طالبان په اوسني وضعیت کې الوتکه غورځول څه چې حتا د امریکایانو یو توند ټویټ ته د ځواب جرات نلري، خو د طالبانو داسې اوږه ده، چې له پاکستان علاوه اوس نور هم ټوپک په ايښودلی او د خپلې خوښې ښکار کولای شي.

امریکا ومنله چې الوتکه یې غورځېدلې خو نوره محاسبه به له خپلو پلټنو وروسته کوي، او طبعاً چا چې مسولیت منلی اول به له هغوی سره خپل حساب کوي.

د رویترز رپوټ وایي خپاره شوي انځورونو د E-11A ډوله بمبارد الوتکې پاتې شوني دي چې د امریکا پوځ اوس په افغانستان کې ترې د الکترونیکي څارنې لپاره کار اخیست.

د ایران یوې انلاین رسنۍ ( اعتماد انلاین ) داسې یو بنر خپور کړی، چې پکې د سټینګر د بیا حملو خبره کېږي، په دې کې ویل کیږي چې طالبانو دا وسلې ترلاسه کړې او بیا یې پر الوتکو د حملو په جزیاتو بحث شوی دی.

اینفوگرافی| طالبان چگونه می‌تواند اهداف هوایی را هدف قرار دهد؟

سټنګر د افغانستان روس د جګړې پرمهال امریکایانو راوړي وو اوس په افغانستان کې نشته خو څارونکي وايي، ایران هڅه کوي پل بلې خواته واړوي او امریکا ته له شاک ورکولو سره له رواني طنز هم کار واخلي.

د قاسم سلیماني له وژلو ډير وخت ندی تیر شوی، د امریکا او ایران ترمنځ نانندرۍ تر حملو رسېدلې دي. ایراني رژیم کې سخت دریځي قدسیان او  سپاه منصبدارانو په وار وار ګواښ کړی، چې حتا افغانستان کې به هم د امریکا اهداف په نښه کړي.

په دې لوبه کې ظاهراً روس او پاکستان چې د کشالې مهم اړخونه دي خاموشه دي، روس له اوله سره د ایران له لارې طالب حمایت کړی حتا لایزر او نښه ویشتونکي ټوپک یې ورکړي دي خو ظاهراً د امریکا او ایران په کشاله کې خاموشه دی.

پاکستان د طالب د سولې په مسله کې د خپلو اقتصادي ژمنو لپاره دا ورځې له امریکا سره له هر ډول ټکر ځان ساتي اما طالب که د ایران په لاس کې وي، او حمایت شي د پاکستان په نظر ښه خبره ده. ځکه پاکستان کولای شي، له امریکا سره له معاملې سملاسي وروسته بیرته طالب خپل مدار ته ستون کړي.

بل باریک اړخ یې دادی چې شاید پاکستان د ترهګرو له ملامتۍ د خلاصون لپاره طالب لږ ډیر نور هم د ایران او روسیې لمنې ته ورټېله کړي او دنیا ته ثابته کړي چې د ترهګرۍ ذمه واري یوازې پر پاکستان هم نه راځي.

بې له شکه چې د سلیماني تر مرګ مخکې هم په افغانستان کې د ایران د استخباراتي او پوځي مانورو بېلګې شته. کال وړاندې پر فراه باندې د برید پروخت ټول طالبان له ایران راغلل، مسلح شول او بیرته ایران ته وتښتېدل. دغه راز په ننګرهار کې دداعش پرضد د طالبانو د حملو پرمهال طالبانو ټولې هغه روسۍ وسلې کارولې چې له روسيې او ایران ورته رسېدلې وې، ایراني نظامي ټرینران ورسره وو، او معمولاً جګړه کې هغو طالبانو برخه اخیستې وه، چې تهران ته تګ راتګ لري.

د الوتکې د غورځېدو په برخه کې ډير سوالونه دي، په غزني کې وغورځېده؟! هلته د طالب نفوذ دی؟ هلته غیر له طالب نور کوم مرموز جنګیالي دیره دي؟ ولې د معلوماتو د راټولولو لپاره کارېدونکې الوتکه راوغورځېده؟ ولې معلومات تر څو ساعتونو دقيق نه ول؟ ایا امریکایان ددې قضيې له حقيقته خبر دي پټوي یې او که ددوی لپاره هم غیر مترقبه پیښه وه؟

سوکه سوکه طالبان د سیمه ییزو قدرتونو د لوبې په دانو بدلېږي، تر عاملينو به خوږ هم ډير شي. ددوی لپاره تصمیمونه ورځ تر بلې سختېږي. طالب ددې جګړې جوګه ندی او باید له دې سختې سیالۍ په هر قیمت چې وي ځان څنډې ته کړي. خبره له جهاد ډیره وړاندې رسېدلې ده.

کله چې د کابل په شش درک کې ځآنمرګی برید وشو او یو امریکایی پکې ووژل شو، د طالبانو هغه اخري نقطې ته رسېدلې خبرې ګډې وډې شوې. د باګرام پر یو روغتون برید دوی بیا له یو نازک حالت نه بحران ته بوتلل.

نو د هېوادونو په سطحه پیچلې لوبه او پکې د طالب دا هیجان، فقط طالباني احساسات او د هر ګاونډي اشارې ته ګډا افغانستان یوې کاملاً پردۍ او تباه کوونکې جګړې ته ورټېل وهي او بیخي اخري مرحلې دي چې طالبان ځانونه د پردۍ سیمه ییزې جګړې له نیابتي عسکرۍ څنډې ته کړي.