د ښاغلي شکيب د سياسي پوهاوي په پار

سيد حسين پاچا

0 752

د ښاغلي شکيب د لا سياسي پوهاوي په پار :

کاشکې چې موږ جهاديانو، طالبانو او يا حقانيانو دومره سياسي تومنه لرلای، نو دا به مو حال نه وو

زموږ د جهاد د تصنعي artificial کليمې پرته بل څه زده نه دي

جهاد په اسلامي ارزښتونو کې يو مفهوم، ولې په سياسي – اقتصادي و څارګري موخو کې بل مفهوم لري

نوټ : سل کاله مخکې او وروسته يې چې د مذهب په نوم راپورته کړو ايا د ترهګرۍ په نوم په نوم نه شي نومولی او ټکولی؟ ځواب به يې هو وي. دا زموږ د پوهاوي تر کچې پورې اړه لري. که پوهاوی ولرو، نو بيا مو څوک په يو او بل نوم پخپلو کې ټکولی شي او نه مو د بل چا پسې راپورته کولی شي. خو، دومره خبره ده – زده کړه او پوهاوی چې نه وي تل به د نورو د ناولو سياسي، اقتصادي، ستراتيژيکو موخو لپاره د مذهب په نوم کارول کيږو او وژل کيږو چې هر اړخيز تاوان به يې زموږ او ګټه به يې د نورو وي.

ليس الخبر کالمعاينة

کتاب المعجم

في أسامي شيوخ أبي بکر الإسماعيلي

 ۶۸۸ – ۶۸۹ مخونه

… اخبره الله موسی أن قومک قد ضلوا، فلم يغضب، فلما رجع إلی قومه فرآهم قد ضلوا غضب ((وأخذ برأس أخيه يجرّه إليه)). قال ابن عباس : فمن هناک قال الله عز وجل : ((ليس المخبر کاالمعاين)).

وأخرجه أحمد، والطباني، والحاکم وصححه علی شرطهما ووافقه الذهبي ،وابن حبان کلهم من طريق أبي بِشر جعفر بن إياس اليشکري، عن سعيد بن جبير عن ابن عباس، عن النبي صلی الله عليه وسلم، بلفظ ((ليس الخبر کامعاينة، إن الله عز وجل أخبر موسی بما صنع قومُه في العجل، فلم يلق الألواح، فلما عاين ما صنعوا ألقی الألواح فانکسرت))، واللفظ لأحمد، وفي رواية أخری له أيضًا بلفظ : ((ليس الخبر کالمعاينة)) ورجال ثقات.

نوټ : ألقی په مانا د ((وضع)) يعنې اېښودو ده. پېغمبر هېڅکله داسې نه کوي چې د خپل کتاب لوحې پر زمکه وغورځوي او خطا يې کړي، بلکې کله چې راغی او ويې ليدل چې قوم يې د خوسکي پرستش کوي، نو هغه يې په ارامه کېښووې او خپل ورور هارون عليه السلام يې ځانته مخاطب کړ چې :

تا ته خو ما دا خلک ((ولس/قوم)) پرېښی وو چې ته به ورپسې ګورې، خو دوی بېلارې شوي دي. حال دا چې دا خو د هغه پړه نه ړه، بلکې قوم ناپوه وو. د پېغمبر يې نه منله او د سامري يې ومنله. نن موږ قرآن مخې ته پروت، خو موږ څه کوو؟ ((فان تنازغتم في شيئ فردوه الی الله)) موږ لا تراوسه پخپلو کې د سياسي ډيالوګ تاب نه لرو، نو نور څه ته ملامته کړو؟ تراوسه لا په ټاکنو کې خپله ماته نه شو زغملی، نو نور سياسي پوهاوی او شننه خو لا ډېره لېرې خبره ده. موږ بايد په دې سوچ وکړو چې هغه وخت زرګونه کلونه وړاندې يوه ټولنه بېمشرتابه نه شي زغملی، نو موږ چې د شهيد محمد داوود خان په وخت کې وروتښتېدو او هلته بيا د ISI, CIA & MI6 غوندې يوې څارګرې ادارې لاسته ورغولو څنګه به نګه پاتې شوي يو؟

زه به نور ژور نه ځم، خو تاسې ګورئ چې قرآن له نن څخه د زرګونو کلونو مخکې خبره کوي چې په هغه وخت کې هم د قوم ((ولس)) لارښوونه او په ټولنه کې د ستونزو د حل لپاره يو لارښود او مشرتابه اړتيا لرله. موسی طور ته ولاړ، خو د خپل قوم د لارښوونې او د ستونزو د حل لپاره خپل ورور هارون عليه السلام پرېښووه چې يو لارښود ((مشرتابه)) بايد ورته وي، خو دا چې قوم يې ناپوه او نامنونکی وو، نو سامري ژر بېلارې کړي وو. په ننني دور کې چې يو ولس او يو ملت خپله زده کړه وپوهاوی او يو ښه پوه او سياسي مشرتابه ونه لري، نو له شک پرته چې هغه ولس او ملت به تل د نورو په خولې پسې روان وي.

له نړيوال جنګ راوروسته چې نړۍ په ساړه جنګ کې اخته وه، خو موږ ارام د بېغمۍ خوبونه وهل. ښوونځی، پوهنتون مو بد راتلل او هغه څه مو چې لرل هغه هم هغه وخت لا د ختيځ ولويديځ د ساړه جنګ په چوپړ کې ول. نظامونو کې مو څه ستونزې وې، مديريت مو کمزوری وو. زده کړه کمه وه او هغه نسبي زده کړيال قشر مو څوک د يو چا او څوک د بل تر مذهبي، ايډيالوژيک او سياسي نفوذ لاندې وو، نو ځکه مو درک نه شوه کړای او خبره مو کودتاو او جهادي غوبلونو ته ورسوله.

سياسي ومذهبي يا اسلامي پوهاوی مو ډېر کمزوری وو، خو لله الحمد والمنة چې اوس په دې لږو څو کلونو کې د ولس په تېره بيا د ځوان نسل وکهول د زده کړې کچه مخ پر لوړېدو ده، خو دا هم بايد هېره نه کړو چې نړۍ نن د رسنيو ((ميډيا)) تر پراخ او قوي نفوذ لاندې ده او نن ګرده نړۍ د رسنيو له ليارې کنتروليږي او اداره کيږي او د دې ترڅنګ زموږ کمزوری اقتصاد چې لا تراوسه مو نور د هېواد د ملکي ونظامي پرسونل معاش بل څوک راکوي. تمويل وتجهيز مو بل څوک کوي. په ګرد هېواد کې داسې څوک نه پيدا کيږي چې د خپل هېواد لپاره په عمر کې څوک يو ساعت (داوطلب) وړيا کار نه کوي. له لارې اغزی نه پورته کوي، نو څنګه به مخته ولاړ شو؟

مذهب پورې کلک نښتي يو. مذهب خو موږ هېڅکله تشنج ته نه سوقوي. د سولې ومفاهمت پر ځای مو جنګي رويه خپله کړې، دا ځکه چې هر اړخيز پوهاوی نشته. موږ لا تراوسه خپل ملي سياست نه پېژنو، پر سيمه ييز او نړيوال سياست به څه پوه شو؟ يو څوک چې خپلې ملي – اسلامي ګټې نه پېژني هغه به څنګه د ګاونډيو، سيمه ييزې او نړيوالې څارګري موخې توپير کړي.

دا ټول د دې څرګندويي کوي چې ټولنه بايد له پوهې او مشرتابه بې برخې نه وي. الله تعالی هغه وخت بني اسرائيل ناپوه او بې مشرتابه نه پرېښوول، نو نن و پرون چې موږ په پنډغالو کې پرته يو او له همدې پنډغالو نه د جهاد په نوم د همدې بهرنيانو په مالي – نظامي ولوژيستيکي مرسته استول کېدلو او بيا له روسانو له وتو وروسته پخپل مينځي او له هغې له راوروسته په طالبي – جهادي او بيا په طالبي – امريکايي غوبل کې دا مالي وتسليحاتي تجهيز يې څوک کوي؟ نه پخوان ترهګر وو، نه اوس يو او نه به په راتلونکې اوسو، خو دا ټولې بهرنۍ غوښتنې دي. تاسې يوځل د سينټو تړون ((د امريکا وافغانستان د اړيکو لنډه تاريچه)) ولولئ چې هلته د وخت له پاچا مرحوم محمد ظاهر شاه نه څه غوښتنه شوې وه. همداسې له امان الله خانه چې هيټلر کړې وه، نو زموږ ګاونډي خو خپله د نورو مستخدم دی او د هغه دنده د هغوی موخو ته د وړيا نوکرانو پيدا کونه او استتخدامونه ده او له شک پرته چې موږ يې د خپلو او د نورو د موخو د لاسته راوړنو لپاره په کرايه کړي وي. ايا په نړۍ کې زموږ غوندې نور وړيا نوکران او سرسخته سرزوري پيدا کېدای شي؟ نه هېڅکله نه.

سمه ده چې تاسې به د نيويارک ټايمز ليکنه لوستې وي او يا به مو چينايانو او ځينو نورو نوموتو ليکوالو ليکنې لوستې وي، خو داسې برېښي چې تاسې له ځانه د چرګ ورور جوړ کړی چې خپله نژدې دانه ګوري او لرې ګوري او هغه راټولوي. که تاسې يوځل زموږ د هغه وخت د ازاد افغانستان د ليکوال ټولنې د ۱۹۹۵ کال د اپرېل خاصه ګڼه کې د ډاکټر شېرزمان طايزي ((The Rise of Taliban)) ليکنه ووينئ او د هماغه کال د کراچۍ د تکبير اوونيزه د مارچ دويم، ۱۷ – ۲۰ مخونه ولولۍ  تاسې ته به روښانه شي چې دا ټول جريان له پيله تر پايه څنګه تعقيبيږي؟ چا چې رامينځته کړي هغه يې رامولی هم شي. دېته هم پام اوسه چې نړيوال شنونکي دا د حقاني خپله ليکنه نه، بلکې د بل چا ليکنه بولي چې نن ورته په نړيوالو رسنيو کې څنګه رنګ ورکوي؟ څوک چې اوښان ساتي، نو دروازې ورته لوړې ږدي. يو څوک چې څوک رامينځته کوي، نو په نړيوالو رسنيو کې ورته بيا لابي کول کومه سخته خبره نه ده.

دا لوی قدرتونه دي، هېوادونه لا څه ان چې سترې وچې يې په خېټه کې اچولي او لا تراوسه پرې شخوند وهي، نو په نيويارک ټايمز کې ليکنه او يا هلته د ترهګر کليمه نه کاروله دا ټول د خپلو موخو د لاسته راوړنو لپاره کارول کيږي چې څنګه يو څوک پرې وګواښي او بيرته يې څنګه د بلې ورځې لپاره ورکاروي؟

خير، که بيا دې هم تشويش وي، نو توني بلير، جيکسټرا او ولسمشر کرزی لا ژوندي دي. تاسې له ولسمشر کرزي پوښتلی شئ چې په ۲۰۰۳ کې دلته اکسفورډ ته راغلی وو څه وويل او ښاغلي جيکسټرا هوبهو هماغه خبره وکړه. په پای کې د ښاغلي شکيب د لا برياليتوب او لا ژورې مطالعې په هيله.

په درنښت

سيد حسين پاچا

رسنۍ، د هېواد ملي منافع او په نيويارک ټايمز کې د طالبانو د معاون سراج الحق حقاني ليکنه

https://rohi.af/news/83839

د افغانستان وامريکا اړيکو لنډه تاريچه

https://mundigak.com/2019/10/28/%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D9%88-%D8%A7%D9%85%D8%B1%D9%8A%DA%A9%D8%A7-%D8%AF-%D8%A7%DA%93%D9%8A%DA%A9%D9%88-%D9%84%D9%86%DA%89%D9%87-%D8%AA%D8%A7%D8%B1%D9%8A/

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply