د افغانیو په ترویج کې د افغان ولس ګټې

لیکنه: محمد داوود نیازی

0 1,000

د پیسو ثبات د اقتصاد په علم کې یو له مهمو مسایلو څخه ګڼل کيږي، په پیسو کې تغییرات یا نوسانات عرضې او تقاضا پورې اړه لري د پيسو ثبات د اجناسو او خدمات د تعادل له مخې رامینځته کيږي که د اجناسو، خدماتو او د پیسو د عرضې تر منځ تعادل له منځه لاړ شي نو پيسې خپل ثبات له لاسه ورکوي.د پیسو ثبات د توکو او خدمات په مقابل کې ډیر وخت مطالعه کيږي او د مرکزي بانکونو موخه هم همدا وي چې په هيواد کې قیمتونه باثباته وي خو هېوادونو مجبور دي چې د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم اقتصادي چارې ترسره کړي د دې چارو د ښې اجرا لپاره اړینه ده چې پیسې هم تبادله شي چې دلته بیا د پیسو بهرنۍ ارزښت تر بحث لاندې نیول کيږي .

د پیسو بهرنۍ ارزښت هغه ارزښت ته وايي چې د یو واحد کورني پیسو په مقابل کې څومره بهرنۍ پیسې ترلاسه کوي ،د هغه هېوادونه چې په وارداتو تکیه ولري غواړي چې د پیسو بهرنۍ ارزښت یې لوړ وي څو ډير توکي په لږو پیسو وارد کړي او هغه هېوادونه چې ډير صادرات لري غواړي د پیسو بهرنۍ ارزښت یې ټیټ شي څو وکولای شي صادرات نور هم ډیر کړي او ډيره ګټه ترلاسه کړي .

چې له همدې کبله بیا په ځینې هېوادونو کې د نورو هېوادونو پیسې په راکړه ورکړه کې کارول کيږي چې د نړۍ په ځینې هېوادونو کې دا کار ترسره شوی دی او د کارونې سببونه یې متفاوت دي .

په هېواد کې د لومړي ځل لپاره په (1305) لیږدیز کال د وږۍ په 11 نېټه د غازي امان الله خان وخت کې ، د پنځو افغانیو نوټ چاپ شو، افغانۍ د یوې باثباته پیسې په توګه افغانانو په خپلو راکړو ورکړو کې کارولې، خو کله چې په هېواد کې اسلامي دولت رامنځته شو په هېواد کې پولي انارشېزم هم رامنځته شو، د افغانیو ارزښت ډېر ټیټ شو، څو ډوله پيسې چاپ شوې، خو د طالبانو د حکومت په رامنځته کېدو سره د افغانیو ارزښت لاپسې ټیټ شو او په هېواد کې د بهرنیو پيسو کارونې دود هم رامنځته شو .

په (۲۰۰۱) زېږدیز کال کې نړيواله ټولنه افغانستان ته راغله، په افغانستان کې د پیسو ریفورم رامنځته شو، نوې پيسې چاپ شوې،د پیسو ارزښت لوړ شو، د دوه او پنځو افغانیو سکې چې مخکې له منځه تللې وې. بېرته رامنځته شوې، پنځه زره ګون او لس زره ګون له منځه لاړ، د ښاغلي کرزي د وخت پیسو هم د پخوا په شکل رنګ،طرح او ډیزاین کې تغیر درلود او په لومړي ځل په کې زربلق او ګرافونه ترڅو د جعل مخه ونیسي اضافه شول.د ښاغلي محمد اشرف غني په حکومت کې هم د ښاغلي کرزي د وخت چاپ پیسې کارول کېږي، خو یوه لویه ستونزه چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې په هېواد کې د بهرنيو اسعارو کارونه وه، تر ننه نه ده حل شوې او لا پراخه شوې، پخوا یوازې کالدارې وي اوس ډالر او تومن هم ور اضافه شوي.

د هغې سروې له مخې چې د افغانستان بانک له لوري د هېواد په اوو زونونو کې د بهرینو پيسو د کارونې په اړه ترسره شوې په دې سروې کې له (۷۰۰۰) اشخاصو څخه پوښتنې شوي، چې پایله یې په دې ډول ده :(۷۰)سلنه خلک په کابل ،مزار ،هرات او قندوز کې افغانۍ کاروي او (۱۷) سلنه یې له ایراني تومنو ګټه پورته کوي، دا په داسې حال کې ده چې کندهار او ګردېز زون کې کالدارې او افغانۍ په مساویانه ډول استفاده کېږي، خو ننګرهار زون کې بیا خلک (۷۸) سلنه کالدارې کاروي او یوازې (۱۵) سلنه افغانۍ کارول کېږي او په ټولو زونونو کې له(۱۰) څخه تر (۲۰) سلنه خلک له امریکايي ډالرو ګټه پورته کوي .

په هېواد کې د افغانیو د نه کارونې بیلا بیل سببونه په ګوته شوي ول چې د هرو پیسو په وړاندې متفاوت ول د ساري په توګه :

له ډالرو څخه د استفادې عوامل : په ټوله کې خلک د ډالر کارونه د ثبات مسله ګڼي او وايي چې ډالر باثباته پيسې دي او د تبادلې نرخ کې هم ډېر زیان صورت نه نیسي او د معاملاتو د تېزوالي سبب هم دي او ډالر د هېواد په ټولو زونونو کې کارول کېږي .

د کالدارو د کارونې عوامل : تر ټولو اساسي عامل له پاکستان څخه د توکو او خدماتو اخیستل دي چې په کالدراو ترسره کېږي، په همدې ډول د تبادلې د نرخ له زیان او د معاملاتو د تېز اجرا عوامل دي چې خلک ترې ګټه پورته کوي او تر څنګ يې د کالدارو په نرخ کې نسبي ثبات مسله هم وه او اوسمهال د کالدارو کارونې د فرهنګ بڼه غوره کړې ده .

د تومن د کارولو عوامل : د تومنو د کارونې عوامل په زونونو کې متفاوت دي، د ساري په توګه په کندهار زون کې د تبادلې د نرخ له کبله کارول کېږي،په کابل کې د اجناسو پېرلو له کبله کارول کېږي او په هرات زون کې د ټولو د منلو وړ دي، یانې دلته مشهورې دي.په هېواد کې په پراخه کچه بهرنۍ پیسې په راکړه ورکړه کې کارول کېږي .

که څه هم د ډالرو په وړاندې اوس هم ستونزې شته خلک پخواني فکر کوي اما د تومنو او کالدارو په اړه هم اقتصادي متغیراتو او هم د خلکو فکرونو کې تغیر رامینځته شوی دی اوس د دې وخت رارسیدلی چې ټول هېوادولو د اسعارو پر ځای له خپلو ملي پیسو ګټه پورته کړي او هغوی چې په خپلو معاملاتو کې له افغانیو کار اخلي لاندې ګټې لري:

· هغه څوک چې افغانۍ کاروي ، خپل ملي هویت ته درناوی لري

· د افغانیو په وړاندې تضمین شتون لري،د افغانستان بانک د افغانیو د ثبات په وړاندې مسولیت لري او د مندرس کیدو په صورت کې نویو افغانیو بدلوي،د افغانستان اسعاري زیرمې هم لوړې دي چې د افغانیو په ثبات کې مرسته کوي او افغانستان ته هر کال ملیاردونه ډالره مرستې هم راځي چې زموږ زیرمې وروسره ډیريږي او پيسې هم ثبات پیدا کوي تر څنګ یې د افغانستان صادرات هم ډیريږي او اقتصادي وده مو هم نسبت تیر کال ته لوړه اټکل شوی ده .

· کله چې په ټول هېواد کې افغانۍ چلښت پیدا کړي د افغانستان پولي سیاستونه به ډیر ګټور شي ،په اسانۍ سره به په انفلاسیون نرخ کنټرلوي او د قیمتونو په ثبات کې به مرسته وکړي .

· هر کال د افغانستان بانک د شلو میلونو افغانیو په اندازه د افغانیو د ترویج په برخه کې لګښت ترسره کولو چې د دې مخنیوی به وشي چې دا پیسې به سپما شي چې د افغان ولس پیسې دي .

· د پاکستان به منفي تاثیرات پر افغانستان کم شي ،ځکه پاکستان کولای شي چې د خپلو پیسو له لارې په افغانستان فشار وارد کړي چې دې ته په انګلیسي کې سافټ پاور وايي لکه څرنګه چې امریکا د نړۍ د هېوادونو خلاف کاروي نو د یو داسې هېواد سره مرسته کول چې ټول عمر یې زموږ د هېواد بربادي غوښتنې د هېواد او خلکو په حق کې لوی ظلم دی .

· د کالدارو ارزښت ورځ تر بلې ټیټیږي ځکه د پاکستان بهرنۍ پور 106 میلیاردو ډالرو اوښتی ،2019 میلادي کال کې د پیسو ارزښت د ډالرو په وړاندې پینځو سلنه کم شوی او پاکستان اوس مهال له تروریزم سره د تمویل په خړ لیست کې شامل دی چې له پاکستان پانګه هم تښتي او نور یې هم د پيسو ارزښت کميږي ،د پاکستان اسعاري زیرمې هم کمې دي،په سویلي اسیا کې د پاکستان اقتصادي وده تر ټولو کمه اټکل شوی چې دا ټول په کالدراو منفي اغیر لري او افغان ولس هم ورسره په دې زیان کې شریکيږي او که افغان ولس افغانیو څخه ګته واخلي نو دوی به له دې زیان څخه وساتل شي .

· په سیمه کې افغانۍ باثباته پيسې دي نورې هم باثباته کيږي چې ورسره د ډالرو لیلام هم را کميږي او د افغانستان اسعاري زیرمې نورې هم ډیري چې له افغان ولس شتمني ده .

· د دې لپاره چې د افغانستان بانک کولای شي بهرنۍ پیسې په ځانګړي توګه د افغانستان له پولي سیستم څخه وباسي نو د افغانستان بانک مجبور و چې ډير زیات لګښت ترسره کړي ځکه په افغانستان کې 476 میلیاردو افغانیو په ارزښت بهرنۍ پیسې چليږي د اټکل له مخې 20 میلیارده کالدارې دي نو افغانستان بانک مجبورو چې د کالدارو د راټولنې لپاره 10 میلیارده افغاني زیان ومني چې دا زیان د ولس زیان دی اوس چې دا کار ولس د ملي احساس له مخې کوي نو مانا افغانستان ته لس میلیارده افغاني ګټي اړوي.

· د کالدارو او تومنو په وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدل د هېواد لپاره ګټور دي ځکه چې موږ کولای شو ډيره زیات اجناس له دی هېوادونو واخلو ځکه همدا دوه هېوادونو زموږ د سوداګري ملګري هم دي مانا ډیر سوداګري وروسره ترسره کوو .

· اوس مهال افغانستان د پایښت په لور روان دی چې د پیسو ثبات ورسره ښه کېږي،او ټول هېواد وال باید د خپل هېواد له اقتصاد سره د مرستې په توګه په خپلو کړنو کې له افغانیو کار واخلي او له هېواد سره چې ډيره برخه نا رسمي سوداګري ترسره کيږي کمه به شي ،هېواد ته به د پیسو د تګ راتګ هم معلومات کيږي ،ټول مالي سیستم به وروسره ثبات پیدا کړي او خپلې چارې به په ښه توګه ترسره کړي،د هېواد ملي عواید به هم لوړ شي .

· په همدې ډول په ایران کې هم ډير ستونزې دي د پیسو ارزښت یې ډير ټیټ شوي حتا دوی اوس لګیا دي چې پولي ریفورم وکړي او اقتصادي وده یې هم په را روان کال کې -9.8 شاه خوا اټکل شوي او د امریکا له لوري پرې بندیزونه هم لګول شوي دي چې دا ټول په تومنو منفي اغیز لري .

· او هغوی چې په اسعارو راکړه ورکړه ترسره کوي باید په دی پوه شي چې نور زیان هم کوي ځکه سوداګري په ډالرو یا افغانیو ترسره کيږي چې د دې دواړو پیسو په مقابل کې د کالدارو ارزښت ټیټيږي چې ډیر زیان به وکړي تر څنګ به د دوی د پانګونې ارزښت هم کم شي .

دا چې اوس مهال افغان ولس دی ته مخه کړی چې د بهرنیو پیسو د چلښت مخه ونیسي او په هېواد له خپلو پیسو ګټه واخلي خپله د افغان ولس او افغانستان په ګټه ده .ځکه پورته مو ذکر کړه ځينې خلک په دې فکر کې دي چې د افغانستان بانک به بازار ته ډيرې پيسې عرضه کړي لومړی خو د افغانستان بانک کوچني بانکنوټونه بازار ته عرضه کوي چې په بدل کې لوی بانکونټونه اخلي دویمه خبره دا ده که د افغانستان بانک دا پیسې وویشي بیا هم ستونزه نشته ځکه دلته تقاضا موجوده دلته هغه تعادل چې د پیسو د عرضې او د اجناسو او خدماتو عرضه کې دی هغه له منځه نه ځي یوازې پیسې بدليږي . دلته خدای مه کړه داسې څه نشته چې حکومت د خپل لګښت پوره کولو لپاره پيسې چاپوي او بازار ته یې عرضه کوي لکه د زیمبابیو او نور هېوادونه بله دا چې دا دومره پیسې هم نه دي چې موږ به ډير زیات اغیزمن کړي ځکه د اسعارو د لیلام له لارې هم کولای شو په اسانۍ سره راټولې کړو .

په رښتیا هم نړۍ کې داسې یو څه ستونزې شته چې حکومتونه د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره په مرکزي بانکونو فشار اچوي څو پيسې چاپ کړي چې په حقیقت کې د انفلاسیون د رامینځته کیدو سبب ګرځي چې دا مسله په افغانستان پورې هیڅ اړه نه لري نو له همدې کبله په نړۍ او افغانستان کې مرکزي بانکونه په خپلو چارو کې خپلواک وي څو حکومت پرې د زور له لارې ډيرې پيسې چاپ نه کړي .

او هغوی چې په خپلو معاملاتو کې له اسعارو کار اخلي د افغانستان د جزا قانون 291 ماده کې په اړه داسې راغلي :

د سرو زرو یا سپینو زرو د رایجې سکې له شکل څخه غورځول یا معیبول

291 ماده : لاندې اشخاص د متوسط حبس په اکثرحد محکوميږي :

1– هغه شخص چې د سرو زرو یا سپينو زرو رایجه سکه په دې منظور چې د طلای یا نقرې د رایجې سکې پر ځای واخیستل شي ،معیوبه یې کړي ،تقلیل یې کړي یا یې سپک کړي .

نو په هېواد کې د بهرنیو پیسو کارونه خپلو پیسو ته نه درناوی او په کارونه کې ستونزې رامینځته کوي .

چې د ې اقتصاد له نظره د بهرنیو پیسو کارونه د هېواد په اقتصاد منفي اغیز لري او زموږ قدرمن حقوقو پوهان دا موضوع له حقوقي اړخه ښه روښانه کولای شي .

د افغانیو د لا ښه مروج کولو لپاره اړینه ده چې افغان حکومت یو شمیر نورې کړنې هم ترسره کړی په ځانګړي توګه په افغانیو د پانګونې موقې،د مالي سیستم پراختیا،د بانکونو تر څنګ د نویو مالي ادارې رامینځته کول ،ونډو بازار رامینځته کول او ارزښت لرونکو اسنادو خپرول،صادراتو پراخیتیا د وارداتو تعویض او کورني تولید رامینځته کول .

لیکنه: محمد داوود نیازی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply