د چپټر چینجی

فیصل ستانکزی

0 642

د څلور نیمو میاشتو سمېستر به خلاص شي؛ خو د دېرش تر څلوېښتو پاڼو چپټر به نیمایي شوی نه وي.

غالباً په درېیم سمېستر کې زموږ د یوه مضمون چپټر پینځه ویشت پاڼې راته؛ خو د سمېستر په (۳۲) ساعتونو کې مو ایله (۱۶) پاڼې ولوست. په همدغه سمېستر کې مو لرغوني متون لوستل. د چپټر حجم تر شلو پاڼو ډېر نه و؛ خو د سمېستر په پای کې مو چپټر نه و خلاص شوی. زموږ اکثره استادان، چې په لومړۍ ورځ صنف ته راشي خپله کورس پالیسي تشرېح کړي؛ خو د سمېستر تر پایه یې کورس پالیسي نه وي عملي شوې. ځینې استادان کورس پالیسي لري لا نه.

پوښتنه دا ده، چې په یوه سمېستر کې د یوه کم حجم چپټر لوستل به محصل ته څومره پوهه ورکړي؟

د څلورنیمو میاشتو په موده کې د یوه وړوکي چپټر هغه هم پوره نه لوستل زما په ګومان محصل ته تر ګټې زیان ډېر لري، ځکه محصل ته لازمه پوهه نه شي ورکولی؛ که ووایو، چې محصل بېسوادوي مبالغه به ځکه نه وي، چې موږ عملاً وینو هغه محصلان، چې په خپل مسلک کې مطالعه کوي تر چپټري محصلانو په کافي اندازه معلومات لري. زموږ یوه ستونزه دا ده، چې مسلک د پیسو د پیدا کولو لپاره لولو. که مو د خپل مسلک ماهیت مطالعه او پر کړې مطالعې مو فکر وکړ د پوهانو کمی به محسوس نه کړو. زموږ ټولنه چې ډېره برخه اوس هم نالوستې ده له دغې وبا نه د خلاصون یوازانۍ لار ډېره مطالعه او په خپل مسلک کې د ډېرو معلوماتو لرل دي. د چپټر یو زیان دا دی، چې محصلان یې خط په خط حفظوي. د حفظ ستونزه بیا دا ده، چې مفهوم نه راکوي او حافظه یې د ډېرې مودې د ساتنې تاب نه لري.

 د پوهنتون په چپټرو کې ځینې داسې دي، چې کلونه مخکې لیکل شوي دي؛ خو اوس هم محصلانو ته تدریسېږي. زموږ یو چپټر و، چې په (۱۳۸۸) کال کې لیکل شوی و؛ خو موږ ته په (۱۳۹۸) کال کې هم تدریسېده.

ځینې استادان په خپل کورس پالیسۍ کې ځینې کتابونه د ممد په توګه پر محصلانو لولي، چې د (هم خرما او هم ثواب) کار ورته ویلی شو. زموږ دوه استادانو به د شل سلنه آزموینې لپاره ځینې هغه کتابونه راښودل، چې په همغه مضمون کې یې زموږ معلومات لا ډېرول.

ځینې محصلان د ښې فیصدۍ تر لاسه کولو او د دې لپاره چې بل کس د ده لیاقت ته د  آفرینۍ (واه) ووایي په ټول سمېستر کې ځان د چپټر له زولنو نه خلاصوي.

د دې لپاره، چې محصلان مو په کافي اندازه پوهې سره له پوهنتونونو فارغ شي پکار ده، چې محصلان مو ځان د چپټر له قیده ازاد کړي، ګنې دا امکان شته، چې راتلونکی نسل مو له پوهې لرې پاتې شي.

په انګلیسي ژبه کې هغه چا ته، چې ډېر وخت په مطالعې او له کتاب سره په ملګرتیا کې تېروي د (Bookworm) یعنې (د کتاب چینجی) اصطلاح کارول کېږي. هغه محصلان، چې د چپټر په څو پاڼو اکتفاء کوي او له چپټر سره د ملګرتیا تار لري، د چپټر چینجي اصطلاح کارول به ورته بې انصافي نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply