يوه پخوانۍ نوې خبره!

وکيل احمد عزيزي

0 661

د هرات محمد او ګڼ علوم

د ۱۱۲۲ ميلادي يا ۵۴۴ سپوميز کال د روژې په ۲۵ په ری ښار کې د ضياءالدين عمر په کور کې يو ماشوم پيدا شو چې محمد نوم يې پرې کېښود. دوی د هرات وو خو ضياءالدين عمر د ری ښار خطيب و نو ځکه هلته اوسېدل. محمد لومړنۍ زده‌کړې له پلاره وکړې او کله چې يې پلار مړ شو په عِلم پسې له کوره راووت. محمد په تنکۍ ځواني کې فقه ولوستله او له هغه وروسته يې منطق، فلسفې او علم هيءت ( نجوم) ته توجه وکړه. محمد په ليږ وخت کې په سيمه کې دومره شهرت پيدا کړ چې د فخرالدين لقب يې وګاټه چې مطلب يې د دين وياړ دی.

محمد اوس په امام فخرالدين رازي باندې مشهور دی. محمد تر کوپرنيک، ګاليله او کپلر درې او څلور پېړۍ له مخه په دوولسمه ميلادي پېړۍ کې وويل چې ځمکه د کايناتو مرکز نه دی او د لمر چاپېره دورانونه کوي دء د ځمکې د اوج او حضيض په اړه هم خبرې کړې دي. محمد دغه خبرې په خپل تفسير «تفسير کبير» کې په بېلابېلو ځايونو کې کړې دي. هغه وخت د ايران لوېديځ ته په مراغه ښار کې د هغه وخت تر ټولو پرمختللې رصدخانه وه چې محمد هم د ستورو د مشاهدې لپاره ورغی. دا هغه وختونه و چې په اروپا کې په علم توره شپه وه. د هغه وخت په اسلامي ملکونو کې تر نن ورځې ډېره فکري خپلواکي وه او محمد چا د ځمکې د حرکت په تور نه زنداني کاو، يعنې په اروپا کې چې کله په ۱۶ پېړۍ ګاليله ځمکه متحرکه وبلله هغه مجرم او زنداني شو. ګاليله په ۱۹۹۲ کال کې د کليسا له خوا بې ګناه وبلل شو.

محمد د هغه وخت يو داسې عالِم و چې په طب، نجوم، فلسفه، منطق، هندسه، فقه، ارواپوهنه او ګڼور نورو علوم باندې پوهېدء. دی په دې ټولو برخو کې تر ۷۰ زيات کتابونه لري لکه: کتاب مصادرات اقليدس، کتاب فی الهندسه، کتاب مسايل الطب، کتاب رسالة في النفس، کتاب عيون المسايءل النجاريه، کتاب شرح جامع الکبير في طب، کتاب النبض او ګڼ نور. محمد د قرانکريم تفسير په ۳۳ جلدونو کې تالف کړی دی چې د نجوم اړوند خبرې يې هلته کړې دي. دی ښه شاعر هم و. ايا موږ د دې سړي له کتابونو کار اخيستی دی؟ دی يو ازاد فکره سړی و او د هر رنګ سوالونو د اورېدو حوصله يې لرله.

دی له ډېرو علمي سفرونو وروسته په هرات کې مېشت شو. محمد په د هغه وخت په کراميه ډله باندې تل انتقادونه کول ځکه هغوی اهل سنت والجماعت نه وو او د همدې اختلاف په وجه د دې ډلې له خوا د ۶۰۶ کال د کوچني اختر په لومړۍ ورځ پټ په ډوډۍ کې زهر ورکړل شول، شهيد شو او په هرات کې دفن شو. له دء څخه دوه زامن شمس الدين او ضياءالدين پاته شول چې په هرات کې اوسېدل کله چې چنګېز په دې سيمه حمله وکړه نو عام وژنه يې پيل کړه؛ خو د محمد کورنۍ يې ځکه پرېښوده چې چنګېزيانو هم د دء ښه نوم ته په بده نه کتل.
موږ په هغه وخت کې تر اوس ډېر علمي وو. خو دا چې موږ وروسته د هغه وخت پرمختللي نظريات عملي نه کړل اوس د ساينسي پرمختګ کور اروپا بلل کېږي. مارک ګراهام په خپل کتاب «اسلام او موډرنه نړۍ» کې وايي چې «په اروپا کې چا کاغذ نه پېژاند په داسې حال کې چې په بُغداد کې تر ۱۰۰۰ زيات د کاغذ پلورلو دکانونه و». هغه خلک پرمختللي بلل کېږي چې علم عملي کړي. موږ ته ځکه د خپلو پخوانيو عالمانو نظريات اوس هسې يوه ادعا ښکاري چې موږ عملي کړي نه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply