سوله د افغان ولس عاجله اړتيا

شېرعلم امله وال

0 571

افغان ولس له تېرو څه باندې څلورو لسيزو راهيسې د پرديو د جګړې په اور کې سوځېږي او د پرمختګ له کاروانه شاته پاتې دى، د افغانستان تاريخي جغرافيوي موفقيت د زبر ځواکونو د سيالۍ او تربګنۍ پر ډګر بدل کړى او هر زبرځواک د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره د افغانستان له جغرافيې او افغان ولس له بشري ځواکه د خپلو ګټو لپاره استفاده کوي او زيان يې افغان ملت ويني، په افغانستان کې به داسې کور نه وي چې د بدمرغې جګړې له امله بشري او اقتصادي زيان يې نه وي ليدلى، اوسمهال افغان ملت له جګړې ستړى او هيله لري چې د نړۍ د نورو متمدنو انسانانو په څېر هوسا او سوکاله ژوند ولري، چې له نېکه مرغه اوسمهال د جګړې ښکېلو لوريو امريکايي ځواکونو او وسله والو مخالفينو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې روانې دي احتمال لري چې په نږدې راتلونکې کې موافقې ته ورسېږي، چې د موافقې تر لاسليک وروسته بين الافغاني خبرې اترې پيل شي، چې دا پړاو به تر ټولو پېچلى او ستونزمن وي، ځکه له هرې خوا په جګړه کې ښکېل افغان لوري او د هغوى بهرني ملاتړي د خپلو موجوده ګټو ساتنې او راتلونکيو ګټو د خونديتوب او پالنې لپاره به چنې وهي او هره غاړه به کوښښ کوي خپل ليد لورى او نظريات يو پر بل ومني او خپلې سياسي موخې ترلاسه کړي، دا پړاو به ځکه مهم وي چې  د افغان ولس او هېواد راتلونکى نظام جوړښت، تشکيلاتو او اداري او سياسي بهير په باب به تصميمونه نيول کېږي، د طالبانو او امريکا يانو ترمنځ به د روانو خبرو اترو په اوږدو کې د تاوتريخوالي کمولو طرحه د دايمي سولې د تامين په لاره کې د ډيالوګ او بحث لپاره د کړکۍ پرانيستې شنه علامه ، پيغام او ښه پيل دى، چې ورسره به کېداى شي اوربند او دايمي سولې تامين لپاره زمينه برابره شي چې په دې برخه کې افغان سياستوالو او مسولو چارواکو مسوليت د افغانستان او افغان ولس ملي ګټو خونديتوب وي، چې بايد حکومتي او نا حکومتي سياستوال پر واحد مېز او چورليز ( محور) راټول او د اسلامي جمهوري نظام د خونديتوب، جمهوريت پالنې لپاره د ګډ دريځ په لرلو سره خبرو اترو مېز ته په قوي منطق او ځواکمن موقف سره وړاندې شي، چې ورسره به د تېرو اتلسو کلونو مهمې لاسته راوړنې خوندي او د جمهوريت پايښت ( بقا ) وساتل شي.

او د  موجوده سياسي فرهنګ او بهير به دوام وکړي، چې د ملت او هېواد راتلونکي روښانه او د وخت اوشرايطو مطابق سياسي او اقتصادي ټولنيز ژوند څښتن شو او د يو معتدل سوله پال او انسان پال سياسي، اجتماعي نظام لرونکى ملت او هېواد شو، چې اوسمهال سوله ترټولو زياته د افغان ولس عاجله اړتيا ده. چې د تامين لپاره يې هر اړخيزو هڅو ته ضرورت دى، افغان ولس لپاره بايد اسلامي جمهوري نظام خونديتوب، ساتنه او پالنه د خبرو اترو محوري موضوع وي چې د اکثريت ملت غوښتنه ده. هيله ده ټول سياستوال او ښکېلې غاړې خپله زياته پاملرنه د ولس عاجلې اړتيا او مهمه غوښتنه چې جمهوريت او د جمهوريت پالل دي په پام کې ونيسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply