ملتپالنه (نيشنليزم) په افغانستان کي

ژباړه: سيف الله هلمند

0 716

د دې لنډي ليکني ډېره برخه د نيشنليزم موجوديت په افغانستان کي د ۱۹۰۱ څخه تر ۱۹۲۹ پوري بيانوي.

د شلمي پېړۍ په لومړيو دريو لسيزو کي افغان ملتپالو هڅه وکړل، تر څو د افغانانو لپاره یو ملي هويت رامنځته کړي، چي افغانان یو خلک دي، ځکه خپل تاريخ، کلتور او خپل هيواد لري. د کابل ادبي مجلي چي د کابل ادبي ټولني پوري يې تړاو درلود، ليکلي وه، چي دا خاوره نه د ايرانيانو، نه د ترکانو، نه د هنديانو او نه هم د چينايانو ده. د اوسني پاکستان ډېری برخه، د ايران ځيني سيمي او د مرکزي اسيا ځنيو برخو په افغانانو پوري تړاو درلود.

په هرحال، دغه نوي نظریه د افغان نيشنلسټانو لخوا د ملي هويت د رامنځته کولو لپاره یو اساس وه. یو شمېر کورنيو او باندنيو پېښو د پوهي په پرمختګ کي د افغان ملتپالو ترمنځ خورا مهم رول ولوباوه، که څه هم افغانستان تش په نوم خپلواک هيواد وه، خو بيا هم افغان ملتپالو کولایسول، چي د افغانستان د دولت، د چاريو او نورو دولتونو په اړه پخپلو ملتپالو ورځپاڼو کي لکه سراج الخبار خبرې وکړي. بل دا چي کله امر عبدالرحمن خان له دې نړۍ سترګي پټي کړي، نو ګڼ شمېر نړيوالي پېښي لکه د لومړۍ نړيوالي جګړې پيل، د بلشويک اوښتون او په سهيلي، منځيزي اسيا او منځني ختيځ کي د ملتپالو خوځښتونه راځرګند سوه، دا هغه پېښي وي چي افغان ملتپال يي نور هم هوښياران او پوه کړل، تر څو د خپلواکی لپاره يې د برتانيا پر ضد جګړه پيل کړل، چي په پايله کي په کال ۱۹۱۹ کي افغانستان د يو خپلواک دولت په توګه په رسميت وپېژندل سو او وروسته غازي امان الله خان په هيواد کي نوي ښوونيز سيستونو ته پراختيا ورکړل، پوځ ته يې ځانګړي پاملرنه وکړل او نور… .

افغان ملتپالو غوښتل چي ملتپالنه (نيشنليزم)  په افغانستان کي او د دولت عصري کول برابر یا هم محاله مخته یوسي.

 په هر حال، کيدای سي د ملتپالني پر وړاندي دا يوه ستونزه وه، چي په هغه وخت کي د ټولو افغانانو د پوهي او درک کچه يو شان نه وه، بلکي توپير يې درلودی.

څرنګه چي محمود طرزي تر ډېرو پوهانو مخکي د افغان نېشنليزم د ترویج او خپرولو لپاره کار کړیدی، نوموړي دولت، هيوادپالنه او مذهب يو واحد بنسټ ګڼلی دی، نوموړی وای که افغانان په دولت کي ونډه واخلي او د دولت د اصلاحاتو مخالفت ونه کړي، نو دوی پر ځمکه فقط د دولت او امر، آمر نه دا چي یوازي د الله ج پخاطر پر ځای کوي، بلکي دوی د خپل هيواد عصري کيدني ته چي اړتيا ده هم چوپړ کوي.

تعليم د دولت او ټولني د اصلاح لپاره يو تر ټولو مهم فېلډ وه، نو ځکه په ۱۹۰۴ کال کي حبيب الله خان د حبيبه په نوم ليسه تاسيس کړل، چي د افغان ملتپالو د توليد ښترين بنسټ سو. Gregorian ۱۹۶۹ کال کي کاږي، چي امان الله خان واک ته ورسيدی، دوه موخي يې پر وړاندي موجودي وي، تر څو امر امان الله خان او محمود طرزي يې تعقيب کړي، لومړی د يو روښانفکرانو ډله روزل او دوهم د پاچاهي د چاريو د مديريت يا اداره کولو لپاره د يوې ډلي چمتو کول وه. دولت حبيبيه د موادو، د ښوونکو د تنخواو، د کتابونو د چمتوالی او نورو اړخو څخه ملاتړ او سپورټ کړل، حتی تر دې چي د ترکيې، هندوستان او اروپا څخه بهرني استادان مقرر کړل.

حبيبیه د روښانفکره افغانانو په روزنه کي ډېر زيات مهم رول ولوباوه، د کابل د روښانفکرانو ډله، چي مشرۍ يې محمود طرزي کوله، د افغانستان د لومړنۍ مډرني ورځپاڼې سراج الخبار په خپريدو کي يې د امر ملاتړ د ځان سره درلودی، د نوموړۍ ورځپاڼي څخه د امر ملاتړ نه يوازي دا چي روښانفکرانو ته يې د نويو مالومات ترلاسه کولو زمينه برابره کړه، بلکي دې ورځپاڼي د روښانفکرانو لپاره د نظر د تبادلې ځای، چيري چي دوی کولای سول د افغانستان د تاريخ، پېژندني، پرمختګ، وروستوالي، مذهب او نورو سياسي او کلتوري موضوعاتو په تړاو خپل نظريات سره تبادله کړي او همدا راز دوی کولای سول چي د ملي هویت او عصري کیدني فلاټ فورم له همدي ځایه ترويج کړي وای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply