د هـیـواد د هست او بــود داړه مـارانو
لاجــورد، لـعـل زمــردتــه ښـامـارانو
ددی لـوټ وطـن پـوښتنه درنه کېـږې
پــه قــدرت څـوکي خرڅ شوو غلامانو
د غـلـیـم، پـردي چـوپـړ کې به تر کله
خـپـل ضمیراو وجدان پلوري غدارانو
د نفاق وحشت نه لاس واخلي جـابـرو
د بی وزلـو ویـنـو څښونکـو شرمښانو
دا د چور دولت ماڼۍ حتمی ړنګېـږې
کـه راویـښ شو دا ولس ټـول، خائنانو
یـوه ورځ بـه دا حساب درسره کېـږی
ای د ځمکو،بـیت المال لوی غاصبانو
د اریـن کلام ته غوږ شئ یاد مو اوسه
راکش کیـږئ بـه حساب تـه زورواکانو
دسمبر۷ نیټه ۲۰۱۹کال
د آغوس ښار
دنمارک
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320