د كومې ښايسته او زړه راښونكې سره چې زه د زړه له تله مينه لرم هغه پرون له ما سره وه خو نن هغه زما جدا او ډيره لری تللی ده .
د هغې د ښكلو سترګو چاپونه لا تراوسه پورې د آيينې په مخ پاتی دي، د هغې ښايسته بوى لا تر اوسه زما له جامو څخه ځي او د هغې خوږې او د مينې څخه ډكې خبرې لا تر اوسه زما په غوږونو كې انګازي كېږي.
مګر همغه ښځه چې ما ورسره د زړه له تله مينه كوله زما څخه ډېره ليرې تللې ده او اوس جلا وطنه ده او د يادونو څه د وتلو درې ته تللې.
د هغې انځور لا تر اوسه زما په سترګو كې شته دى ، هغې چې د مينې نه ډك كوم خطونه ماته رالېږلي ول هغه ټول ما د سپينو زرو په يوه صندوق كې ساتلي دي او هـغه صندوق ما په زمرودو او ياقوتو پوښلی دی خوبيا هم دهغی د غه شيان به زما سره تر ډېره وخته همداسې نه وي پراته، ځكه ډېر زر به د هېريدو باد را والوځي او د ځانه سره به يې د چوپتيا او د هیره وتلوځاى ته ويسي.
زما محبوبـه ستا له محبوبې نه ډيره مختلفه نه ده، زما محبوبه هم ښايسته ده هغه داسې ښكار لكه د نړۍ يو ستر رسام چې هغه په خپل قلم رسم كړي وي، هغه د شاتو غوندی خوږه او د ورویښمو غوندی نرمه او پسته ده خو د مار په رنګ د فن څخه ډكه ده .
که څه هم هغه د طاوس په څیر چپ او غلې ده خو ډېره مغروره او كبرجنه ده.
زما مـحبوبه لكه د ځـناور په څير ویرونكې ده او د تورې شپې په څيرهيبتناکه.
كه څه هم زه دغه ښـځه له ډېرې مودې پېژنم ان تردې چې ما ورسره پټيو او باغونو ته چكرهم وهلى او د ښار اكثرو كوڅو ته هم ورسره تللى يم.
زه دغه ښځه د ځوانۍ د وخت نه پېژنم او تر ننه چې ما څومره كتـابونه لوستلي د هغه كـتابونو په هره پاڼه ما د هغې ذكر لوستلى، ما د هغې زړه راښكونكى غږ د ويالو په روانو اوبو كې اورېدلى.
ما د هغې مخې ته د زړه ټول ترخه او د خپل روح د ژونـد ټول رازونه ايښي دي.
د کومي ښځي نه به چې زه هر وخت ځارېدم نن هغه د يوې يخ نيولې او ورانې شوې درې پر لور تللې، هغه هغې درې ته تـللي چې هغه د وېرې او يواځيتوب په نوم مشهوره ده.
د کومي ښځي سره چې زه د زړه له تله نه مينه کوم هغه دومره ښايسته ده چې هر څوك خپل لور ته راکش کوي ،
هغه ښځه چې زمونږ ژوند او زمونږ اميدونه په وعدو سره خښوي د هغې نوم ژوند دى.
ژوند يوه داسې ښځه ده چې هغه خپل مينه وال د اوښـكو سره لمبوي او د هغوى له وينو څـخه په خپل مخ ګلان ږدی.
هغه داسې جامې اغوندې چې رڼواو ښآئسته وریځو څخه جـوړې وي كوم چې د تورو شپو په تارونو ګڼدل شوي دي.
هغه د انسان زړه نور هم ديته مايلوي چې د هغي سره ډيره زیاته مينه وكړی خو هغه په خپله دې ته غاړه نه ږدي چې دغه انسان سره واده وكړي اوهغه خپل يې كړي.
ژوند د يوه جاودګري په مانند ده چې په خپل ښايست او مکر سره د موږ دیته مجبور وي چی د هغي سره مینه کړو او په خپله غیږ کی یی را ونغاړو، خو هغه خلك چې د دې د بې وفايي او مکر څخه خبر دي هغهوی بیا تل د دې څخه ليرې تښتي.
العواصف كتاب ۳۴ مخ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320