څـرنګه هغه څوک له ياده وباسو چې مـوږ ورسره ډېره مينه لرو؟

ليکنه: نـياز الله مبارز 

0 1,771

په ژونـد کې کله کله مونږ له یو شخص سره دومره حد ته مینه کړو چې تول ژوند د هغه پورې وتړو هره هیله او امید مو هغه شي او کله ې چې له لاسه ورکړو بیا ې نشتون مونږ ته ترټولو ستر غم او درد شي هغه وخت حتی بیا مـوږ مرګ ته په ژوند ترجع ورکوو.

ښایي دا مینه زمونږ والدین وي، زمونږ د ژوند ملګری وي ،خور او ورور وي یا هم  یو څیز اوسي هر څه چې اوسي بلاخره مونږ ورسره په یو ډول نه یو ډول روږدي او وابسته شوي یوو چې دې ته په ارواپوهنه کې ایموشنل ډیفنډینسي یا هم احساساتي تړون یا وابستګي وايي.

چې پدې حالت کې د زیانمن شخص لپاره ژوند کول ستونزمن او له درد،کړاو او سوچونو څخه ډک شي.

اوس پوښتنه دلته ده چې له دغسې یو حالت څخه څرنګه خلاصون پیدا کړو او څرنګه مبارزه وکړو؟

دا کار اسانه هم ندی خو حلارې لري ترڅو تاسو له داسې یو کړکیچن حالت څخه وباسي لاندې کارونه کولای شي تاسره مرسته وکړي ترڅو خپله مینه هېره کړئ :

اول : له هغو څیزونو،حالتونو او فکرونو څخه ځان وژغورئ چې تاسو ته هغه دریادوي.

  1. ښایي تاسو سره د هغه انځور وي
  2. ښایي تاسو سره د هغه لیکونه وي.
  3. ښایي تاسو سره د هغه ډالۍ وي او نور یادونه وي.

دا هرڅه له منځه یوسئ او یوه کثافت داني کې واچوئ او که بیا مو هم ډیر زړه پرې سوځي نو یو المارۍ کې ې ږدئ چې د لیدلو امکان ې کم وي.

دویم: د هغه سره د لیدلو،خبرو اترو او ډیر اوسیدلو څخه ځان وساتئ ،ځکه ستاسو یو د بل لیدل د دې باعث کیږي ترڅو تاسو ته تیر وخت در په یاد کړي او غمجن مو کړي نو له دې څخه ډډه وکړئ چې تل د هغه انځورنه وګورئ یا هم تیر وخت باندې فکرونه وکړئ ځکه دا غیر لدې چې تاسو ته درد درکړي بله کومه ګټه نلري .

کوښښ وکړئ که پر ټولنیزو میډیاو کې درسره ملګری وي له ملګرتیا ې وباسې حتی بلاک ې کړئ .

دریم: کوښښ وکړه تر څو بیکاره وخت دې د لمونځ،  د قران تلاوت، ازاده مطالعه، ورزش او د کور په کارونو کې تیر کړې دا ستا فکر بدلوي او دې ته وخت نه پریږدي چې ته اضافي فکرونه وکړې ښايي لمړنیو ورځو کې خاص تاثیر ونلري مګر ورو ورو عادت کیږې.

څلورم: ډیری وخت مو له هغو اشخاصو سره تیر کړئ چې ستاسو تل ملاتړي اوسي او تاسو ته تل انګیزه درکوي ستاسو د بریا او خوښی غوښتونکي وي دا کیدای شي ستا مور او پلار وي ښايي سـتا ملګري وي یا هم هر بل څوک چې تاسو ورسره خوښ یاست له هغه سره په اړیکه کې اوسئ.

پنځم: خپل ځان ته دې په درنه سترګه وګوره !

په یاد ولره چې تاسو مو د خپل ځان لپاره تر ټولو مهم شخص یاستۍ،د دې پر ځای چې د هغه په اړه سوچونه او فکرونه وکړئ نو د ځان او راتلونکي د بهتر والي پخاطر مو فکر وکړئ ،

خوښي په ټوله مانا د نورو پورې نده تړلې مونږ هر یو دا وړتیا لرو چې خپل ځان پخپله خوښ کړو .

نو ځانته دې اهمیت ورکړه ځان د په هرڅه معتبره وګڼه.

شپږم: د نوې اړیکې لپاره چمتوالی ونیسئ او د داسې یو شخص په لټه کې شئ چې تاسو ته د قبول وړ وي او خواص او غوښتنې مو سره مشابې اوسي،له دې مه ویریږئ چې ګوندې دا اړیکه به مې هم د تیرې په شان وي  او تاسو به مات کړي!

تیر هیر کړه او نوی ژوند او نوی هیله د ځان لپاره وکړه تر څو دې ژوند مانا پیدا کړي.

اووم: اوسمهال کې ژوند وکړه او د راتلونکي لپاره دې مهال ویش او پلان جوړ کړه په تیر وخت کې اوسیدل او فکر کول غیر لدې چې تاسو وروسته پاتې او شاته پاتې کړي بل کار نشی کولای .

اتم: تل د الله تعالی ذکر کوه او هغه د ځان لپاره تل نـاظر او حاضر ګڼه ټوله تکیه دې پر هغه خالق وکړه چې ستا تقدیر ې لیکلی او د هغه څخه د دې کړکیچن حالت څخه د صبر استقامت او نجات لار وغواړه.

نهم: هیڅکله هم پدې ځانته زجر مه ورکوه چې تاسو ګناهګار یاستۍ یا مو هم کومه غټه تیروتنه کړې دا دنیا او ژوند د تجروبو میچن ده تر څو چې مونږ په ژوند کې له ستونزو سره مخ نشو د ژوند خوند نشو درک کولای نو دا ستا لپاره یو تجربه ده نه توره لکه .

لسم: له ځان سره دې مینه کول پیل کړه او ځان ته دې وخت ورکړه !

وروسته لدې هغه کارونو ته فکر وکړه او سرته ې ورسوه چې د ملګرتیا او مینې پر وخت دې ورته وخت نه درلوده او سرته دې ندي رسولي.

ښایي ستا هغه کارونه مطالعه، ورزش، تفریح او نورو ته وخت ورکول وي نو همدا اوس څخه پیل وکړه سرته ې ورسوه.

یوولسم : کچیرته پورته لس سپارښتنې تر ۲۱ ورځـو پورې تمرین او عملي کړئ ان شاءالله مثبته پایله به ې وګورئ .

کچیرته بیا هم تاسو ته د هغه هېرول ستونزمن وي او نشی کولای چې پای ټکی ورته کیږدی نو :

اول: کچیرته هغه هم ستاسو سره تر اوسه مینه لري او بې تفاوته ندی نو د هغه له تیروتنو څخه تیر شئ او وې بښئ .

دویم: که فکر کوئ چې ستاسو ژوند بې له هغه څخه نیمګړی او بې مانا وي یا هم له بل چاسره ژوند کول درته ستونزمن وي نو همدا اوس ورسره روغبړ وکړئ.

 دریم: که مطمین ې چې د هغه سره دې ژوند ښه تیریږي نو دا کار وکړه په اړه ې فکر وکړه د لاسته راوړلو کوښښ ې وکړه اما که چیرته دا مینه یو طرفه وي او ستاسو په راتلونکي ژوند کې ستونزې منځته راوړي نو بیا صادقانه ترې تیر شئ.

مننه او درنښت چې قیمتي وخت مو پر دې لیکنه تېر کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply