په دوحه او کابل کې د لوبې دویم پړاو پیلیږي

0 837

یو وخت حمدالله محب خلیلزاد د وایسرای کیدو په هڅه بوخت بللی وو، په افغانستان کې نژدې ډیرو سیاستوالو ور پورې وخندل او هغه یې وغانده، خو نن همغه سیاستوال چې په سرکې یې کرزی، حکمتیار، نبیل، رباني، احمدولي مسعود او نور دي له خلیلزاد په زغرده غوښتنه کوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ تیرې ټاکنې دې باطلې او یوه لنډ مهاله حکومت ته دې زمینه برابره کړي.

عبدالله خو بیا عملا د تاریخ لپاره خپل نوم د دې تاریخي هیواد د دښمن پر ژرنده اوبه ور خوشې او په یوه جغرافیايي د واکمن نظام پر وړاندې باغي حکومت اعلان کړ. د نوموړي ترټولو مشهور سلاکار فضل احمد معنوي، اخلاقي او څو نور خو وايي چې دوی خپله جغرافیا لري اوپر ټول افغانستان د واک چلولو خوب نه ویني بلکې غواړي په هغو سیمو خپل واک ټینګ کړي چې دده رایې پکې ډیرې وې. دا نو په ښکاره د افغانستان د تجزیې خبره ده چې په نورو هیوادونو کې ملي خیانت بلل کیږي او طرحه کونکي زندان ته استول کیږي او ځینې یې په دار ځړوي.

په افغانستان کې له ډیرو سیاستوالو سره د قدرت تنده دومره ده، چې د واک په شراکت نه ماتیږي بلکې د یوه تاریخي ملت او هیواد د ماتولو لپاره جامونه کړنګوي.

سره له دې چې امریکايانو په خپل وار هڅه وکړه، چې پر افغانستان د پنځو نورو کلونو لپاره تاریخ تیري سیاستوال له طالبانو سره د جوړ جاړي په موخه وتپي، خو ښکاري، چې د ارګ په دهلیزونو کې د ښکته پورته کیدونکو سیاستوالو د ډغرو له کبله یې جوته پایله تراوسه نه ده لرلې.

کیدی شي له راتلونکې جمعې د لوبې بل پړاو په کابل او دوحه کې پیل شي، چې د ډیرو د خولې خوند به ورسره تریخ شي. ددې ډیزاین شوې لوبې نیمايي مرکزي لوبغاړي بدلون کوي او د سولې په نوم پیل شوې هڅې هراړخ له جدي ننګونو سره مخامخ کوي. په پیلیدونکي بهیر کې ترټولو ډیر طالبان له ننګونو سره مخامخ دي او دوی باید د یوڅه د ترلاسه کولو لپاره خورا سختې پریکړې وکړي. دوی به د جمهوري نظام د منلو او یا ردولو په ګډون د بشري حقونو، د بیان د ازادۍ او میرمنو د حقونو او کار په اړه داسې پریکړو ته خولې برابروي، چې د خپل موجودیت په ۲۵ کلن تاریخ کې یې ندي کړي. په داسې حال کې چې پلویان یې د یوه بري د لمانځلو په درشل کې دي، خو د راتلونکي افغانستان په اړه ددوی په ډاګه کیدونکې طرحه د لومړي ځل لپاره ددې کړیدلي ملت ترلاس، سترګو او غوږونو رسیږي. له طالبانو اوسنۍ هیلې په بشپړ ډول بدلون کوي او ددوی نا چمتو وضیعت ښيي، چې ددوی ریښتینی تصویر به د مارچ په نیمايي کې افغانانو ته په ډاګه شي. طالبان که ټاکنې او د بیان ازادي ومني ورځ یې کږه ده او که د ۲۱مې پیړۍ دغه عیني واقیعت نه مني چاره نه لري.

حکومت هم د نرمښت له ننګونې سره مخامخ دی، خو پرافغانستان نا متجانس واک چلونکي د لاسه تلو لپاره ډیر څه نلري او فکر یې دادی، چې لویدیځه ډیموکراسي باید د افغانستان له حالاتو سره برابره کړي.

خو داسې بریښي چې افغانستان د بدلون پرداسې نقطې ولاړ دی، چې هرې خواته تاویدل یاپاته کیدل یې د نوي پیر پیل دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply