زده کوونکي موبایل ته تر غذا ترجېح ورکوي!

ژباړه: عزت الله ذکي

0 866

د امریکا د بوفالو ایالت پوهنتون څېړونکي ډلي موندلې، چي ځیني زده کوونکي ترهغه وخته خواړه نه خوري، چي سمارټ فون ورسره نه؛ ياهم لېري وي.

څېړونکو ويلي، له دې څخه دا ثابتيږي، چي نوی نسل ټلیفون ته تر خواړو ترجېح ورکوي او احتمالاً د موبايل معتادین دي.

دغه نوې څېړنه له ۱۸ تر ۲۲ کلنۍ پوري پر ۷۶ زده کوونکو ترسره شوه، چي د څېړني په لړ کي زده کوونکي د ۳ ساعتونو لپاره له غذا محروم شول او له دوی څخه د موبایلونو اخیستلو بهیر هم مخکي ترسره شو؛ وروسته معلومه شوه، چي دغو زده کوونکو وکولای شول يوازي ۲ ساعته له خپل موبايل پرته تېر کړي.

د يادو ساعتونو په جریان کي زده کوونکو کولای شول، ورځپاڼه يا کوم بل څه ولولي؛ دغه راز کمپیوټري دنده ترسره کړي، ترڅو د ۱۰۰ کالوري درلودونکي خواړو ته لاسرسی ومومي او له موبایل څخه استفاده لږ کړي. د څېړني پرمهال دوی د خپلو خواړو یا موبایلونو د بیرته ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړه، خو بریالي نه شول او د دغو دواړو سره د یوځای کېدلو لپاره کار ته آړتیا وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply