سپین‌غر ادبي بهیر د اوونیزې ادبي ناستې راپور

راپور: راز خوږیاڼی

0 1,428

نېټه: ۱۳۹۸ د سلواغې ۲۵مه

سپین‌غر ادبي بهیر یارانو خپله شپږ څلوېښتمه ادبي ناسته وکړه، یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه، د دریځ چارې یې جانان خدرخېل سمبالولې او د قاري نهایت الله مخلص لۀ خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه.

د ناستې مشري محمد صدیق حیران کوله، د تېرې ادبي ناستې راپور راز خوږیاڼي ولوست، چې د ټولو ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېد.

د ناستې پیلیزه وینا محمد صدیق حیران وکړه. هغه پۀ خپلو خبرو کې خوښي وښوده چې د بهیر ناستې پۀ دوامداره ډول هره اوونۍ تر سره کېږي او د خوږیاڼیو اړوند ګڼ شاعران، لیکوال او د ادب مینه‌وال پکې برخه اخلي، حیران زیاته کړه، کوښښ بۀ وکړي چې د بهیروالو پۀ همکارۍ د بهیر کلیزه خورا پۀ شانداره ډول او لۀ جوشه ډکه ونمانځي او پۀ ویاړ بۀ یې لویه مشاعره جوړوي تر څو د نورو سیمو شاعران او فرهنګیان هم پکې ګډون وکړي.

وروسته ازاده مشاعره وشوه چې قنداغا سهار، سنګر جانان‌خېل، روح الله صمیم، نهایت الله مخلص، استاد احمدالله چابک، عبدالحمید حلیمي، محمد غوث نوري، حفیظ الله رحیمي، شاهدالله ځیرک، محمد عیسی، نوراغا شېخ‌زاده، محمد عارف میثاق، میراغا قدریار، شېربهادر عابد، غفران قایل او پروېز نوري پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه واورول چې د ګډونوالو لۀ خوا یې د تودو چکچکو پۀ بدرګه تود هرکلی وشو، یاده دې وي مشاعره ځینو خوږ ژبو ترنم ویونکو پۀ خپلو خوږو او شرنګېدلو ترنمونو لا خوندوره کړې وه.

لۀ ازادې مشاعرې وروسته محمد غوث نوري د ارزونې پۀ موخه دریځ ته وبلل شو؛ نوري پۀ ټوله کې ناسته ډېره پۀ زړۀ پورې وبلله او د هر شاعر پۀ شعر او ترنم یې ځانګړې خبر‌ې وکړې او د هر تن نیمګړتیاوې یې ور پۀ ګوته کړې، تر څو پۀ راتلونکي کې د یادو ستونزو د تکرار مخه نیول شوې وي او د دریځ لۀ اصولو سره بلد او شعر یې لۀ ستونزو خالي وي، نوري د ځینو هغو بیتونو پۀ اړه هم وغږېد چې پکې مقدساتو ته سپکاوی شوی وي باید لۀ ویلو یې ډډه وشي تر څو یې پۀ لوستلو ویونکی د ګناه مرتکب ونۀ ګرځي. نوري پۀ خپلو خبرو کې د ځینو تنکیو شاعرانو د شعر ستاینه وکړه او پۀ وینا یې که دې برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي نو پۀ راتلونکي کې د پیاوړو او ښو شاعرانو تمه ترې کېدای شي.

یاده ادبي ناسته غرمه مهال د وسیع الله ګوهرخېل پۀ دعایه پای ته ورسېده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply