د کابل د کوڅو د امنیت د ښه والې لپاره د ټکنالوژي اغېزمنتیا

حمید الله پردیس

0 631

د کابل د کوڅو د امنیت د ښه والې لپاره د ټکنالوژي اغېزمنتیا د دولت له پانګونې پرته

په وروستیو کې د کابل په کوڅو او فرعي کوڅو کې ناوړه امنیتي پیښې له کنټروله بهر شوې دي. په دې کوڅو کې په رڼا ورځ تګ راتګ سخته شوی دی. له دې کبله باید د دولتي ادارو له لورې د امنیت د ټینګیدو او د وضعیت د ښه والې لپاره هڅې وشي.

د هیواد اقتصادي وضعیت ته که وکتل شي او په دولتی ادارو کې د بودیجې کمبود ته ځیر شو، نو غوره لار دا ده چې د کابل ښار د امنیت لپاره ټکنالوژي غوره وسیله ده. همدا راز پکار دي چې په دولتی ادارو کې د کارکولو فرهنګ پیاوړی شي او د مشکلاتو حل او بهتر والی لپاره د بهرنۍ ادارو د غیر اقتصادی او موقتی طرحو پر ځای موجوده منابع بهتره او موثره توګه استفاده شی.

کله چې یوه پیښه رامنځته شي او څوک اړوندې حوزې ته مخه کړي، هلته په درواغو ژمنې ورسره کیږي او مساله نه تعقیبږي. علت یې هم ښایي دا وی چې حوزه د غله په اړه هیڅ راز معلومات نه لري، نو قضیه نه شي څارلی. که چیرته له ټکنالوژي ګټه واخیستل شي نو امنتیي ادارې او د پیښې د ځای حوزې یو څه معلومات ترلاسه کولی شي.

د امنیتي کمرو له لارې کولی شو چې د یوې سیمې او ان د ټول کابل ښار امنیت ښه کړو، که هر راز جرم، جنایت او بې عدالتي په کوڅو او بازارونو کې ثبت شي تعقیب به یې امنیتي ادارو ته اسانه شي او په دې ډول به د جرمونو کچه ټیټه شي.

د امنیتي کمرو بییه شاوخوا ۵۰۰۰ افغانۍ ده یا یې قیمت تر دې هم ښکته دی، که چیرته د کورونو څښتنان یا دوکانداران دا کمره واخلي نو یوازې به یې پیسې یو ځل ورکوي او دا پیسې د کورونو د بیې او د دوکانونو د کراییې په پرتله خورا لږ دي.

لاندې ادارې کولی شي چې د پیسو له لګښت او د تشکیلاتو له زیاتیدو پرته د کابل د کوڅو د امنیت د ښه والې لپاره یو دایمي اغیزمن ګام اوچت کړي.

۱- کابل ښاروالي

  • ښاروالي باید د دوکانونو بهر د امنیتي کمرو نصبیدل جبري کړي، کنه دوکاندار باید هره میاشت جریمه ورکړي.
  • ټول هغه کورنه چې تر یوه منزل اوچت دي باید د کور مخې ته امنیتی کمره بنده کړي کنه هره میاشت جریمه شي.
  • ټول ښوونځي او روغتونونه باید په خپلو شاوخوا لارو کوڅو کې امنیتي کمرې ولګوي، کنه هره میاشت جریمه شي.

۲- د کابل امنتي حوزې

  • د حوزو مشران باید د خپلې سیمې له سپین ږیرو، مشرانو او متنفذینو سره غونډې وکړي، هغوی ته د امنیتي کمرو ګټې بیان کړي ترڅو په هره کوڅه کې یوه امنیتي کمره نصب کړي.
  • هره جنایي پیښه او جرم باید د سیمې په کمره کې وکتل شي ترڅو عاملین سم وپيژندل شي. دا تصویرونه او ویډیوګانې بیا له ټولو امنیتي ارګانونو سره شریک شي ترڅو عامل سمدستي ونیول شي او قضایي او عدلي ادارو ته وروپیژندل شي. په دې ډول به د راتلونکو پیښو مخه ونیول شي او د جرمونو کچه به ټیټه شي.
  • که د کور یا دوکان امنیتي کمره خرابه وه، باید زیاته جریمه ورکړي.

د امنیتي کمرې د نصبیدو بڼه او شرط

  • د لوړپوړو ودانیو، کورونو او دوکانونو بهر باید امنیتي کمرې داسې نصب شي چې هم غولی، هم کوڅه او عمومي لاره پکې ښکاري ( =۱۸۰)
  • امنیتي کمرې باید د شپې په مخه د لیدو توان ولري، Night Vision
  • امنیتي کمره باید حافظه ولري، داسې چې لږ تر لږه د یوې اونۍ فلمونه زیرمه کړي
  • امنیتي کمرې باید بیټرۍ ولري، ترڅو د برښنا له قطع کیدو سره غلې نه شي.

د امنیتي کمرو د نصبیدو د طرحې عملي ګټې

  • جنایي جرمونه به کم شي
  • مجرمین او متخلفین به په وخت وپيژندل شي
  • د جرم د اثبات لپاره به سم تعقیب شي او دقیق شواهد به موجود وي
  • په لارو کوڅو کې به د ځورولو مخه ونیول شي
  • کورنۍ به د خونیتوب احساس وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply