سپین‌غر ادبي بهیر څلور څلوېښتمه ناسته هم وکړه

راپور: محمد غوث نوري

0 735

نېټه: ۱۳۹۸ل، د سلواغې ۱۱مه

سپين‌غر ادبي بهیر ملګرو خپله څلور څلوېښتمه ادبي ناسته هم وکړه. دغه ناسته د خوږياڼیو ولسوالۍ د سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو په تالار کې تر سره شوه، چې د دريځ چارې یې وسیع الله ګوهرخېل سمبالولې. پیل یې قاري واعظ د قرانکریم په څو مبارکو ایتونو  په تلاوت وکړ، د ناستې مشري محمد صدیق حیران کوله، د مېلمه پر څوکۍ ورسره بیا استاد محمد ګلاب توحیدیار ملتیا کوله، د تېرې ادبي ناستې راپور محمد غوث نوري ولوست، د ځینو نویو او مهمو مسئایلو په تړاو د دې بهیر مشر محمد صدیق حیران دریځ ته وبلل شو، چې ګډونوالو ته خپل معلومات وړاندې کړي. حیران هم په خپلو خبرو کې د لېکچر( درسونو) له اړخه را شروع کړه او ویې ویل، استاد توحیدیار او ټول هغه دې ښه ژوند ولري چې دلته د بېلا- بېلا درسونو په موخه د ځوان کهول روزلو ته وخت ورکوي، وروسته یې په خبرو کې څو مهمو خبرو ته اشاره وکړه، لومړۍ دا چې د دې بهیر ګډونوال باید داسې شاعري وکړي چې  په لوستلو او اورېدلو یې پښېماني رامنځته نه‌شي، کوښښ باید وشي چې، د معیار په توله پوره له هنریته ډکه شاعري وکړي، دوهم دا چې هر سړی له خپله کوره نومیالی او توریالی کېږي، سپین‌غر ادبي بهیر د ګډونوالو کور دی، هڅه به مو دا وي چې له دې غېږې نوموتي زلمي ولرو، حیران د بهیر غښتلتیا په موخه وویل: د بهیر یاران دې د غونډې په ورځ باید بهیر ته خامخا راشي، نورو غونډو او مشاعرو ته دې خپل بهیر نه پرېږدي. ده وویل، د بهیر د کلیزې نمانځنې په موخه به یوه کمېټه وټاکي تر څو لومړني کارونه تر سره او ناسته یې په خوږو او درنو مراسمو کې ونمانځي. له خوږياڼي وروسته په نظم او نثر کې د معیاري لهجې پر ارزښت د خراسان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي معاون محمد ګلاب توحیدیار خپل درس وړاندې کړ، پيل کې توحیدیار د نظم او نثر په جوړښت وغږېد، له دې وروسته یې په فرعي لهجو، کندهارۍ، وزيرۍ، خټکو، کاکړۍ، احمدزیو، وردګو، پکتیا، اپرېدو، باجوړو، مومندو، خوږيایڼو، شينوارو او خوستۍ  لهجې تفصیلي خبرې وکړې او دایې هم و ویل چې پښتو ژبه له دري د ګاونډيتوب او له عربي چې قران یې ستر کتاب دی تاثر اخیستی، ځکه نو که کله موږ ځینې کلمې د حروفو په تغیر ناسمې ولولو معنا کې یې د معنا په بدلون توپير راځي لکه قلب، چې د زړه معنا لري او کلب د سپي نو که ق په ک بدل شي معنا یې هم تغیر کوي، یا س توری په ث لوستل، د بېلګې په ډول، بالاسم په نوم سره که س په ث ولولو با لاثم نو په ګناه سره چې داسې ستر توپيرونه کلمه بې خونده، معنا تغیره او ناسم نوم موږ پورې پيوسته او نښلوي، نو هیله ده چې، په دې برخه کې ځانګړې مطالعه وکړو تر څو مو دغه برخه هم غني کړي وي، د استاد توحیدیار له درس وروسته ازاده مشاعره د جلال امرخېل په هغه غزل پيل شوه چې محمد غوث نوري ترنم کړه، له نوري وروسته نوراغا مظلومیار، پاینده محمد بصیري، عارف خوږياڼي، نوراغا، بریال وزیروال، برکت اسیر، حمیدالله خوږمن، غورځنګ بیدار، شېر بهاردر عابد، عیسی خان، نصیب الله، نثار احمد، موسی دلسوز، سید احمد احساس، نصرت الله نوښت، وحدت، وسیع الله ګوهرخېل د غونډې ګډونوالو ته خپل او د نورو انتخابي شعرونه واورول، چې د ګډونوالو له خوا هم په تودو چکچکو و نازول شول، د مشاعرې له خونده وروسته محمد غوث نوري د نوموړې ناستې ارزونې ته پورته شو، نوري په پیل کې و ویل دا ناسته یې له پخوانیو ټولو ښه ځکه وه چې ګډونوال یې ډېر او مشرانو شاعرانو یې د ترنم په ورېښمینه ژبه ګډونوال تازه وساتل، نوري ناسته په ټوله کې ښه وارزوله او زیاته یې کړه، شعر لیکل او لوستل تر ډېره د انسان د شخصیت څرګندونه کوي، په دې هیله چې زموږ د بهیر ملګري په نورو ناستو کې د ښه نوم په خپلولو مشهور، هنري او معیاري شعر لیکلو ته مټې رابډ وهي، له ارزونې وروسته استاد توحیدیار و چې دغه خوندوره ناسته یې غرمه مهال په خپله دعایه پای ته ورسوله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply