هغه تهدید چې په فرصت بدل شو

جواد مختار

0 862

له تېرې یوې میاشتې راهیسې په یو شمېر هغو ولایتونو کې چې تر دې دمه پکې کلداره او نور بهرني اسعار د چلند وړ دي د افغانۍ د دودولو او مروجولو کمپاین پیل شوی؛ په ځیني ولایتونو کې یې د چلښت او عامېدا لپاره عملي ګامونه هم اخېستل شوي دا ګام لومړی په خوست ولایت کې واخېستل شو او ددې کار انګېزه او سبب په جلال اباد کې د جاپانی الاصله افغان ډاکټرناکامورا او د نوموړي د څلورو ساتونکو او ډریور ترور و؛ دا د پاکستانیو کلدارو د رد لپاره خورا مهذب ځواب دی ځکه شواهد او قراین ښايي چې ډاکټر ناکامورا د کونړ په سیند خپل سر کېښود او دا کار پرته له شکه پاکستان کړی.
له سیاسي انګېزو پرته هم موږ و تاسو ټولو ته په کار دي چې افغانۍ د ملي پولي واحد او د وقار او عزت په توګه وکاروو او څومره چې په الفاظو او شعارونو کې ځانونه وطنپال او هېواد مین ښایو په عمل کې یې هم ثابته کړو؛ په دې لیکنه کې په لنډ ډول په یو شمېر سرحدی ولایتونو کې د د افغانۍ د نه عامېدا په دلایلو غږيږو:

د ګاونډیو هېوادونو نفوذ 
په یوه هېواد کې د بل هېواد د کرنسۍ د چلښت له مهمو عواملو کمزوری اقتصاد، جنګ، نفوذي سیاست او اقتصادي ګټې دي، موږ له پاکستان سره له ۲۰۰۰ کیلو میتره مربع زیاته فرضي کرښه لرو او د جګړو، کمزوري حکومت او د پاکستان د نفوذي سیاست له امله دا ټول عوامل ددې باعث شوي چې د پاکستان کرنسي په افغانستان کې چلښت پیدا کړي، همداسې تجربه زموږ د لرې ګاونډي نېپال او هند تر منځ هم شته، په نېپال کې د هغه هېواد د دولت د بې ثباتۍ او یوشمېر نورو عواملو له امله چې ددې لیکنې په اوږدو کې به ذکر شي هندۍ کلداره ښه په درز کې چليږي.

مالي پشتیبانه او نړيوال حضور
د پیسو اعتبار د پيسو د تضمین او پشتیبانې پورې منحصر دی چې خلک هماغه پشتیبانه د پیسو باور او ارزښت ټاکي اوسمهال د معلوماتو په اساس افغانۍ اته میلیارده ډالر پشتیبانه لري او درې سوه ملیارده افغانۍ د سرکولیشن او جریان په حالت کې د پشتیبانې تر څنګ کارول کېږي چې زموږ اقتصادي وضعیت ته په کتو دا مناسب ارقام دي، اما د بهرنیو هېوادونو د پانګوالو په ګډون کورني سوداګر او پانګوالان چې د اقتصاد غوښنه برخه تشکیلوي د هیواد سیاسي ثبات او امنیت ته په کتو په یو کاروبار کې پانګونه کوي چې په دې برخه کې زموږ اقتصاد او پانګونه چې په افغانۍ مستقیم تاثیر لري د کم اعتبارۍ سره مخ ده. ددې تر څنګ له بده مرغه د نړۍ والې ټولنې حضور چې د سیاسي وضعیت سره تړلې خبره ده د افغانۍ په استقرار او ثبات اغېز شیندلی.

بانکي تضمین
د افغانستان بانک د پيسو د ثبات لپاره له دوه لارو کار اخلي یو په ازاد بازار کې د پيسو نيلام دی چې په مجوزو صرافانو او بانکونو یې پلوري او په دې شکل د افغانۍ د ثبات لپاره هڅه کوي بله لاره یې د بیه لرونکو پاڼو لیلام دی چې د افغانستان بانک لخوا د پولي زیرمو د کنټرولولو په موخه کارول کېږي، د بیه لرونکو پاڼې (Capital Notes) په اونۍ کې یوځل پر سوداګریزو بانکونو پلورل کېږي.
د افغانستان بانک د افغانیو د ترویج او په هېواد کې د مالي معاملاتو او ثبات تر ټولو لوړه دولتي مرجع ده، د افغانستان بانک مکلف دی چې د افغانۍ ثبات د نورو اسعارو په وړاندې ثابت وساتي، ځکه د پیسو چلند د هغې د ثبات پورې تړلی دی که چېرې د پېسو ثبات په متزلزل حالت کې وي دا هم د چلند د خنډ عمده دلیل بلل کېدای شي.

بې پرسه نرخنامې
د افغانیو د چلند پر وړاندې بل خنډ په افغانیو د نرخنامو نشتوالی او یا هم له محاسبې پرته اټکلي نرخنامې دي، همدا تېره ورځ د جلال اباد ښاروالۍ د اجناسو او اصنافو لپاره تازه نرخنامې خپرې کړې چې ځینې نرخونه پکې لوړ و او همدا لوړ نرخونه ددې مانع شوي چې خلک افغانۍ و کاروي؛ د بېلګې په ډول په سلمانۍ کې د وېښتانو جوړول د نرخنامې له مخې ۶۰ افغانۍ ټاکل شوی چې اوس مهال ۱۲۰ کلدارې کېږي په داسې حال کې چې په سل کلدارې د سلماني له لورې ويښتان اصلاح کېږي.

په بازار کې د افغانیو کمښت
د عامو خلکو لېوالتیا د بل هر وخت په پرتله د افغانیو کارونې ته زیاته ده؛ هر سړی دې ته لېواله دی چې ورسره شته کالدارې په افغانیو بدلې کړی اما غیر مجوز او د لارې د سر صرافان د خلکو تقاضا ته په کتو د افغانیو نرخ د خپلې ګټې په خاطر لوړوي، چې د خلکو د زړه ماتېدا سبب کېږي، حتی په بازار کې د اړتیا وړ میده افغانۍ[ پنځه ګون، لسګون، شل ګون او پنځوس ګون] نوټونه په ندرت پیدا کېږي.

په افغانیو کې د تاوان اندېښنه
ډیری مشتریان ویره لري چې په افغانیو سودا کول ورته تاواني تمامیږي او دا وېره تر ډېره حده پر ځای هم ده ځکه دوکانداران په سودا کې د خپلې ګټې سربېره د افغانیو په سیکړه کې هم له مشتري ګټه کوي مثلاً له دوکاندار مو د پنځه زرو کلدارو سودا وکړه او تاسو غواړئ په بدل کې یې افغانۍ ورکړۍ دوکاندار یې د خپل ټاکل شوي ارزښت څخه لس افغانۍ ښکته اخلي چې په یوه عادي سودا کې له پنځوسو تر سلو افغانیو تاوان دی.
د افغانیو د نه عامېدا نور متفرقه عوامل
زموږ هېواد د وارداتو روږدی هېواد دی یعنی زموږ د اړتیا هر شی له بهر واردیږي او ژوند ډېر لومړني شیان دلته تولیديږي چې دا پخپله د افغانیو د ارزښت او چلښت په وړاندې خنډ دی، د صادراتو او وارداتو بیلانس هم د پرتلې وړ نه دی ډیری هغه کسان چې د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې ژوند کوي او کوم رسمي مکلفیت نه لری عاید یې په پاکستانۍ کلدارو او یا هم ایراني تومن دی.
د مزدورکارانو ورځینۍ مزدوري هم په کلدارو ده، ددې تر څنګ تجاران له بهر په ځانګړي توګه پاکستان څخه خپل تجارتي توکي په کلدارو پیرې او د حساب د اسانۍ په خاطر ددې لېواله دي چې په کلداره یې خرڅ کړي.

وړاندیزونه 
تر هر څه وړاندې د افغانیو د ترویج لپاره د حکومت قاطعیت او نېکه اراده مهمه ده او دا اراده باید مقطعي، سیاسي او لنډمهاله نه وي بلکه په دوامداره توګه په اړوند اصنافو د افغانیو د ترویج لپاره خپل فشار جاري وساتي.ددې ترڅنګ باید مجوزې او مشخصې صرافیو او خصوصي بانکونو پرته چاته د اسعارو د تبادلې اجازه ور نه کړي او همدا رنګه د مجوزو صرافانو نه د قیمت د ثابت ساتلو تعهد وا خېستل شي او د میده او غټو بانکنوټونوته په یوه ارزښت و کتل شي.
د افغانیو د نه استعمال او تخلف په صورت کې یوازې پلورونکی مجرم و نه ګڼل شي بلکه اخېستونکی هم مجازات شي.
د افغانستان بانک تر څنګ په ولایتونو کې نور دویمي واحدونه هم په خپلو اړوندو برخو کې همکاري کولای شي چې د ښاروالۍ، پوهنې، حج اوقافو، ملي راډیو تلویزون، خصوصي رسنۍ، مدنی ټولنې یې په سر کې راځی، ملا امامان کولای شي چې د منبر له لارې د افغانیو د ترویج داعیه پر مخ یوسي.
د افغانستان بانک ته په کار دي چې د افغانیو د ثبات لپاره بیخي زیات کار وکړي په تېرو څو میاشتو کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې ډېره را ټېټه شوې چې همدا بې ثباتي ددې لامل کيږي چې څوک یې له ځانه سره نه ساتي.
او د وروستۍ خبرې په توګه دا بیا هم د یادونې وړ ده چې په ولسي کچه د افغانیو د چلند لپاره د خلکو مینه او لېوالتیا تر بل هر وخت زیاته ده او ددې مینې پر وړاندې یوازیني خنډ صرافي او د پيسو بدلولو تور بازار دی چې په خلکو کې د تاوان وېره خپروي که چيرې یې چاره و نه شي د ناکامورا د مرګ له وجې تر لاسه شوی فرصت مو له لاسه وځي.
یادونه: دا لیکنه په ملي ثبات اخباره کې له وړاندې خپره شوې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply