سپین‌غر ادبي بهیر څلور دېرشمه ناسته وکړه

راپور: راز خوږیاڼی

0 620

نېټه: ۱۳۹۸ د لیندۍ اوله

سپین‌غر ادبي بهیر یارانو خپله څلور دېرشمه ادبي ناسته وکړه، یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه،  دریځ چارې یې خوشال دراني سمبالولې او د استاد وسیع الله ګوهرخېل لۀ خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه.

د غونډې مشري استاد وسیع الله ګوهرخېل کوله.

د تېرې ادبي ناستې راپور راز خوږیاڼي واورولو چې ټولو ګډونوالو خوښ کړ.

د کره‌کتنې برخه د ټاکلي کس پۀ نشتون کې ونۀ شوه.

لۀ راپور وروسته ازاده مشاعره پیل شوه، چې نجیب الله افسوس، سنګر جانان خېل، بلال افضلي، غفران قایل، محمود ځلاند، استاد شمشېر، حمیدالله خوږمن، راز خوږیاڼي، رحیم الدین رحیمي، وسیع الله ګوهرخېل، تراب زهیر، نسیم ارین، محمد اصف صالح، هدایت الرحمن ډاډ، امېد وصال، احسان الله شمس او محمد عارف خوږیاڼي پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو لۀ خوا یې د تودو چکچکو پۀ بدرګه تود هرکلی وشو، یاده دې وي مشاعره ځینو خوږ ژبو ترنم ویونکو پۀ خپلو خوږو او شرنګیدلو ترنمونو لا خوندوره او پۀ زړۀ پورې کړې وه.

لۀ ازادې مشاعرې وروسته استاد وسیع الله ګوهرخېل د ارزونې پۀ موخه دریځ ته راوبلل شو، هغۀ د خپلو خبرو پۀ پیل کې لۀ خوشال دراني ځانګړې مننه وکړه، چې د دریځ چارې یې ډېرې ښې سمبال کړې او د ناستې خوند یې لا زیات کړ، ګوهرخېل د ځینو زلمکیو شاعرانو د هنر ستاینه وکړه، چې پۀ ډېر کم عمر کې ډېره خوندوره شاعري کوي، استاد ګوهرخېل ناسته تر پایه ښه وارزوله او لۀ ټولو ګډونوالو یې غوښتنه وکړه چې باید د بهیر هره ناسته پۀ خپل ګډون ښکلې کړي.

یاده دې وي چې د بهیر راتلونکې ناسته کې بۀ د رحیم الله ارماني پر غزل کره کتنه کېږي.

یاده ادبي ناسته د استاد وسیع الله ګوهر خېل پۀ دعا پای ته ورسیده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply