د صحيح نيت اهميت

ليکوال: الحاج مولوي عصمت الله عزام

0 725

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده و نصلي و نسلم علی رسـوله الکريم امابعد :

په عـبادت کي نيت ډېر زيات رول لري، تر دې چي عبادت په نيت پوري تړلی دی، که د چا نيت صحيح وو، هغه ته به د ده د عبادت ګټه او ثواب په لاس ورځي، خو که د چا نيت غلط وو، عبادت يې هم بې گټي دی، په آخرت کي به د داسي عبادت  هيڅ فایده په لاس نه ورځي .

عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-  « إِنَّمَا الأَعْمَـالُ بِالنِّيَّاتِ وَإِنَّمَا لاِمْرِئٍ مَا نَوَى فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ فَهِجْرَتُهُ إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ لِدُنْيَا يُصِيبُهَا أَوِ امْرَأَةٍ يَتَزَوَّجُهَا فَهِجْرَتُهُ إِلَى مَا هَاجَرَ إِلَيْهِ ». (متفق عليه، مشکات ص: ۱۱ ج : ۱)

ژباړه: له حضرت عمر بن خطاب — رضی الله عنه – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم -– وفرمايل: اعمال په نيت پوري تړلي  دي او هر سړي ته به هغه څه په لاس ور ځي د کوم چي ده نيت کړی وي: د چا چي هـجرت د الله او د هغه د پيغمبر لپاره وي، نو د ده هجرت د الله او د هغه د پيغمبر لپاره دی او د چـا چي هجرت  د  دُنيا د لاس ته راوړلو او يا د ښځي د  نکاح کولو لپاره وي، نو د ده هجرت  د هغه څه لپاره شو د کوم شي ( په نيت ) يې چي هجرت کړی وي !!

په دې حديث کـې دا خبره په څـرګند ډول بيان شوې چي د عبادت ثواب او فائده په نيت پوري ارتباط لري او دا چي هر چا ته به د ده د نيت مطابق بدله ور کول کېږي .

که د چا نيت په عبادت کي صحيح وو، يوازي د الله تعالی رضاء يې مقصد وه، هغه ته به الله پـاک ثوابونه ورکړي او که يې نيت خراب وو، عبادت يې  د قبلېدلو وړ نه دی .

په عبادت کي د نيت مثال د انسـان د روح په څېر دی .

کله چي په انـسان کي روح وي، انسان ډېر ارزښتناک وي، هر څـوک يې خيال ساتي او مُثبت کارونه کولای شي او کله چي يو ځای ته لاړ شي، خلگ وايي چي فلانی راغی، خو که د انسان له بدنه  روح ووته،  بيا هغه انسان دی، خو په خلگو يې ساتنه  تکليف وي،په تلوار سره يې له کوره د خاورو په لور وړي .

او دغه انسان بيا هغه کـارونه نه شي کولی، کوم چي يې مخکي کولی شول .

او که په يوه ځای کـې وي، نو خلگ وايي چي د فلاني لاش دلته پروت دی، داسي نه وايي چي فلانی سړی پروت دی، ځکه چي اصل په انسان ک-ې روح ده، بدن تابع دی .

همدا راز په عبادت کي هم اصلي شی نيت دی، که نيت صحيح وو، عبادت به يې فائده مند وي، که صحيح نه وي، عبادت خو به يې کړې وي خو بې گټي به  وي .

په عبادتونو کي نيت ډېر نا اشنا تأثيرونه لر ي چي  په عبادت کي ښکارېږي .

تر دې چي  مُباح کـار د صحيح نيت له امـله د ثـواب مُستحق گرزي او د غلط نيـت له امله د ثـواب کار بې فائدې گرزي .

يوه عالم ليکلي دي چي الله تعالی ته د نـږدې خلګو مُباح کارونه د دوی په حق کي عبادتونه گرزېدلي دي، په هغو سره الله عز و جل ته نږدې کېږي. ( الفرقان بين اولياء الرحمان و اولياء الشيطان ص: ۱۲۵)

عن أبـي عبدِ اللهِ جابر بن عبدِ اللهِ الأنصاريِّ رَضي اللهُ عنهما ، قَالَ : كُنَّا مَعَ النَّبيِّ – صلى الله عليه وسلم – في غَزَاةٍ ، فَقالَ : إِنَّ بالمدِينَةِ لَرِجَالاً ما سِرْتُمْ مَسِيراً ، وَلاَ قَطَعْتُمْ وَادِياً ، إلاَّ كَانُوا مَعَكمْ حَـبَسَهُمُ الْمَرَضُ. وَفي روَايَة : إلاَّ شَرَكُوكُمْ في الأجْرِ ( رواهُ مسلم ، رياض الصالحين ص : ۲۱ ج : ۱ ) .

ژباړه : له حضرت جابر بن عبدالله – رضی الله عنه – څخه روايت دی چي موږ د نبي – صلی الله عليه وسلم – سره په يوه غزا کې ملګري وو، نو وئې فرمايل: په مدينه کي داسي سړي شته چي تاسو يو مزل نه دی کړی او نه مو يو مانده پرې کړی دی، مګر دوی ستاسو سره ( په ثواب کي ) ملګري دي، ( ځکه ) دوی ( د راتګ څخه ) مرض بندکړي دي . په بل روايت کي دي چي مګر دوی ستاسو سره په اجر کي شريک دي !!

له دې حديث څخه د نيت فـضيلت معلوم شو چي څوک د جهاد يا د بل ښه  کار نيت وکړي، بيا ور ته عـذر پېښ شي چي د هـغه کار لپاره خنډ شي، نو ده ته به د هغه ښه کار د کولو په څـېر ثواب ورکـول کېږي او څومره چي دی يې په پاته کېدو تأسف زيات کوي، ثوابونه به يې زياتېږي .

الله تعالی دي تـوفيق راکړي چي خپل نيتونه صحيح کړو . آمين

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply