کرونا: په کور کي څنګه له ناروغه کېدو ځان وساتو؟ ـ انځوريز راپور

0 922

زياتو هيوادونو له ناروغۍ څخه د خپل ولس د ژغولو له پاره خلک تر کوره محدوده کړي دي. خو که څوک پام ونه کړي نو په کور کي په نورو ناروغيو اخته کيدلای سي چي د مخنيوي له پاره يې څو سپارښتني دلته لوستلای سئ:

Gemüse Ernährung Symbolbild (PhotoSG - Fotolia)

متوازنه غذا وخورئ

د کويد ۱۹ نوي کرونا ويروس ضد د واکسين جوړېدنه ښايي لا زيات وخت ونيسي. تر هغه وخت پوري مهمه ده چي ستاسو جسم روغ او د ممکنه ناروغيو په وړاندي پياوړی وي. له دې کبله داسي متوازنه غذا خوړل په کار دي چي پکښي ويټامن او نور ضروري اجزا موجود وي لکه تازه سبزيجات، مېوې. کم غوړ او کم خواږه خوړل به ګټور وي.

Symbolbild Frau und Schlaf (Colourbox)

ښه خوب وکړئ

په کافي اندازه خوب کول د ناروغيو په وړاندي زموږ د بدن د دفاعي نظام د پياوړتيا سبب ګرځي. چي انسان هرڅومره کم خوب کوي، هومره ژر ناروغه کيدلای سي. هغه کسان چي شپه او ورځ تر اندازې زيات د کرونا په تړاو منفي خبرونه لولي او ورڅخه رنج وړي، نو دغه فشار يې ښايي خوب کم يا ناکافي کړي. خوب ته تر تلو دوه ساعته مخکي لا د ټولو رسنيو او تليفونو سره د خدای په امانی وکړئ.

Symbolbild Paar und Gymnastik (picture-alliance/Bildagentur-online/Tetra Images)

ورزش وکړئ

سپورټ او ورزش زموږ په بدن کي د داسو موادو د جوړېدو لامل کيږي چي موږ خوشاله کوي او موږ ځانونه ښه احساسوو او ښه خوب کوو. سپورټ څوک په کور کي هم کولای سي. د انټرنټ له لاري، له باوري منابعوڅخه ورزشي تمرينونه زده کولای او سهار، ماپښين او ماښام يې لس لس دقيقې تر سره کولای سئ.

Im Internet surfen (picture-alliance/dpa/C. Klose)

د ملګرو او کورنۍ سره د زړه خواله وکړه

د کرونا د ګواښ له کبله څوک بايد خپل ټولنيز تماسونه بند کړي. خو په ډيجيتل توګه څوک د خپلو ملګرو سره په تماس کي پاته کيدلای سي. هره ورځ د ويډيو چېټ له لاري د خپلوانو او دوستانو سره د زړه خواله کولای سئ. دا ډول تماس نيونه د يوازيتوب احساس کموي چي په زياته رواني روغتيا ته ګواښ پېښولای سي.

Symbolbild Stricken und Häkeln (Fotolia/Poles)

ځان مصروف وساتئ

بې مضموني او بې کاري د نفستنګۍ يا دغت سبب ګرځي او دغت هم په زياته په رواني روغتيا منفي اغېز لرلای سي. له دې کبله ځان ته په کور کي مصروفيت ولټوئ، له کوره کار وکړئ، کاردستي وکړئ، نوې مشغله پېل کړئ، کتاب ولولئ، پخلی زده کړئ يا په ګډه د کور کارونه وکړئ.

Symbolbild Meditation (Colourbox/Pressmaster)

فکر متمرکز کړئ

په کور کي د زيات وخت پاته کېدو پر وخت مهمه ده، چي څوک مثبت فکر وکړي او ځان له وارخطايي څخه ليري وساتي. د ترافيک د کمېدو له کبله د طبعيت نورو ږغونو ته غوږ ونيسئ او فکرونو ته مو تمرکز ورکړئ. ميديټېشن او ديني عبادت هم د اعصابو د آرامېدو او په دې توګه د روغتيا له پاره ګټور ثابتېدلای سي.

Symbolbild Uhr und Bildschirm (Colourbox)

وخت مو منسجم کړئ

هغه کسان چي هره ورځ و کار ته د تلو سره عادت وي، ورته په کور کي زيات وخت پاته کېدل مشکل کار وي. ځان له کسلت او بېکارۍ وساتئ او هره ورځ مو پلان او طرحه کړئ او بېکاره يې مه تېروئ. د بيدېدو، خوراک او چښاک او په همدې راز د حرکت او سپورټ ورځني وختونه مو طرحه او عملي کړئ.

Symbolbild WhatsApp (picture-alliance/PIXSELL/I. Soban)

له درواغو خبرونو څخه ځان وساتئ

په کور کي د قرنطين په وخت کي زيات کسان خواله رسنيو او انټرنټ ته زيات وخت ورکوي. خو په تيرو ورځو کي څرګنده سوې چي د کرونا په هکله زيات درواغ او اختراع سوي خبرونه هم په ګردش کي دي. ځان له دغو درواغو خبرونو وساتئ. که څوک د وتس اپ يا بلې لاري درته خبر ولېږي نو په ګوګل کي پسي لټون وکړئ او صرف پر اعتباري منابعو باور وکړئ. که خبر درواغ وي نو نور هم په خبر کړئ.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply