پي ټي ایم او ټویټر

محمد سمیع صادق

0 871

د ملگري سره مې  دټولنيزو رسنيو پر بېلابيلو  ارتباطي وسيلو بحث درلود. څرنگه چې دواړه ځانونه د پښتون ژغورنې غورځنگ د ستر ارمان ارادتمن ګڼو نو مو مباحثه هم په دې اړه وه چې پې ټي ايم څرنگه کولای شي چې خپل غږ ته پراخه ازانګه ورکړي.

د ټولنيزو رسنيو ټول ډولونه ددغه سپېڅلي حرکت لپاره اغېزمن دي؛ مونږ بايد دا هم په نظر کې وساتو چې په دوی کې يې کوم ډول د يوه ځانگړي موضوع لپاره تر بل موثرتره دی، یعنې د موضوع له څرنگوالي سره سم له دوی څخه يوه نمونه وټاکو. 

د پښتون ژغورني غورځنگ د خپلو ټولنيزو او بشري حقوقو د ځانگړتياوو له امله په اولسونو کې مطرح دی او تل يې په کورنيو، سيمه ييزو او نړېوالو رسنيو کې د خبرونو سرليکونه خپل کړي دي نو د دې معلوماتو د تیتولو یا ابلاغ لپاره باید یو ګړندی تخنیک هم ولرو. 

په نني عصر کې دداسې خبرونو د عامولو او خپرولو لپاره تر ټولو موثره ذريعه ټويټر  Twitterدی. ټویټر یوه وړيا ټولنيزه رسنۍ ده چې خپلو ثبت شوو غړو ته د لنډو ليکنو د خپرولو خدمتونه وړاندې کوي.

ددې پروگرام کاروونکي په ۲۸۰ تورو کې خپل  مطلب د يوه لنډ پېغام په بڼه خپروي. ټویټر په کال ۲۰۰۶ د جيک ډورسي، نوح گلاس، بزسټون او ايوان ويليمز لخوا تاسيس کړل شو. 

د ټویټر غوره توب په دې کې دی چې د نړۍ تقريبآ ټول سياستوال، ټولنيز فعالان، د فلم او د سپورټ لوبغاړو سربېره د ژوند د هرې ساحې سره تړاو لرونکي محبوب، بدنام او مشهور شخصيتونه يې روزمره کاروي. د انټرنیټ د کال   ۲۰۱۹ د ارقامو له مخه  ۱۳۹ میلیونه کاروونکي  د ورځي ۳۳۰ میلیونه ټويټونه کول.

ولې ټویټر؟

د ټویټر سره ځان تړل تاسو د سيمه ييزو او نړېوالو پېښو سره په غېر مستقيمه توگه نښلوي. د ټویټر په واسطه تاسې کولای شئ د نړېوالو سياستوالو ټولې وروستۍ کړنې تعقيب کړئ.

د وتلو ژورنالستانو لخوا د تازه او نوو معلوماتو څخه ځانونه خبر کړئ.

د ټولو راتلونکو مهمو پېښو څخه ځانونه آگاه وساتئ.

یوه موضوع د بېلابيلو اړخونو، حرکتونو، ډلو، شخصيتونو او ښکېلو خواوو له نظره ووينئ او ولولئ.

خپل موقف تر نورو له همدې لارې رسولای شئ.

له خپلو مخالفينو سره مناظره پکښې کولای شئ.

په منطقي استدلال سره گڼ شمېر خلګ خپل هم نظره کولای شئ.

د خپلو پيروانو سره نوې لايحه او نوي بدلونونه په سرعت سره شريک کولای شئ.

په ننۍ مصروفه نړۍ کې د ټويټر لنډ او جامع پېغامونه د سترگو په رپ کې لوستل کېږي.

لوستونکي د ليکونکو د مفهوم نکته پرته له اضافي خبرو تر لاسه کوي.

د فيسبوک په پرتله ددې اړتيا نشته چې د کوم  چا د پوسټونو د ليدلو لپاره بايد د هغه سره ملگری اوسئ. په ټویټر کې تاسې د نورو پوسټونه پرته له ملگري کېدلو هم ليدلای شئ او هم تبصره پر کولای شئ.

په فيسبوک کې ستاسې د اغېزې سيمه ستاسو د ملگرو تر لیست پورې محدوده ده خو په ټویټر کې دا ساحه پراخه او ټول کاروونکي په بر کې نيسي.

په ټویټر کې تاسو د خلکو توجه يوې خاصې پېښې ته د جلبولو لپاره د هېش ټگ # په ذريعه یو دود، تمايل او يا بهیر چلولای شئ کوم چې په فيسبوک کې د ټویټر په څېر مروج نه دي.

د ټویټر د یوه کاروونکي دروازه د يوه سخي  کوربه په څېر ټولو نورو کاروونکو ته خلاصې دي.

د ذکر شوو ټولو گټو ځانگړتياوو علاوه د ټویټر نورې گټې هم شته چې  په کاروولو به تاسې ورسره آشنا شئ. 

له بده مرغه د دغه گټور پروگرام له دريځ يا پلېټ فارم څخه د پي ټي ايم د بهرنيو څانگو په ځانگړي ډول د سوېډن څانگې د پام وړ گټه نه ده پورته کړې. ماچې کله د سويډن د پی ټی ايم د ټویټر پاڼې ته سر ورښکاره کړ ومې ليدل چې آخري ټویټ په کال ۲۰۱۹ د جولای په مياشت کې شوی دی او د ټویټونو ټولټال شمېر ۱۵۲ دی. دې ته ورته حال د پی ټي ايم د نورو بهر مېشتو څانگو دی په استثنا د هالېنډ د څانګي.

زما د ليکنې موخه داده چې د پی ټی ايم د يوه غړي، ناظر، خواخوږي، لاروي يا مينه وال په صفت د هري څانګي مشرتابه ته دا عرض وړاندې کړم چې لطفآ خپل غږ له دغه دريځه هم راوچت کړئ.

زه پر ټولو پښتنو، د پی ټی ايم په کورنيو او بهرنيو غړو او څانگو غږ کوم  چې په ټویټر کې حسابونه جوړ او يا جوړ شوي حسابونه فعال کړئ، خپل ټول فعاليتونه لکه په نورو خواله رسنيو کې چې خپروئ دلته هم خپاره کړئ. 

د پی ټي ايم  دغورځنگ د څانګو له مشرانو څخه په ډېره درناوي هيله کوم چې دغه کار ته يو څو غړي موظف کړي او دا مسوولیت وروسپاري چې د پي ټي ايم د غونډو،  لاريونونواو پروگرامونو عکسونه، ويډيوگانې او ورسره خپل پيغامونه، خبرتیاوي، کړنلاري، دريځونه او داسي نور معلومات دايمي او منظم د ټویټر له لارې خپاره کړي

تر څو د پی ټی ايم د فعاليتونو څخه قام، هېوادوال او نړېوال خبر شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply