د امریکا طالبانو خبرې او پر وړاندې یې شته خنډونه

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

0 820

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د پلاوي او د طالبانو استازو له لوري له تېر یوه کال راهیسي یوولس ځله مخامخ خبرې ترسر شوې دي. دا ناستې په داسې حال کې چې د دوی  ترمنځ د یوې هوکړې د لاسلیک کېدو خبره په دې وروستیو کې ډېره توده شوې، تر اوسه په دې برخه کې، چې ایا دا نوې موافقه ده او که هغه مخکېنۍ ته ورته ده، هغه نېږدې وه چې د تېر کال په سپټمبر کې د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شي په اړه یې څه نه دي ویل شوی.  د دې اوونۍ په تحلیل کې مو د امریکایي استازو او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته ځغلنده کتنه کړې، د ټرمپ له ټوېټ وروسته پیل شوې خبرو ته کتنه، په موافقه کې څه دي او ایا که چېرې دا توافق ترسره کیږي دا به ریښتیا هم په افغانستان کې د تل پاتې سولې سبب شي دې او دېته ورته پوښتنو ته مو دلته د ځواب ویلو هڅې کړې.

امریکا – طالبانو مخامخ خبرو ته ځغلنده کتنه

د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر په ۴ مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رسمآ اعلان وکړ، چې په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانۍ سفیر د افغان سولې لپاره خپل استازی وټاکه. زلمی خلیل‌زاد د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر په دوحه کې له طالبانو سره مخامخ (لومړی پړاو) خبرې پیل کړې، تر اوسه پورې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ یوولس ځله مخامخ ناستې تر سره شوې دي د نهم پړاو خبرو په لړ کې د توافق‌نامې امضاء کېدو ته دواړه لوري نېږدي شوي ؤو، خو په افغانستان کې د امریکایي سرتيري په وژل کېدو سره د امریکا جمهور رئیس ټرمپ په یوه ټوېټ سره چې ګواه‌کې زموږ سرتېری د طالبانو په برید کې وژل شوی، موږ له طالبانو سره خبرې نه کؤو خبرې د لنډې مودې لپاره بندې شوې.[1] د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان لمریز کال (۱۳۹۸) د قوس میاشتې په ۷ مه نېټه په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی، د یاد سفر پر مهال یې وویل، چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیلوي او په وینا یې دی پر دې باوري دی، چې دغه ډله اوس اوربند غواړي.[2] او د دویم ځل خبرو له پیل سره تر اوسه پورې دوه پړاوه ناستې تر سره شوې دي داسې ښکاري چې دوی یوه نسبي توافق ته سره نېږدې شوي ؤو، او د تخنیکي کارونو په اړه د ملګرو ملتونو له استازو او په افغان سوله کې دخیل هېوادونو سره خبرې هم شوې وې. [3]

هغه موارد چې توافق پرې شوی

داسې انګېرل کیږي، چې د امریکا او طالبانو له سختو اوږدو مخامخ خبرو یوې هوکړې رسېدو ته سره نېږدې شوي، چې په پایله کې به یې په افغانستان کې روانه اوږده جګړه ورسره ختمه شي.  بارنټ روبین له ازادي رادیو سره مرکه کې او د نړېوالو ستراتېژیکو مطالعاتو په انستېتیوت کې خبرې کولې ویلي، روبین د  ۴لسیزو راهیسې د افغانستان او پاکستان سیاسي حالات او په یادو هېوادونو کې د امریکا بهرني سیاست بېلابېل اړخونه څاري. دی په دې باور دی چې سره له دې چې په هېڅ ځای کې د سولې د بهیرونو د بریالیتوب ضمانت مخکې له مخکې نه‌شي کېدلای، خو په قطر کې د افغانستان د جګړې د پاي ته رسولو لپاره په توافق کې ځیني مهمې مسئلې شاملې دي. هغه  وویل: “د توافق تر لاسلیک وروسته، په لومړۍ ورځ، طالبان مؤظف دي چې له القاعده سره خپله اړیکه به بشپړ ډول پرې کړي او د داعش پر ضد وجنګېږي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیلېږي، د تشدد اندازه کمېږي او د افغانستان له حکومت سره خبرې په لومړیو ۱۰ ورځو کې پیلېږي.” دغه امریکايي کارپوه وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالبانو د سیاسي دفتر ترمنځ د موافقې د لاسلیک په ۱۰ ورځو کې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې بین‌الافغاني خبرې پیلېږي. د بارنټ روبین په وینا، د امریکا او طالبانو په موافقه‌لیک کې منل شوې چې تر لاسلیک وروسته به په ۱۳۵ ورځو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکمېږي  [4]

خو د افغانستان د تحلیل‌ګرانو شبکې غړی توماس روتیګ بیا وایي، چې په دې باندې باید مونږ وپوهیږو چې یاده توافق‌نامه د افغانستان لپاره نه ده. دی وایي “امریکا او طالبان په دوو یا درېیو مسئلو موافقه کوي، هغه هم ځانګړې مسئلې لکه دا چې طالبان تضمین ورکړي چې له ترورېزم سره اړیکه پرې کوي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل شي او ښايي د تشدد کمول شامل وي. طالبانو واضح ویلي چې پر اوربند خبرې نه‌کوي. البته، دا موافقه هم څارنې او تضمین ته اړتیا لري.”

طالبانو په موقتي تاوتریخوالي هوکړه کړې

طالبانو له امریکا سره توافق ته د رسېدو په موخه دا منلې چې د ۷ څخه تر ۱۰ ورځو پورې به په لویو ښارونو کې تاوتریخوالی کموي خو دا کړنه د دوی د افغان حکومت  او د بخښنې نړېوال سازمان له تندو غبرګونونو سره مل وه، خو امریکايي چارواکو په دې اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی، او نه هم د ښاغلي خلیلزاد دفتر او یا هغه په خپله په دې اړه څه نه دي ویلي.[5] د ښاغلي غني ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر کې لیکلي وویل: “د افغانستان د خلکو لپاره د تاوتریخوالي د کمولو مسئله بیخي یوه ګونګه مسئله ده، دا په دې مانا ده چې د ورځې به لس بریدونه نه کیږي پنځه به کیږي او یا لس کسان به نه وژل کیږي؟ پنځه به وژل کیږي؟ موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي ختمول غواړو. “[6] په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې د “تاوتریخوالي کمول” یوه بې مانا خبره بللې ده. د جنوبي اسیا لپاره د دغه سازمان مسؤول عمر ورایچ وویل: “په هغو جګړو کې چې پر ملکیانو په کې بریدونه کیږي، د تاوتریخوالي د کمولو اصطلاح بې مانا ده. “[7]

آیا د امریکا- طالبانو خبرې بیا ځل له خنډ سره مخ کیدای شي؟

طالبانو او امریکایانو په لسم پړاو خبرو کې نهایي پرېکړې ته نېږدې شوي ؤو او دواړو لوریو ویلي ؤو، چې د روان میلادي کال د جنوری میاشتې تر پایه به نهایي پرېکړې ته ورسیږي خو په اوس کې په یوه تازه راپور کې چې اسوشیتد پرس د طالبانو د رسمي وېب پاڼې په حواله لیکلی وایي، چې دوی نور د امریکایي لوري له غوښتنو په تنګ راغلي ځکه دوی هسې وخت ضایع کوي، دا چې امریکایي لوری ولې په خپلو پرېکړو کې تغیر راولي؟ د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخوند له پرنټ لاین (PBS) په نوم له یوې تلویزوني شبکې سره مرکه کړې وه هلته ده ویلي: امریکا لویه تېره وتنې کړې چې په افغانستان یې برید کړی، موږ هغه وخت جګړه ختموو، چې کله ټول امریکایان افغانستان پرېږدي، موږ له افغانانو سره مشکل نلرو موږ له هغو سره هوکړې ته رسیږو، او موږ په افغانستان کې هغه نظام پلي کول غواړو، چې موږ ته یې په اړه شریعت لارښوونه کړې[8]  د ده دا خبرې او د سویس داووس ښار کې د اقتصاد نړېوالې غونډه کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني خبرې، چې طالبان یې د جګړې په دوام او په افغانستان کې د سولې راتلو پر وړاندې خنډ یاد کړل او همدارنګه د سولې او جګړې د انستېتیوت لخوا تر سره شوې سروې په مطبوعاتي غونډه کې د دولت جوړونې ټیم لومړي معاون امرالله صالح وویل: “په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ خبرې ښايي د امریکا او طالبانو ترمنځ جګړه ختمه کړي، خو دا هېڅ امکان نه لري چې په دوحه کې د طالبانو خبرې د طالبانو او د افغانستان د ملت ترمنځ جګړه ختمه کړي” او بل د سولې وزارت وزیر سلام رحیمي د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې د افغان سولې په اړه د نړېوالې اجماع د جوړېدو په پار د روسیې او د سیمې د هېوادونو په رول تاکید وکړ، ده زیاته کړه چې یاده اجماع د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په رهبرۍ جوړېدونکې ده. د قطر د سیاسي دفتر د مشر خبرې  او د ملي یووالي حکومت د مشرانو له لوري د جګړې په ژبه خبرې کول، او امریکا، چې هر ځل د خبرو پای ته په رسېدو سره په خپل تصمیم کې بدلون راولي ممکن د امریکا په حکومت کې د هغو ډلو کار وي، چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر شا ولاړ دي او بل په سیمه کې ورځ تر بلې تغیرېدونکی وضعیت (ایران – امریکا ترمنځ کړکېچ) به دېته زمینه مساعده کړي چې د طالبانو او امریکا خبرې تر نامعلومې مودې پورې وغځیږي او جګړه، چې څه ډول روانه ده همداسې به ادامه مومي.[9]

پایله

د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو خبرې او بین الافغاني خبرو شروع کېدو په موخه که څه هم د افغان حکومت او طالبانو په نظرونو کې ډېر توپیر شتون لري، همدارنګه دا دویم ځل دی، چې امریکایان د خبرو د مېز نه تېښتې کوي خو په اوس کې اړتیا ده، چې په افغانستان کې د څلوېښت کلن‌ناورین د ختم په پار دخیل اړخونه ډېر څه (شخصي ګټې) له لاسه ورکړي. افغانان د شوروي اتحاد له وتلو وروسته د رامنځته شوي وضعیت یوه ښه تجربه لري، نو دوی د هغې تجربې نه په استفادې سره کولای شي چې له اوسني وضعیت نه ښه ګټه پورته کړي او د  راتلونکي لپاره په افغانستان کې د یوه تلپاتې نظام د رامنځته کولو پر څرنګوالي باندې کار وکړي او ښکېل افغان اړخونه داسې مسؤولانه چلند وکړي، چې د هېواد او ملت په خیر وي. افغانستان کې یو تل پاتې سولې ته د رسېدو په خاطر اړتیا ده، چې طالبان له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسیږي، خو ګورو، چې نهایي پرېکړې ته د رسېدو سره دا دویم ځل دی چې د امریکایي لوري په تصمیم کې تغیر راځي نو په کار ده، چې ملګري ملتونه، د سیمې او نړۍ غښتلي هېوادونه( چین، روسیه، جرمني، برېتانیا او ترکیه) پر امریکا فشار واچوي، چې  په افغانستان کې د پیل کړې جګړې یو لوری یې، افغانان او دا سیمه دلته نور جګړه نه غواړي نو پکار ده، چې له طالبانو سره زر تر زره یوې هوکړې ته ورسیږئ تر څو د سولې دویم پړاو یعني بین الافغاني خبرو ته هم زمینه مساعده شي.

[1] https://www.csis.org/analysis/civil-challenges-peace-afghanistan

The Civil Challenges to Peace in Afghanistan

[2] https://www.nytimes.com/2019/11/28/us/politics/trump-afghanistan.html

Trump Visits Afghanistan and Says He Reopened Talks With Taliban

[3] https://www.afghanistan-analysts.org/aans-most-read-dispatches-in-2019-peace-talks-and-presidential-polls-dominate/

AAN’s most-read dispatches in 2019: Peace talks and presidential polls dominate

[4] https://pa.azadiradio.com/a/30392438.html

د طالبانو او امریکا ترمنځ د موافقې په اړه غربي کارپوهان څه نظر لري؟

[5] https://pa.azadiradio.com/a/30396220.html

‘امریکا له طالبانو نوې غوښتنې کړي’

[6] https://twitter.com/SediqSediqqi/status/1216306445857193990

[7] https://www.pashtovoa.com/a/Taliban-say-they-are-frustrated-by-the-USA-demands-in-peace-talks-/5259007.html

طالبان وايي د سولې خبرو کې د امریکا له غوښتنو په تنګ شوي- راپور

[8] https://www.pbs.org/wgbh/frontline/article/exclusive-afghanistan-war-end-when-u-s-withdraws-says-taliban-peace-talk-negotiator/

EXCLUSIVE: ‘The War Will End When the U.S. Withdraws,’ Says Taliban’s Chief Negotiator

[9] https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51231965

غني: افغانستان د دریمه برخه امریکايي پوځ وتلو ته چمتو دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply