له ملي بودجې څخه ګیلې او څه کول په کار دي؟

محمد عارف رسولي

0 607

ګورو په ملي بودجه کې نا انډولي چې د متوازن انکشاف وژنه ورته ویلی شو. ګورو چې دې کار د زیاتو خلکو غبرګون راپارولی دی. د دې قلم په اند که څه هم دا زموږ په ټولنه کې د نیمه نه پوره ویښتابه یوه نښه ده. ماته ښکاري دا غبرګون زموږ د ټولنې د ځینو کادرونو، روڼ اندو، یو شمېر ژورنالستاتو او شنونکو سرسري ارزونه په ډاګه کوي، ځکه دوی زموږ د ټولنې بنسټیزو ننګونو ته د ګوتې نیولو په ځای د هغو نښو ته غبرګون ښيي او ماته زیات موثر نه ښکاري. د دې بل تاوان به دا وي چې زموږ عقلانیت، ټولنیز سم استدلال، دیالوګ او ژور تفکر ته به تاوان پېښ کړي، موږ به فکر وکړو چې دادی موږ خو مبارزه کوو، خو په حقیقت کې به مو په غلطه لاره بوزي، ځکه دا به زموږ پام له خپلو بنسټیزو ستونزو او ننګونو بلې خواته او د هغو نښو ته واړوي او غافل به مو کړي. نو د علت په ځای به معلول پسې سرګردانه وو.

انکشاف یوه پېچلې ښکارنده ده، تر زیاتې کچې د انسان په اراده، غوښتنه او په تېره په فکري توانمندۍ پورې اړه لري، له همدې کبله یو نړیوال اصل دی ( ټول نړیوال موخذونه ښيي) چې تر څو کوم خلک خپله انکشاف، د اوسنی حالت بدلون او پرمختګ ونه غواړي بل څوک لکه دولت، موسسې او نور یې نه شي ورباندې منلئ. دا یو قرآنی اصل هم دی او الله تعالی یوازې هغه وخت د انسانانو او ټولنو په حالت کې بدلون نه راولي تر څو هغوی په خپلو کړنو او نفسونو کې بدلون نه وي راوستلی. کله چې د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۵ مو کلونو په منځ کې د ملي پيوستون پروګرام په افغانستان کې پيل شو زما په یاد دي په انکشاف پوه او ورته تنده لرونکو خلکو د هغو په پيسو کمپيوتر واخیستل او یا یې د غون‌‌‌‌‌‌ډو او کنفرانسونو تالارونه ورباندې جوړ کړل، خو هغه چې ویده او غافله وو، د پروګرام تر اخره یې په خپلو منځو کې د هغه پروګرام پيسې نغدې ووېشلې او هېڅ پرمختیايي کار یې ورباندې ونه کړ.

دلته زه یو بل رښتینی مثال راوړم. اوس تاسو ته په همدې کابل کې چې کوم د دولت مخالف قوت هم په کې نشته، د هزاره میشتې برچي څخه پورته د لویدیځ خوا کلو ته ورشئ، په هغه بدبخته سیمه کې یوازې د یو څو محدودو دوه پوړیزو کورونو پرته چې په یو څو کسانو پورې اړه لري، نور کورونه ټول خاورینې کوډخې دي، هلته نه سړک شته، نه مکتب شته، نه د څښلو سمې اوبه شته، نه کومه مدرسه شته، نه مارکېټ شته او په لنډه توګه هلته هېڅ انساني ژوند نشته، که تاسو د هغوی تنکي نالوستي ځوانان وګورئ او د هغوی د تعلیم کچې ته ځیر شئ يه یقین سره زړه به مو درد وکړي. یقین وکړئ که هلته څوک ځانته مشر وایي نه غواړي چې خلک او پیروان یې له هغه وحشت څخه راووزي، همداسې زموږ د نورو خوارو سیمو حالت درواخله چې بودجه نه ورته تخصیص شوې او متوازن انکشاف خو څه کوې له انکشاف څخه بې برخې کېږي.

په ورته هغو سیمو کې چې د غفلت په خوب ویده دي، هغه څوک یې چې ځان ته مشران وايي یوازې د ټاکنو په وخت د خلکو د خدمت خبرې کوي، بیا یې څوک نه ويني، لوستي یې هر یو وړه دنیا لري، که ننواتې هم ورشې ټولنیز خدمت ته نه حاضرېږي بلکه د لوده خیال درته کوي، د دوي ژوند جوړ دی، یا خو په هر چا شک کوي چې دا به کوم سیاسي هدف لري، یا په خواشینۍ سره د هر چا په سر د مشرۍ بنګ کیوتي دي، نورو ته لاس نه ورکوي، نه پخپله څه کولی شي او که په نورو پسې ځي بیا ځان ورته خړ مخی ښکاري، دا فکر په موږ کې په ټیمو او سازمانو کې د کار تفکر وژني، همدارنګه، هغه څوک چې په کوم سازمان او یا مدني ټولنه کې راغونډ وي، د نه ژمنتیا، نه پلان او یو بل ملامتولو له رنځه کړېږي.

راځو بېرته د برچي په ګاونډ کې خلکو ته. که له دې خلکو او ځورونکي حالته یې  یوازې لس متره کښته برچي هزاره مېشتې سیمې ته ورکوز شئ هلته لیسه او مکتب خو څه کوې، خصوصي پوهنتونونه، مدني ټولنې دي، کورسونه دي، کلبونه دي، سپورت، خطاطي، نطاقي او فرهنګي فعالیتونه دي، مارکېټ، راکړه ورکړه او ژوند دی. زه له خپلو روڼ اندو او لیکوالانو پوښتم دا توپير چا رامنځته کړئ، لږ سر په ګرېوان کړئ. دا زموږ د هېڅ کس حق نه دی چې اوس دوی ملامت کړي چې تاسو ولې تر پورته کسانو منظم یاستئ بلکه باید ورنه زده کړه وشي.

که سترګې وغړوو، زښته زیات مثالونه لیدلی شو، راځئ رښتیا ووایو، راشئ په خوشال مېنه کې د ځوانانو لپاره د نړۍ په کچه د ظرفیت لوړولو بې فیسه، خوشی او فی سبیل الله درس پيل کړئ، که مو تر لسو زیات کسان ورته د پنځو مسلسلو ورځو لپاره پیدا کړل، ما ملامت کړئ. همدارنګه، راشئ زموږ لوستو ښه ژوند لرونکو کادرونو ته ننواتې ورشو چې راځئ د ځوانانو سره د وړتیا لوړولو، د یتیمانو سره د مرستو او یا هر بل ټولنیز او یا دعوتي پروګرام کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون بلنه ورکړو که مو 5 سلنه کسان وموندل، زما لاس غوڅ کړئ. همدارنګه، راشئ یو څو شتمنو هغو کسانو ته چې ځانونو ته مشران وايي ورشو، چې مرسته وکړي تر څو د ځوانانو لپاره د کارموندلو، وړتیا لوړلو او نورو ټریننګونو په برابرولو کې یو څه مرسته وکړي که بریالي شوی بیا به هم زه ملامت وم. د دې پایله داده چې دا ملت ناهیلی او هم ویده دی. دا حالت چې په خلکو د راز راز خورا پېچلو تاریخي کورنیو او بهرنیو لاملونو له کبله ورشي زر له منځه نه ځي، دا به د ویښتیا او توانمندې ورکولو لپاره خدايي خدمتګارانو ته اړتیا ولري، دا به همدارنګه زیات پروګرامونه او هڅې وغواړي، نور وخت به ونیسي چې زما او ستا په ګ‌‌‌‌‌‌ډون زموږ خلک لارې ته راشي. باید ساده نه شو، څوک نه غواړي له ساده خلکو ګټه پورته نه کړي، څوک نه غواړي له خپله سیاله مخ کې شي، څوک نه غواړي ساده خلک د خپلو موخو لپاره ونه جنګوي، دا زما او ستا په کلي کې رښتیا ده، زما او ستا په ولایت، سیمه او نړۍ کې رښتیا ده. که موږ مسؤلیت نه اخلو دا مو د جهالت او بې خبرۍ نښه ده له بل چا ګیله مه کوئ.

کومه بېعدالتي چې تاسو په سږنۍ بودجه کې ګورئ، که سوله ونه کړو، سیمې مو امن نه شي او د انکشافي پروګرامونو لپاره وړتیا ونه لري، زموږ خلک او مشران همداسې له بنسټیزو ستونزو او ننګونو او حل لارو بې خبره وي، نو حالت به مو لا خبرابېږي. د نامتوازن انکشاف خبرې خو پرېږده له انکشاف څخه د بیخي محرومیت مسولیت که دولت ته متوجه دی، چې ارومرو دی، خو تر‌‌‌‌‌‌ډېره که بې انصافي ونه شي خپله د دې ولایتونو مشرانو او کادرونو ته هم ورګرزي، د نورو ملامتول که حقیقت هم وي، یوازې موږ اغفالوي، ترڅو ځان ملامت نه کړو، مسولیت وانه خلو، له ځان او خلکو سره درواغ ونه وایو، همدا به مو حال وي.

زه نه وایم چې څوک د خپل حق ونه غواړي، زما عرض یوازې د حق غوښتلو د رښتینولۍ، څرنګوالي او ترلاسه کولو د موثریت په هکله دی. که د بېعدالتۍ غږ پورته کوو باید د حق ترلاسه کولو لاره راته معلومه وي او خپله کورنۍ دنده مو تر سره کړې وي، پخپلو خلکو کې مو د انکشاف تلوسه او تنده رامنځته کړې وي، تر څو په مدني توګه چارواکي او خپل مشران له ګرېوانه ونیسي او خپل حق وغواړي، کله چې کوم انکشافي پروګرام ورته راشي، ورسره مرسته وکړي، پکې ونډه واخلي، نظارت یې کړي، له تېروتنو یې زده کړي او په پای کې یې مدیریت په غاړه واخلي. که داسې نه وي چې سل پروګرامونه هم شتون ولري له به یې نور په مرستو روږدي شي، له به نور غافله شي او نامتوازن انکشاف ته غبرګونونه به هېڅ ګټه ونه لري، یو څو ورځې به احساساتي خبرې وکړو او بیا به ساړه شو. زه هغه ګیله من افغان ته وایم که رښتیا وایي د خلکو راویښولو او په عامه نظر کې مثبت بدلون او د اصلاحاتو غوښتنو ته په مدني توګه، د قانوني لارو، رسنیو ، غون‌‌‌‌‌‌ډو او کنفرانسونو له لارې خپل ایماني دین ادا کړه او که دا کار نه کوې بښنه غواړم رښتیا نه وایې او یا د تراوسه سمه لاره نه ده موندلې. په داسې حالت کې به دولت په راتلونکو شلو کلونو کې هم د داسې خلکو لپاره هېڅ ګټور کار ونه کړي. ځکه نړیوال کارپوهان وايي: تر څو په عامه نظر کې د اصلاحاتو او متوازن انکشاف لپاره تنده نه وي پیدا شوې دولت دا کار نه شي کولی.

څوک به مړه وي او یا ژوندي، زه یې ټولو ته په ‌‌‌‌‌‌ډاګه وایم، ترڅو زموږ خلک ویښ نه شي، په ناکاره مشرانو پسې روان او مرده باد او زنده باد وايي خو یو بل غندي او په کرکو ډوب وي راتلونکی به یې لانور خراب وي.

د یوه ویښ او عدالت خوښوونکي ملت په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply