيڼ لاسی و او دواړه مخامخ سره ولاړ وه۔ چي قاتل مقتول پر سر په درندو شيانو وهلی او تر وژونکو ضربو وروسته هغه ځای پرځای مړی سوی دی.

ددغي څېړني نور جزيات په پلوس مجله کي هم خپاره سوي دي.

څېړنه کي معلومه سوې، چي دغه جمجه دوه مات درزونه لري او په (سي ټي سکن) او ځينو نورو پرمختللو ماشين آلاتو تر څېړني لاندي نيول سوې ده.

دا جمجه چي د يوه نارينه آړوند ده، په ١٩٤١م کال کي د رومانيا په جنوبي برخه کي د بيسيترا کيوکلوينا په نوم يوه غار کي د ځينو نورو ډبرينو آبزارو سره يوځای وموندل سوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply